لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حسن روحاني: امریکا "بې رحمه اقتصادي ترهگري" کوي


صدر ډانلډ ټرمپ په خپله وینا کې په ایران الزام ولگولو چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي رامنځته کوي، فرقه ييز اختلافات راپاروي او ایراني حکمرانان د هیواد دولت لوټي خو د ولس د خیر ښېگړې خیال نه ساتي
صدر ډانلډ ټرمپ په خپله وینا کې په ایران الزام ولگولو چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي رامنځته کوي، فرقه ييز اختلافات راپاروي او ایراني حکمرانان د هیواد دولت لوټي خو د ولس د خیر ښېگړې خیال نه ساتي

د ایران صدر حسن روحانی په امریکې د "بې رحمه ترهگرۍ" الزام ولگولو او وه یې وېل په خلیج فارس کې هله امنیت پرځای کېدلی شي چې د ایران امنیت هم یقنیني کړی شی.

حسن روحاني د شورو، چهارشنبې، په ورځ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل ترڅو په ایران لگول شوي اقتصادي پابندۍ لرې نکړی شي د هیواد په اېټمي پروگرام به مذاکرات ونکړي.

حسن روحاني وویل د بندیزونو دلاندې د مذاکراتو په اړه پوښتنې ته "به زمونږ ځواب په نفي کې وي." هغه زیاته کړه هیواد یې د "نړیوال غل" دلاسه "ترټولو بې رحمه اقتصادي ترهگرۍ مزاحمت" کړی دی.

د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې ته د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خپل تقریر کې وویل دنیا ته تر ټولو لویو خطراتو کې ایران هم شامل دی.

صدر ډانلډ ټرمپ په خپله وینا کې په ایران الزام ولگولو چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي رامنځته کوي، فرقه ييز اختلافات راپاروي او ایراني حکمرانان د هیواد دولت لوټي خو د ولس د خیر ښېگړې خیال نه ساتي.

صدر ټرمپ وویل ایران به هیڅ چېرې پرېنږدي چې اېټمي وسلې ترلاسه کړي.

په کال ٢٠١٨ کې صدر ټرمپ امریکا د ایران سره د نړیوالې معاهدې څخه ویستله او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا ولگولې. د صدر ټرمپ د فیصلې وروسته د ایران او امریکې ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

واشنگټن او سعودي عرب د سپټمبر په ١۴ مه نېټه د سعودي عرب د تېلو په دوو مرکزونو د حملو الزام په ایران لگوي خو د حملې ذمه واري د یمن ایران پلوه هوثي باغیانو اخیستې ده او ایران په حملو کې د ککړتیا خبره ردوي.

د ایران خارجه وزیز محمد جواد ظریف د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن ته په یوه مرکه کې ویلي که چېرې د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو د حملې په ځواب کې په ایران حمله وشوه نو بیا به مکمل جنگ پېل شي.

حسن روحاني د ملگرو ملتونو غونډې ته وویل "زمونږ سیمه د تباهۍ په ځنډه ولاړه ده ځکه چې یوه غلطي هم لوې اور بلولی شي."

هغه وویل په سیمه کې به هله امن قایمیږي چې امریکې ترې خپل ځواکونه وباسي.

ایراني صدر د نوم د اخیستلو پرته په گاونډي هېوادونو هم غږ وکړو چې په سیمه کې د ثبات دلاره دې هلې ځلې وکړي. "امنیت د امریکې په وسلو او مداخلت نشي ترلاسه کېدلی...امنیت په پېسو نشي اخیتسل کېدی او نه یې خارجي هیوادونه ورکولی شي."

د ایران گاونډي هیواد پاکستان وزیراعظم عمران خان په نیویارک کې د حسن روحاني او صدر ټرمپ سره لیدلې دي.

عمران خان د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل هغه د امریکې او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي کموولو دپاره هلې ځلې کوي.

عمران خان وویل چې سعودي ولی عهد محمد بن سلمان او خپله ډانلډ ترې په دې لړې کې د کوښښونو غوښتنه کړې وه. صدر ټرمپ ویلي عمران خان خپله وړاندیز کړی و چې هغه په د تاوتریخوالي د کمولو دپاره کوښښ کول غواړي. صدر ټرمپ د دې خبرې په ښکاره توگه تصدیق نه دی کړی چې گني عمران خان نه یې په دې لړ کې د کردار ادا کولو غوښتنه کړې ده.

خو امریکې ترې غوښتنه په خپله خوښه

په نیویارک کې د صدر ډانلډ ټرمپ او د ایراني صدر حسن روحاني سره د لیده کاته وروسته عمران خان د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل امریکې ته د راتگ نه وړاندې یې په سعودي عرب کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ولیدل او هغه هم ورته وویل چې د ایراني صدر سره خبرې وکړه.

عمران خان وویل صدر ټرمپ هم ترې غوښتنه کړې چې هغه دې د تاوتریخوالي کموولو او د ایران سره د نوي معاهدې دپاره کوښښونه وکړي. "نو ما دا خبره (فریقېنو ته) رسولې ده او ...مونږ خپل بهترین کوښښونه کوو."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG