لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس غړي وايي طالبان د امن معاهدې خلاف ورزي کوي


صدر اشرف غني افغان ځواکونو دغه امر د نهې، سه شنبې، په ورځ په داسې حال کې ورکړو چې په افغانستان کې په بیلابېلو حملو کېله ۴۰ زیات کسان ووژل شو،  اکثره وژل شوي او ژوبل شوي کسان عام خلک وو
صدر اشرف غني افغان ځواکونو دغه امر د نهې، سه شنبې، په ورځ په داسې حال کې ورکړو چې په افغانستان کې په بیلابېلو حملو کېله ۴۰ زیات کسان ووژل شو،  اکثره وژل شوي او ژوبل شوي کسان عام خلک وو

د امریکې د کانګرس دوو غړو په افغانستان کې د امن په لړ کې د طالبانو په نیت پوښتنې راپورته کړي دي.

د کانګرس د نمایندګانو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز د خارجه چارو کمیټۍ مشر اېلیټ اېنګل او د کمېټۍ غړي مایکل مېککال وویل په افغانستان کې په تشدد کې "ډرامايي اضافه" امریکې سره د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه لاس لیک شوي د طالبانو د لوظنامې خلاف ورزي ده چې د منلو وړ خبره نه ده.

د کانګرس د نمایندګانو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز د خارجه چارو کمیټۍ مشر اېلیټ اېنګل او د کمېټۍ غړی مایکل مېککال
د کانګرس د نمایندګانو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز د خارجه چارو کمیټۍ مشر اېلیټ اېنګل او د کمېټۍ غړی مایکل مېککال

د کانګرس دواړو غړو د جمعې په ورځ په یو مشترکه بیان کې وویل "په افغان ځواکونو د طالبانو دوامداره حملې مونږ دې ته جوړوي چې وپوښتو آیا طالبان به خپلې ژمنې پوره کړي، د امن په لورې پرمختګ به د خطر سره مخامخ کړي او مذاکرات به د وړاندې تلو نه ودروي."

د رېډیو فري یورپ د رپورټ ترمخه د کانګرس غړو په افغانستان کې په ټولو فریقېنو غږ وکړو چې زر تر زره ډز بندي او د امن په لوري د ګامونو ملاتړ دې وکړي.

په افغانستان کې د تشدد د پر له پسې پېښو وروسته، صدر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې "د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو" پر ضد دې پوځي عملیات بېرته پیل کړي.

صدر اشرف غني افغان ځواکونو دغه امر د نهې، سه شنبې، په ورځ په داسې حال کې ورکړو چې په افغانستان کې په بیلابېلو حملو کېله ۴۰ زیات کسان ووژل شو، اکثره وژل شوي او ژوبل شوي کسان عام خلک وو.

طالبانو وویل په کابل او ننګرهار کې د نهې، سه شنبې، په ورځ حملو کې دوی لاس نه لري خو د افغانستان نایب صدر امرالله صالح بیا هم ګوته طالبانو ته نیولې ده.

د کانګرس د غړو نه وړاندې د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر هم سولې سره د طالبانو د تړون په اړه بې باوري څرګندونه کړې وه خو هغه ووېل افغان حکومت هم په دې لړ کې خپلې ژمنې سر ته نه رسوي.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره سولې لوظنامه لاس لیک کړې ده. په ورستیو ورځو کې خلیلزاد د هندوستان، پاکستان او قطر یو وارې بیا سفرونه کړي دي او هلته د طالبانو او حکومتي مامورینو سره د افغان سولې په موضوع خبرې کړي دي.

امریکې سره د لوظنامې لاندې په امریکا د افغانستان څخه خپل ځواکونه په اینده ۱۴ میاشتو کې وباسي، طالبان او افغان حکومت به د یو بل قیدیان ازادوي، طالبان به د افغان حکومت په شمول بین الافغاني مذاکراتو کې شرکت کوي او د دا ضمانت به ورکوي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي.

خود معاهدې وروسته طالبانو په افغانستان کې حملې زیاتې کړي دي.

طالبانو ولې حملې زیاتې کړي؟ آیا د دې په نتیجه کې د امریکې او د طالبانو معاهده لمنځه تللی شي؟

د وي او ای اشنا څانګې د دغو پوښتو په ځواب کې په واشنګتن کې د بروکنګز انسټېتیوشن څیړونکی مایکل او هېلین څه ډیره خوشبېني څرګنده نکړه او ویې وېل"زه پرېشانه شم د ووینم طالبان په حقیقت کې په دی پړاو په تشدد کې زیاتوالي نه کار اخلي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG