د امریکې د ورجینیا ټېک سکول اف کمیونیکېشن د ملټي میډیا صحافت پروفېسر مایکل هارننګ وايي دا به کتل وي چې د نهې، سه شنبې، په ورځ کېدونکو صدارتي انتخاباتو ته سوشل میډیا څنګه عکس العمل ښايي.
هارننګ وایي که په فوري معلومه د ووټونو نتېجې معلومې نشوې نو بیا به دغه خلا په سوشل میډیا هر قسمه سازشي مفروضې او غلطو خبرونو ته د خوریدو موقعی پېدا کړي.
پروسږ کال د امریکې څیړنیزې ادارې پیو ریسرچ سنټر (Pew Research Centre) د سوشل میډیا د استعمال په حقله خپل تحقیق کې موندلي وو چې په امریکه کې 72% خلک د سماجي رابطو یو پلیټ فارم ضرور استعما لوي او دا هم چې د سماجي ټولنو په دې پلیټ فارمز کې یوټیوب او فیس بک بیا تر ټولو زیات کتل کیږي.
چې د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د انټرنیټ او د سوشل میډیا استعمال کې هم اضافه شوي.
څیړنکاران وايي، پدغه صورتحال کې دا خبره ردول ناممکنه دا چې وران کاري به د دی موقعی نه ګټه نه پورته کوي.
خو د انتخاباتو په حقله غلط یا د دروغو خبرونه څه کیدی شي؟ او خلک تي اثر څنګه اخېستی شي؟
په دې حقله پروفیسر هارننګ وايي، د انتخابي عمل په حقله د دروغو خبرونو هدف یو سیاسي امیدوار کیدی شي او لیدل کېږي چې په سوشل میډیا په نیم حقیقت او په نیمو دروغو جوړ خبرونه خوریږي. "تر څو چې په خلکو د دی د اثر خبره ده نو نا تایده معلومات د یو امیدوار په حقله ستاسو سوچ باندي اثر غورځولی شي. خو ضروري نه ده چې د ستاسو ټول خوي بدل شي. مطلب داچې دغه خبروني د یو سیاسي پارټۍ سره د تعلق په بنیاد جوړه شوي ستاسو خوښه یا کرکه زیاتولی یا کمولی شي."
د پروفیسر هارننګ په وینا د سیاسي پارټۍ سره د تعلق په بنیاد جوړ دغه تعصب یا Partisan Bias ته هوا ورکوولو مطلب دی چې په خلکو کې تقسیم پیدا کړی شي او زغم ختم کړی شي.او دا تقسیم په راتلونکي کې د سیاستدانانو دپاره په ځیني پالیسیانو د یوه بل سره د مفاهمت او جوړ جاړي په لړ کې چیلنجونه سیوا کولی شي.
د 2016 د الیکشن نه پس په سوشل میډیا پلیټ فارمز هم فشار جوړ شو او د فیس بک په شمول ټویټر، انسټاګرام او نورو ددی خبرونو مخه نیولو دپاره په خپل سر ګامونه هم پورته کړه.
خو د حکومت او د ادارو لخوا څه کوټلې ګامونه اغستې شوي او که نا؟ ددی پوښتنې جواب کې پروفیسر هارننګ وايي چې نا.
هغه وايي د پالېسۍ په مد کې هیڅ حرکت نه لیدل کېږي چې یو قانون جوړ کړی شي. چې د سوشل میډیا کمپنیانې څنګه د غلطو خبرونو مخه ونیسي. " زه به دا هم ویل غواړم چې په دی معامله کې د سینسرشپ خبره هم راتللی شي. او ځما تحقیق په رڼا کې زه ویلی شم چې خلک هم په سوشل میډیا د حکومتي مداخلت ډیر ملګرې نه دي بلکه غواړي چې د سوشل میډیا کمپنانې دي پخپله په خپل مواد نظر وساتي."
د پوهانو په نظر کې که چېري د دی غلطو خبرونو مقصد نیغ په نیغه د انتخاباتو په نتایجو اثر غورځول نه هم وي خو هدف يي دا ضرور وي چې د امریکا په جمهوري عمل باندي د خلکو یقین کمزوری کړی شي او د خلکو په زړونو کې شکونه پیدا کړی شي.