لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې انصاف وزارت د مرګ سزا عملي کوولو دپاره د ډزو او زهرجن ګېس د استعمال اجازت ورکړی


د مرګ سزاکانو په اړه معلوماتي مرکز ډېت پېنلټي انفارمېشن سېنټر ترمخه د امریکې په زیاترو ریاستونو کې د مرګ سزا عملي کوولو دپاره زهرجنه یا مهلکه ستن استعمالیږي د دې باوجود چې نورې طریقې هم قانوني دي
د مرګ سزاکانو په اړه معلوماتي مرکز ډېت پېنلټي انفارمېشن سېنټر ترمخه د امریکې په زیاترو ریاستونو کې د مرګ سزا عملي کوولو دپاره زهرجنه یا مهلکه ستن استعمالیږي د دې باوجود چې نورې طریقې هم قانوني دي

د امریکې د انصاف وزارت د مرګ سزا عملي کوولو دپاره په موجوده طریقه کار کې د بدلون اجازت ورکړی دی چې ترمخه به یې د مرګ سزا شويو کسانو ساه د زهرن جنې ستن ترڅنګ په زهرجن ګېس، په ډزو او د بجلۍ په شاټ هم اخیستل کېدی شي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د مرګ سزا په اړه ترمیم شوی قانون د جمعې په ورځ په فېډرل رېجسټر کې شایع شوی. فېدرل رېجسټر د امریکې د حکومت مجله ده چې پکې د حکومت فېصلې په رسمي ډول درج او محفوظې ساتل کېږي.

په پاکستان او د نړۍ په یو شمېرملکونو کې د مرګ سزا د سزا شوي کس په تېزندي یا پانسي کوولو عملي کیږي.

د سزای موت په اړه د امریکې د نوي ترمیم شوي قانون دلاندې به د سزا شويو کسانو ساه د زهرجنې ستن تر څنګ د هر ریاست د خپلې قانوني طریقې د دلارې هم اخیستل کېدلی شي چې پکې د بجلۍ شاټ، د نایټروجن ګېس ورکوولو او یا سزا شوي کسان د ډزو ډلې یا فایرنګ سکواډ ته وړاندې کوول شامل دي.

د ای پي رپورټ وايي په یو شمېر ریاستونو کې د مرګ سزا شویو کسانو ژوند د بجلۍ د شاټ، زهرجن ګېس او په ډزو ختمېدلی شي.

رپورټ وايي دا به کتل وي چې ایا د انصاف وزارت به د مرګ سزا عملي کوولو دپاره د زهرجنې ستنې نه علاوه د نورو طریقو د استعمال غوښتنه هم کوي او که په موجوده وخت کی یې یوازې د نورو طریقو د استعمال اجازت ورکړو.

د مرګ سزا په اړه ترمیم شوی قانون به د ډسمبر د میاشت د ۲۴ نېټې څخه نافذ شي ای پي وايي دا په داسې حال کې چې د انصاف وزارت د پنځو سزا شویو کسانو سزاګانې عملي کوولو دپاره نېټې ټاکلي دي.

د انصاف وزرات يو چارواکي ای پي ته وویل وفاقي حکومت به هیڅ کله هم د کوم د مرګ سزا شوي تن ژوند د ختموولو دپاره د فایرنګ سکواډ او یا د بجلۍ د شاټ غوښتنه وه نکړي تر څو د هغه ریاست حکومت یې خپله منظوري نه وي ورکړي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د مرګ سزا په اړه قانون کې بدلون به په امکاني توګه د ډېموکرېټک ګوند او د سزای موت د مخالفینو د طرفه غبرګون راوپاروي.

د نومبر په صدارتي انتخاب کې کامیاب بلل شوي د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جو بایډن یو ترجمان ویلي نو منختب صدر اوس او په اینده کې به هم د مرګ سزا مخالفت کوي خو دا یې وه نه وېل چې ایا د جوبایډن د صدارت په مهال به د مرګ په سزاګانو عمل وځنډول شي او که نا؟

د واک من ريپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت مشر حکومتي وکیل یا څارنوال اټرني جنرل وېلیم بار د مرګ په سزاګانو عمل د ۱۷ کلونو د جمود ورسته بیا بحال کړل.

د مرګ سزاکانو په اړه معلوماتي مرکز ډېت پېنلټي انفارمېشن سېنټر ترمخه د امریکې په زیاترو ریاستونو کې د مرګ سزا عملي کوولو دپاره زهرجنه یا مهلکه ستن استعمالیږي د دې باوجود چې نورې طریقې هم قانوني دي خو په داسې مهال چې د زهرجنې ستن ترلاسه کېدل مشکل شوي ځینې ریاستونه د نورو طریقو په استعمال غور کوي.

په اېلاباما، اوکلاهوما او مسېسېپي ریاستونو کې د نایټروجن ګېس دلارې د مرګ سزا شوي تن ساه اخیستل کېدلی شي.

په ځېنو ریاستونو کې د مرګ سزا شوي قیدیانو خپله د دوی ژوند د ختموولو لاره غوره کولی شي لکه په فلورېډا ریاست کې سزا شوی تن د بجلۍ په شاټ د ژوند د ختموولو غوښتنه کولی شي او په واشنګټن ریاست کې سزا شوی تن د تېزندي کېدو لاره غوره کولی شي.

په یوټا ریاست کې د ۲۰۰۴ ته وړاندې د مرګ سزا شوي کسانو په ډزو د فایرنګ سکواډ ویشتل کېدو طریقه انتخاب کوولی شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG