لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د شمالي کوریا د کم جانګ اون سره د ملاقات په اړه خوشبینه دی


د سنگاپور خارجه وزیر ویوین بلاکریشنن سنگاپور ته په رسیدو د کم جانگ اون هرکلی وکړو
د سنگاپور خارجه وزیر ویوین بلاکریشنن سنگاپور ته په رسیدو د کم جانگ اون هرکلی وکړو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کم جانګ اون دواړه د اتوار، یکشنبې، په ورځ سنگاپور ته رسیدلې دي.

صدر ټرمپ او کم جانگ اون به د نهې، سه شنبې، په ورځ په سنگاپور کې تاریخي غونډه کوي.

سنگاپور ته د رسیدو نه وړاندې خبریالانو سره خبرو کې صدر ټرمپ وویل د کم جانگ اون سره د ملاقات په اړه باوري دی خو وې ویل چې دا لا نه معلومیږي چې د لیده کاته نتیجه به څه وي.

صدر ټرمپ وویل د شمالي کوریا مشر هم د خپل ولس دپاره ښه کار ترسره کول غواړي او که چېرې دا خبرې کامیابې نشوې نو د صدر ټرمپ په وینا کم جانگ اون به بیا داسې موقع ترلاسه نکړی شي.

کینیډا کې د نړۍ اووه شته مند ملکونو د غونډې نه سنګاپور ته د روانیدو وړاندې د وایس آف امریکا د یو پوښتنې په ځواب کې ډانلډ ټرمپ وویل د امریکې یو ناست صدر او د یو داسې شاهي کورنۍ غړي ترمنځ غیر معمولي ملاقات په اړه پوره باور محوسوي چا چې د درې لسیزو پورې د نړۍ یو ځان نه له پاتې شوی ریاست د خپل سخت کنټرول لاندې ساتلی.

ډانلډ ټرمپ ویلي دده د نیم عمر برابر کم جانګ اون د خپلو خلکو لپاره غټ څه کول غواړي خو نوموړي خبرداری ورکړو چې د کم سره به دا موقع بیا په لاس رانشي که چرې دغه خبرې ناکامه شوي. ښاغلي ټرمپ د امریکې سره د سفارتکارۍ په اړه د شمالي کوریا لپاره دا یواځینۍ موقع وبلله.

ډانلډ ټرمپ او د هغه د انتظامیې نورو مشرانو ویلي شمالي کوریا د نیوکلیاي وسلو او د اوږدې فاصلې پورې ویشتونکو میزایلو نه پاکولو په سر د کم جانګ اون نه وعدو اخستو کې پرمختګ شوی. ددغه پرمختګ په نتیجه کې د امن یو تړون مخې ته راتلی شي او په کوریايي جزیره کې د ۷۰ کالو راهسې د جنګ په رنګ وضعه په رسمي توګه ختمیدی شي.

ډانلډ ټرمپ د خالي په ورځ ویلي د شمالي کوریا مشر سره د ملاقات شروع کیدو سره سم به هغه ته معلومه شي چې د دغه هیواد سره د امن تړون ممکن دی او که نه.

نوموړي وویل هغه ته به د کم جانګ اون سره د ملاویدو په اولني منټ کې ددې پته اولګي.

امریکاي صدر زیاته کړه که چرې هغه ته دا احساس وشو چې خبرې مثبت نه دي نو هغه بیا خپل او د کم جانګ اون وخت ضایع کول نه غواړي.

ډانلډ ټرمپ د کم جانګ اون په اړه زیات معلومات ترلاسه کولو کې د مشکلاتو خبره ومنله څوک چې په نړیوال سټیج باندې د نیشت برابر تجربه لري او په اړه يې نړیوالي استخباراتي ادارې د شخصي بنیادي معلوماتو نه وراخوا زیات معلومات نه لري.

ډانلډ ټرمپ وویل کم جانګ اون یو داسې مشر دی چې په حقیقت کې یو ناپېژندلی تن دی خو زیاته کړې ددې هرڅه باوجود دی د یو مثبت جذبې سره د خبرو اترو لپاره ورځي او دا چې ددغه ملاقات لپاره پوره تیار دي.

اخوا د شمالي کوریا مشر کم جانګ اون نن د اتوار په ورځ په یو چینایي جهاز کې سنګارپور ته رسیدلی.

ډانلډ ټرمپ هغه نیوکې رد کړي چې ګنې د شمالي کوریا د مشر سره د امریکاي صدر ملاقات یو غټه مرسته ده چې په بدل کې به ترې هیڅ هم حاصل نه شي. نوموړي د پیانګ یانګ د ښه نیت ذکروکړو چې په وروستیو ورځو کې يې په دغه هیواد کې بندي درې امریکایان راخوشي کړي او زیاته کړې د قیدي امریکايانو راخوشې کول د ده لپاره کافي دي چې د کم جانګ اون سره د ملاقات لپاره ورشي.

د صدر ټرمپ سره په سفر امریکاي چارواکي او څیړونکې دا خبره مني چې د یو اړخ نه هم ډېر معمولي څیز د دواړه مشرانو نه یو د خبرو اترو نه په فوري توګه پاسیدو ته هڅولی شي.

ډانلډ ټرمپ سنګاپور ته د تګ وړاندې د سویلي کوریا مشر مون جی این، د جاپان وزیراعظم شینزو آبی او د چین صدر شي ژن پنګ سره خبرې اترې کړي. دغه ټول مشران د کم جانګ اون او صدر ټرمپ ترمنځ ملاقات نه ترلاسه کیدونکو نتیجو کې مفادات لري.

د صدر ټرمپ سره خارجه وزیر ماییک پامپییو، د قامي امنیت صلاح کار جان بولټن، د وایټ هاوس چیف آف سټاف جان کیلي او د قامي امنیت شورا نور چارواکي هم سفر کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG