د امریکې د نماینده ګانو ایوان دوو غړو په پاکستان غږ کړی چې په هیواد کې د کم شمیره مذهبي او نسلي ډلو حقونه او تحفظ دې یقیني کړي.
واشنګټن ډي سي کې د ساوت ایشیا مایناریټيز ایلاینس فاونډیشن یا د جنوبي ایشیا د لږکیو اتحاديي نومې تنظیم د پرانستي په دستوره کې کانګرس کې د ریپبلکن ګوند غړي تهامس جیریټ وویل دی به کانګرس کې د اقلیتونو دپاره خپله مبارزه جاري ساتي.
تهامس جیریټ وویل "د پاکستان حکومت کې خپلوملګرو دا خبره په ډاګه کوم چې تر څو کانګرس کې آواز لرم نو د هغه خلکو دپاره به غږ پورته کوم چې د خپلو ریاستونو لخواه ورسره امتیازي چلند کیږي."
کانګرس کې د خارجه چارو کمیټۍ یو بل غړي سکاټ پیري وویل پاکستان ته ورکیدونکي مالي امداد پر ضد یی رای ورکړي.
"دا یو پیغام دی چې زمونږ پیسې به د خپلو خلکو پر ضد نه استمالیږي."
د امریکې د پنسلوانیا ریاست نه منتخب سکاټ پیري زیاته کړه امریکا هر هغه چا سره ولاړه ده چې د خپل جایزو حقونو لپاره مبارضه کوي.
ده وویل "هغه خلک چې ورسره د ریاست جبر برداشت کولو پرته هیڅ چاره نشته نو ورته وایم چې امریکا دوي سره ولاړه ده او د دغه حکومتونو نه غوښته کوي چې د خپلو خلکو حقونه خوندي کړي."
د جنوبي ایشیا د لږکیو دا اتحاد په داسې مهال مخې ته راغلی چې په پاکستان کې کم شمیره مذهبي او نسلي ډلې د ډیر وخت راهېسې د حکومت نه گیله کوي چې د دوی په تحفظ او د دوی د حقونو په سانته کې ناکامه شوی دی.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کله چې په واشنگټن کې د ساوت ایشیا مایناریټيز ایلاینس فاونډیشن پرانیسته کیده، ددې نه یوه ورځ وړاندې د پاکستان په سیالکوټ ښار کې د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د سلگونو په شمیره کې خلکو د احمدي مسلک په یوه تاریخي مذهبي ودانۍ حمله وکړه او وېرانه یې کړه. د پاکستان د قانون دلاندې احمدیان مسلمانان نه گڼل کیږي.
د مذهبي اقلیتونو ترڅنگ د پاکستان ځینې قامونه هم د حقونو نه د محرومۍ او د ریاستي ادارو د زور زیاتي گیله کوي چې یو مثال یې د پشتون ژغورنې غورځنگ دی چې وايي په قبایلي سیمو کې د وسلوالو خلاف جنگ کې د پاکستان د ځايي پښتنو سره زور زیاتي کوي، په مشکوکه سترگه ورته گوري او بې تپوسه یې د ترهگرۍ په شک کې نیسي. خو د پاکستان پوځ دا خبرې ردوي.
د ساوت ایشیا مایناریټیز ایلاینس کې د ګلګت بلتستان او د شعیه عقیدې په نمایندګۍ استازي سینګۍ سیرنګ د وي او ای ډیوه ته وویل د پښتون ژغورني تحریک حمایت کوي او دې تحریک له وجې د ګلګت بلتستان خلکو ډیره حوصله تر لاسه کړې ده ځکه چې هغوي هم د ډیرې مودې راهېسې د پاکستان پوځ او د ریاست د ظلمونو ښکار دي.
دې دستوري ته د بلوڅانو د حقونو فعاله نبي بخش بلوڅ وویل د بلوڅانو جدوجهد د پاکستان د جوړیدو راهېسې روان دی خو اوس هم بلوڅان د غلامۍ ژوند تیرولو ته محبور دي.
د ساوت ایشیا مایناریټیز الاینس مشر ندیم نصرت وویل کې چېرې پاکستان په هیواد کې اوسیدونکې کم شمیره ډلو تحفظ یقیني نه کړو نو په نړیواله کچه به نور هم د تنهايي سره مخامخ شي.
پاکستان کې د کم شمیره ډلو د حقونو او د پاکستان په ریاست د تنظیم د لګول شوو تورونو په اړه وي او ای ډیوه په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارت ته پوښتنې ولیږلې او د دریځ غوښتنه ترې وشوه خو ددې رپورټ د تیاریدو پورې پاکستاني سفارت څه ځواب نه وو ویلی.