لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د ازادۍ په دستوره د حملې په سازش کې یو تن نیول شوی


د جولايي په څلورمه نېټه د امریکې د ازادۍ د ورځ په مناسبت پریډ یا د لاریون ننداره
د جولايي په څلورمه نېټه د امریکې د ازادۍ د ورځ په مناسبت پریډ یا د لاریون ننداره

د امریکې تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي ویلي یو تن یې نېولی دی چې د جولايي د میاشت په څلورمه نیټه د هېواد د ازادۍ په ورځ یې د اوهایو ریاست په کلیولېنډ ښار کې د حملې اراده څرگنده کړې وه.

ایف بي ايي د نیول شوي تن شناخت د ډېمېټرس پټس په نوم کړی دی او ویلي یې دي چې هغه د القاعده سره د خپل تړون څرگندونه کړې ده.

دغه تن د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ایف بي ايي د یو افسر سره د لیدلو ورسته ونیول شو. ویل کیږي چې ډېمېټریس پټس د ایف بي ایي خفیه افسر ته وویل چې د ازادۍ په ورځ د پریډ یا د لاریون په لاره یې د بم ښخولو منصوبه جوړه کړې ده.

په کلیولېنډ کې د ایف بي ايي د دفتر مشر سټیون اینتوني د گل، دوشنبې، په ورځ خبري غونډې ته وویل چې د ډېمېټریس پټس د تشدد حمایت او د خارجي ترهگر ډلې سره الحاق د تشویش خبره ده.

سټیون اېنتوني وویل په فېس بک هم د ډېمېټریس پټس پوسټونه د اندېښنې وړ دي چې پکې د ټوپکونو او لاسي بمونو د چلولو خبره شوې دي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ایف بي ايي د خفیه افسر سره خبرو کې ډېمېټرس پټس د جولايي په څلورمه نېټه په کلیولېنډ کې د ترهگرۍ حمله کې د برخه اخیستلو، د امریکايي عسکرو، د هغوې د خپلوانو په وژلو او په حکومتي مامورینو حملو کې د شریکیدو خواهش څرگند کړو.

په اوهایو کې د سرکاري وکیل دفتر وویل چې د القاعده غوندې خارجي ترهگرې ډلې سره د تعلق او ملاتړ په الزام ډېمېټرس پټس ته د ٢٠ کاله قېد سزا ورکړی کیدی شي.

پټس امریکايي شهري دی او ویل کېږي چې هم په هېواد کې دننه یې د تندروۍ لار نېولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG