لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د وایټ هاوس نه رخصت شو


صدر ټرمپ په هېلې کاپټر کې د وایټ هاوس نه د هوايي پوځ مرکز جواینټ بېس اېېډریوز ته ورسېدو. ایرفورس ون جهاز ته د ختلو نه مخکې صدر ټرمپ ته د سور قالین ترڅنګ د ۲۱ توپو سلامي ورکړی شوّه او پوځي بېنډ موسیقي وغږوله. په دې موقع قریباً ۲۰۰ مېلمانه موجود وو
صدر ټرمپ په هېلې کاپټر کې د وایټ هاوس نه د هوايي پوځ مرکز جواینټ بېس اېېډریوز ته ورسېدو. ایرفورس ون جهاز ته د ختلو نه مخکې صدر ټرمپ ته د سور قالین ترڅنګ د ۲۱ توپو سلامي ورکړی شوّه او پوځي بېنډ موسیقي وغږوله. په دې موقع قریباً ۲۰۰ مېلمانه موجود وو

صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت څلور مېعاد سر ته د رسولو وروسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وایټ هاوس نه رخصت شو او په اخېري ځل په صدارتي جهاز "اېرفورس ون" کې په فلورېډا ریاست کې خپل کور ته روان شو.

د وایټ هاوس نه د وتلو په وخت صدر ټرمپ وویل د صدارت په چوکۍ پاتې کېدل د "ټول ژوند افتخار" و.

صدر ټرمپ په هېلې کاپټر کې د وایټ هاوس نه د هوايي پوځ مرکز جواینټ بېس اېېډریوز ته ورسېدو. ایرفورس ون جهاز ته د ختلو نه مخکې صدر ټرمپ ته د سور قالین ترڅنګ د ۲۱ توپو سلامي ورکړی شوّه او پوځي بېنډ موسیقي وغږوله. په دې موقع قریباً ۲۰۰ مېلمانه موجود وو.

هوايي جهاز ته د ختلو نه وړاندې صدر ټرمپ د خپل څلور کلن حکومت ستاینه وکړه او وه یې وېل چې په دې وخت کې یې ډیرې کامیابۍ ترلاسه کړي دي.

صدر ټرمپ نوي حکومت ته د کامیابۍ دعا او نېک خواهشات یې ورته وړاندې کړي

د ډانلډ ټرمپ د صدارت څلور کلنه دوره د شورو، چهارشنبې، په ورځ سر ته رسې او هم په دې ورځ د صدر ټرمپ جانشین نومنتخب صدر جوبایډن د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.

صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وایټ هاوس نه رخصت شي.

د نهې، سه شنبې، په ماښام د د مخه ښه یا د الوداع په خپل پېغام کې صدر ټرمپ نوي حکومت ته دعاګانې وکړي او نېکې هېلې یې ورته وړاندې کړي دي.

صدر ټرمپ د جو بایډن نوم د اخیستلو بغیر په خپل وډیو پېغام کې وویل دا هفته به د نوي انتظاميي پرانېسته کیږي او " امریکا محفوظه او سوکاله ساتلو کې کامیابۍ دپاره ورته دعا کوم."

صدر‌ ټرمپ وویل نوي حکومت ته "بهترنې هېلې وړاندې کوم او غواړم چې خوش نصیبه وي چې ډیر ضروردي لفظ دی."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG