د امریکې د انصاف محکمې ويلي، د چین د 12 وګړو ضد یې د حکومت د مخالفينو، خبري ادارو، امریکايي ايجنسيانو او پوهنتونونو هدف کولو، او د هغوی د سايبر جاسوسۍ ضد کمپېن چلولو په سر مقدمه درج کړې او فرد جرم پرې لګولی دی.
د عدالتي اسنادو له مخې، د چين د عامه امنيت او رياستي امنيت وزارت د معلوماتو غلا کولو او په ګرده نړۍ کې د ناقدينو لټولو دپاره د شخصي کمپنيانو د هېکرانو نېټ کارولی دی.
د اېف بي آی د سايبر ډويژن مرستيال مشر براين ورنډرن ويلي، د ننني اعلان څخه معلوميږي چې د چين د عامه وزارت د چين په کميونسټ ګوند تنقيد کوونکو، امريکې ته د ډیجيټل تاوان رسولو دپاره هېکرانو ته پيسې ورکوي.
په دغو مشکوکو کسانو کې دوه د عامه وزارت افسران، اته د آی سون کمپينۍ کارکوونکي او دوه نور د پرمختللي ګواښ 27 (APT27) غړي دي.
په واشنګټن کې د چين د سفارتخانې وياند ليو پينګيو اې پي خبري ادارې ته ويلي، دا ناوړه تورونه دي، او دوی تمه لري چې اړونده فریق به مسلکي او زمه واره رويه خپله کړي او د سايبر پېښو په اړه بې بنياده اوازو او تورونو په ځای به پوره شواهد وړاندې کړي.
په چا چې فرد جرم لګول شوی، په دوی کې د قانون نافذونکو او آی سون کمپنۍ چې زياتره کارکوونکي یې هېکران دي، په سر یې د انصاف محکمې لس ميلينه ډالره انعام اعلان کړی دی.
اېف بي آی ويلي، په دغه کمپنۍ تور دی چې د چين استخباراتي او امنيتي خدماتو له معلومات غلا کوي د دې دپاره چې په ګرده نړۍ کې د وينا ازادي او جمهوري عمل د فشار لاندې وساتي، کوم څه چې ياده ډله د چين د حکومت دپاره خطره ګڼي.
ويل شوي، آی سون د ايمېل باکس په کاميابۍ سره هېک کولو باندې د 10,000 څخه تر 75,000 پورې ډالرې اخلي، او کمپنۍ حکومتي ادارو ته تربيه هم ورکوي.
د يادې ډلې هدف د چين په حکومت نيوکې کوونکی غټ مذهبي ډله وه، چا چې وړاندې چين ته مبلغين لېږلي وو او دغه ډلې په چين کې بشري حقونو او مذهبي ازادۍ ته د ودې ورکولو دپاره کار کولو.
په امريکا کې د نيويارک اسمبلي او څو خبري ادارې په نخښه کړل شوي او هغه څوک چې د چین د کميونسټ پارټۍ مخالفت کوي او يا چين ته غېر سنسر شوي خبرونه ورکوي.
د انصاف محکمې ويلي، په بهرنيو هدفونو کې يو مذهبي مشر، د هانک کانګ ورځپاڼه، د تايوان، هند، جنوبي کوريا او انډونيشيا د بهرنيو چارو وزارتونه شامل دي.
د انصاف د محکمې ترمخه، په دغو کسانو د ايف بي آی، د سمندري جرمونو خدماتو او خزانې وزارتو د ګډو پلټنو وروسته فرد جرم لګول شوی دی.
په دې خبر کې ځينې معلومات د اې پي څخه اخستل شوي
Forum