لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د مېکسیکو سره خپله پوله تړلې


US/Mexico
US/Mexico

امریکايي چارواکو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د مېکسیکو او سېن ډیاګو تر مېنځه سرحدي چېک پوسته یا د تګ راتګ لاره د هرقسمه ګاډو لپاره وتړله.

امریکايي چارواکو دغه ګام وروسته د هغې پورته کړې چې د مېکسیکو دغه سرحدي ښار ته ګڼ شمیر غیرقانوني کډوال رارسیدلي.

د ۵۰۰و نه سېوا سړو، ښځو او ماشومانو د اتوار په ورځ د مېکسیکو د پولیسو لخوا لګول شوي عارضي خنډانو تیر شوي. وروسته د دغې امریکايي سرحدي ځواکونو په دغو کډوالو وښکې بهیونکي ګېس ورولی. په دغه مهال امریکايي هیلي کاپټرو هم د کډوالو څارنه کوله.

د مرکزي امریکايي هیوادونو نژدې ۵۰۰۰ غیرقانوني کډوال په نژدیو ورځو کې د مېکسیکو توانا ښار ته رسیدلي.

دغه کډوال په خپلو هیوادونو کې د غربت او تشدد د لاسه په خپلو ملکونو پریښودو مجبوره شوي. دغه کډوال د یوې قافلې یا کاروان په شکل کې د مېکسیکو توانا ښار ته رسیدلي. دغه ښار د امریکا کېلیفورنیا ایالت سېن ډیاګو سره په پوله پروت دی.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ا مریکا صدر ډانلډ ټرمپ د مېکسیکو او مرکزي امریکايي هیوادونو مشرانو ته خواست کړی وو چې د کډوالو دغه ګڼه دې ودروي. صدر ډانلډ ټرمپ دغه خواست په داسې وخت کړی چې مېکسیکو يې وړاندې هغه خواست رد کړې چې په امریکا کې پناه غوښتونکي کډوالو د پناه خواست د قبلیدو پورې دې دغه کډوال په مېکسیکو کې پریږدي.

صدر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر لیکلي: ٫٫ دا به ډیر ښه وه که چرېمېکسیکو دغه قافله زمونږ پولې ته د رارسیدو وړاندې ودرولې وی. او یا چې دغه خلک د کومو هیوادونو نه راوتي هغوي دې سفر ته نه وی پریښودلي.٬٬

صدر ټرمپ په خپل ټوېټ کې لیکلي دغه یوه لاره ده چې دغه هیوادونه خپل ځېني خلک د خپل هیواده اوباسي او دلته امریکا ته يې رالیږي. دغه کار به نور نه کیږي.

صدر ټرمپ یو وارې بیا په مخالفه ډیمو کریټ ګوند تور لګولی او ادعا يې کړی ٫٫ دوې دغه ستونزه جوړه کړې.٬٬

د خالي یا شنبې په ورځ ناوخته صدر ټرمپ د دغه کډوالو په اړه ویلي وو چې دوي به امریکا ته داخیلیدو ته تر هغې نه پریږدي، تر څو چې د دوي د پناه غوښتنې خواستونه په عدالتونو کې قبولې شوي نه وی.

صدر ټرمپ ویلي یواځې هغه خلک به امریکا ته پریږدي چې قانوني اسناد لري. د دغې علاوه د کډوالو لپاره ډیره سخته پالیسي، د هغوي نیول او په جیلونو کې بندول دي.

مېکسیکو ته رارسیدلي دغه کډوالو کې زیات تره د ګوېټېماله، هنډوراس او السلوا ډور سره تعلق لري.

د خالي په ورځ صدر ټرمپ په ټوېټر ویلي وو چې دغه ټول به په مېکسیکو کې پاتې کیږي. او که حاجت راغی نو د مېکسیکو سره خپل جنوبي سرحد به هم تړو.

په مېکسیکو کې به نوی حکومت د راتلونکي خالي یا شنبې په ورځ څوګند پورته کوي. نوي حکومت د وړاندې نه د امریکايي صدر دغه خواست رد کړی چې ګنې دوي به دغه کډوالو ته په خپل هیواد کې ځاې ورکوي. د مېکسیکو راتلونکي داخله وزیرې اولګاسېنچیز په یو بیان کې ویلي د امریکا او مېکسیکو تر مېنځه داسې هیڅ قسمه لوظنامه نه شته.

د ا مریکا واشنګټن پوسټ اخبار یو څو ساعته وړاندې په یو خبر کې ویلي چې د مېکسیکو نوي حکومتي انتظامیه په دې راضي شوې چې په مېکسیکو کې د لږ وخت لپاره پاتې شي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د وړاندې نه امر کړی چې کوم خلک په غیر قانوني لارو امریکا ته داخلیږي د هغوي د سیاسي پناه خواستونه به نه قبلوي. خو د امریکا یو وفاقي جج یا قاضي د صدر ټرمپ دغه امر رد کړی چې وروسته بیا امریکايي صدر په دغه ګام سختې نیوکې هم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG