لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیلري کلنټن د ډیموکریټک پارټۍ صدارتي نامزدگي قبوله کړه


ډیموکریټک پارټي د امریکې وړمبی لوی گوند دی چې د هیواد اعلا ترین منصب دپاره يي یوه میرمن ونوموله
ډیموکریټک پارټي د امریکې وړمبی لوی گوند دی چې د هیواد اعلا ترین منصب دپاره يي یوه میرمن ونوموله

د امریکې په سیاسي تاریخ کې د یو نوي باب د پرانستلو په مهال میرمن هیلري کلنټن د واک من ډیموکریټک پارټۍ لخوا په صدارتي انتخاباتو کې د گوند د امیدوارۍ نامزدگي قبوله کړه.

د پینسیلوینیا ریاست په فلیډیلفیا ښار کې د زیارت، پنجشنبې، په ماسخوتن د گوند د قامي غونډې یا ډیموکریټک نیشنل کنویشن په موقع میرمن کلنټن په رسمي ډول د نومبر په میاشت کې کیدونکو انتخاباتو کې د امیدوارۍ دنده ترلاسه کړه.

په دې موقع خپله وینا کې هیلري کلنټن په هیواد کې د یوالي، اتحاد او امریکې ته د ورپیښو مسایلو په مشترکه توگه د حل کولو خبره وکړه. "مونږ به د هیواد مسایل په مشترکه توگه حل کوو،" هغې وویل. د ریپلیکن پارټۍ د خپل حریف ډونلډ ټرمپ خبرو ته په اشاره میرمن کلنټن وویل هیڅ څوک هم په یوازې سر دې قام ته نه خو عظمت ورکولی شي او نه يي په وړاندې بوتللی شي.

هیلري کلنټن وویل هغه به بغیر د څه تفریق د ټولو امریکایانو خدمت کوي که هغه يي حمایتیان دي او که د ریپبلیکن پارټۍ د هغې حریفان.

میرمن کلنټن وویل نن شپه د قام په سیاسي تاریخ کې یو سنگ میل ایښودل کیږي ځکه چې دا وړمبی ځل دی چې د هیواد په تاریخ کې یو لوې سیاسي گوند یوه میرمن د صدارت دپاره د امیدوارې په توگه وړاندې کړه.

په هیواد کې د سیاسي اتحاد او یوالي په باره کې میرمن کلنټن وویل هغه به په هیڅ کوم مذهب پابندي نه لگوي، چې په غیر مستقیم ډول د ډونلډ ټرمپ هغه وینا ته اشاره وه چې هغه پکې امریکې ته د مسلمانانو په راتگ د پابندۍ خبره کړې ده.

میرمن کلنټن وویل د هیواد د امیگریشن یا د مهاجرت په نظام کې به په پراخه کچه اصلاحات کولی شي ځکه چې ددې په نتیجه کې کورنۍ د یوبل سره یوځای کیږي او ځکه هم چې دا د انساني خوښوگۍ اقدام هم دی.

د ترهگرۍ د مخنیوي او داعش ته د ماتي ورکولو په اړه، میرمن کلنټن وویل امریکا به د هوايي بمبارۍ، د مقامي ځواکونو د ملاتړ او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو دلارې ددې مسلي حل راوباسي.

هغې وویل که څوک هم خبرونه لولې نو ښه به خبریږي چې د بغداد نه واخلي تر د کابل، د نیس او پیرس نه واخلې تر د برسلز او تر د سین برنډینو پورې د ترهگرۍ خطرات په کومو شکلونو کې موجود دي. هغې وویل د امریکې قامي سلامتیه د سنگینو خطراتو سره مخامخ ده.

د هیواد دننه، میرمن کلنټن د اقتصادي پرمختگ او د منځنۍ طبقې دپاره د بهترو معاشي حالاتو برابرولو لوظ وکړو. هغې صدر براک اوباما او نایب صدر جو بایډن ستاینه وکړه چې هیواد يي د تاریخي اقتصادي بحران نه بچ کړې دي.

میرمن کلنټن صدر براک اوباما ته پیرزونې وړاندې کړې او وې ویل امریکا د صدر براک اوباما د رهنمايي په سبب مظبوط مقام ترلاسه کړی دی. هغې د سینټربرني سینډرز شکریه هم ادا کړه چې په یو وخت کې صدارتي انتخاباتو دپاره په امیدوارۍ کې د هغې حریف وو. هغې وویل دا د برني سینډرز د کوښښونو نتیجه ده چې په اقتصاد او سماجي مسایلو بحث ته مرکزي اهمیت ورکړی کیږي.

ډیموکریټک پارټي د امریکې وړمبی لوی گوند دی چې د هیواد اعلا ترین منصب دپاره يي یوه میرمن ونوموله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG