لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطینیان او اسراییلیان د امن ژوند برابر حق لري - صدر بایډن د اختر په ویاړ آنلاین دستوره کې


د امریکا صدر جو بایډن
د امریکا صدر جو بایډن

د امریکا صدر جو بایډن وایي د هغه انتظامیه هم له فلسطینیانو سره او هم له اسرایلیانو سره، د یو پایدار سکون دپاره کار کوي. صدر بایډن د اتوار/یکشنبې په ورځ د اختر په مناسبت یو ویډیویي پیغام کې وویل: «مونږ په دې هم باور لرو چې فلسطینیان او اسراییلیان په برابره توګه د دې مستحق دي چې په حفاظت او امن کې ژوند وکړي او د آزادۍ، خوشحالۍ او جمهوریت په برابر ډول خوند واخلي.»

د بایډن دا ویډیویي پیغام د یکشنبې/اتوار ورځې په مازدیګر د اختر لمانځلو په یوې وېرچوال یا آنلاین دستورې کې خپور شو چې دا دستوره د وایټ هاوس له خوا تنظیم شوې وه.

بایډن دې دستورې ته پخپل ویډیویي پیغام کې چې له وړاندې ریکارډ شوی و، زیاته کړه چې په مشرق وسطی کې د سکون دپاره، د هغه انتظامیه له فلسطینیانو او اسراییلیانو نه علاوه، په سیمه کې د امریکا له اتحادیانو سره هم خبرې کوي.

په همدې حال کې د امریکا خارجه وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په اسرايیل، غزه، او لویديځه غاړه کې د تشدد وروستیو پېښو په اړه د قطر، مصر، او سعودي عرب له خارجه وزیرانو سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

د امریکا خارجه وزارت په بیان کې راغلي چې بلېنکن د مصر له بهرنیو چارو وزیر سامح شکري سره په خبرو کې «په خپلې دې غوښتنې ټینګار وکړ چې ټول اړخونه دې کشیدګۍ راکمې کړي او تشدد دې ختم کړي، کوم چې په کې عام اسراییلیان او فلسطینیان وژل شوي، په شمول د ماشومانو.»

یاده دې وي چې مصر، قطر او ملګرو ملتونو کوشش پیل کړی چې د اسراییل او فلسطیني ډلو ترمنځ ډزبندي وکړي، خو تر اوسه دې کوشش کوم نتیجه نده ورکړې.

د امریکایي مسلمانانو د تنظیمونو غبرګون

د امریکایي مسلمانانو د روابطو کاونسل (کائیر) چې یو غیر حکومتي تنظیم دی او په امریکا کې د مسلمانانو د حقونو دپاره کار کوي، د وایټ هاوس لخوا اختر په ویاړ جوړه شوې دستوره بایکاټ کړې ده. د کائیر تنظیم ویلي چې د اسراییل او فلسطینیانو په وروستۍ لانجه کې د بایډن انتظامیې موقف او غبرګون، دوی «سخت مایوسه او خفه» شوي دي.

د کائیر ترڅنګ، امریکا کې د مسلمانانو یو شمېر نورو تنظیمونو هم دا دستوره بایکاټ کړې ده.

د کائیر تنظیم یو مشر نهاد عوض
د کائیر تنظیم یو مشر نهاد عوض

د کائیر یو مشر، نهاد عوض په دې اړه جاري شوي بیان کې ویلي: «صدر بایډن دا سیاسي اختیار او اخلاقي صلاحیت لري چې دغه بې انصافۍ ختمې کړي. مونږ له هغه غواړو چې د ظلم ښکار شویو کسانو تر څنګ ودریږي، نه د هغه چا ترڅنګ چې خلک د ظلم ښکار ګرځوي.»

تر دې وړاندې، کائیر چې په امریکا کې د مسلمانانو تر ټولو لوی تنظیم ګڼل کیږي، خلک دې ته تشویقول چې د وایټ هاوس په آنلاین اختریزه دستوره کې برخه واخلي. مګر د دستورې نه یوه ورځ وړاندې یې بایکاټ اعلان کړ.

د بایډن د اختریز پیغام نور اړخونه

د امریکا صدر جو بایډن د مسلمانانو د اختر په ویاړ خپل ویډیویي پیغام کې، په داسې حال کې چې مېرمن یې جېل بایډن هم ترڅنګ ولاړه وه، وویل چې ټول خلک باید وکړای شي د کوم یرې او تشدد نه بغیر، خپلې دیني دستورې پر ځای کړي. هغه زیاته کړه چې په دې کې «مونږ له تاسو سره ولاړ یو».

بایډن د دې ملاتړ مثالونه هم ورکړل او ویې ویل چې امریکا ته د مسلمانانو په سفر «شرمناکه پابندي» یې ختمه کړه او انتظامیه به یې د ټولو خلکو، «په شمول د چین د اویغوریانو، او برما کې د روهېنګیاییانو» د مذهبي آزادۍ دپاره غږ اوچتوي.

صدر بایډن په نړۍ کې د کرونا وبا د لاسه راغلي مصیبت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «د اختر په دې موقع، مونږ ټول هغه کسان چې نړۍ کې رنځ ګالي، په خیال کې ساتو. مونږ د هند خلک – د هغه ملک د مسلمانانو په شمول – په زړه کې ساتو، کوم چې د دې عالمي وبا له تباه کوونکې څپې سره مخامخ دي.»

امریکا کې د صدارت چوکۍ ته د رسېدو نه پس، دا د مسلمانانو د اختر په ویاړ د جو بایډن اولنۍ وینا وه.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG