د امریکې وال سټریټ جرنل ورځپاڼه وايي په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خصوصي استازې زلمي خلیلزاد په قطر کې د جمعې په ورځ د طالبانو سره خبرې وکړې.
رویټرز خبري اداره وايي سټیټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت د وال سټریټ د خبر نه تاید او نه یې تردید کړی خو وې ویل ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د امن په لړ کې یو شمیر ملاقاتونه کړې دي.
د سټیټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) رویټرز خبرې ادارې ته د نوم نه څرگندولو په شرط وویل نه خو د کوم خاص ملاقات تصدیق کولی شي او نه هم د دا جزیات ورکولی شي چې گنې په کومو موضوعاتو خبرې شوي دي.
رویټرز ته وویل شو چې "خصوصي استازي خلیلزاد په افغانستان کې د مفاهمت لارې چارې لټولو دپاره د خپل سفر په مهال د یو شمیر ونډه لرونکو سره یو شمیر ملاقاتونه کړې دي."
د جولايي په میاشت کې د مرکزي او جنوبي ایشیا دپاره د امریکې سفېرې مېرمن اېلس ویلز هم په قطر کې د طالبانو سره ابتدايي خبرې کړې دي. دغه غونډې ته د خبرو په اړه د خبرو نوم ورکړی شوی و، رویټرز وویل.
زلمی خلیل زاد د اکتوبر د څلورمې نېټې راهسې د افغانستان، پاکستان، سعودي عرب او د قطر په سفر و.
د سټیټ ډپارټمنټ ترمخه، د خلیلزاد د سفر مقصد دا و چې طالبان د مذاکراتو میز ته د راوستلو لارې چارې ولټوي.