لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امریکا لخوا د جمهوریت په اړه رابلل شوې ناستې کې د ګډون نه انکار وکړ


ټاکل شوې ده چې د زیارت او جمعې په ورځو، د امریکا په بلنه د ډېماکراسۍ یا جمهوریت په باب یوه ستره وېرچوال (آنلاین) بین الاقوامي ناسته وشي، چې په دې کې د لسګونو نورو هېوادونو ترڅنګ، پاکستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده. خو پاکستان دې ناسته کې د برخې اخیستو نه انکار وکړ.

د پاکستان خارجه وزارت د شورو/چهارشنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل چې د امریکا سره به په یو شمېر مسایلو رابطې ساتي مګر په دې– د جمهوریت – په موضوع به په آینده کې کله بل وخت خبرې وکړي.

پاکستان د صدر بایډن په بلنه جوړېدونکې ناستې کې د خپل ګډون د انکار کوم واضحه وجه نده ښودلې خو د خارجه وزارت په دې بیان کې راغلي: "پاکستان یوه ستر فعاله جمهوریت دی چې آزاده عدلیه، متحرکه سېول سوسايټي، او آزاده میډیا لري."

د قانون کارپوه او سماجي فعال طارق افغان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل چې دا د حکومت یو رسمي بیان دی او حکومتونه په رسمي بیان کې کوشش کوي چې هرڅه سم وښایي، مګر پاکستان کې حقیقتونه بل څه دي.

طارق افغان - قانون پوه او سماجي فعال
طارق افغان - قانون پوه او سماجي فعال

ښاغلي طارق افغان زیاته کړه: "څوک چې د انساني حقونو د تحفظ خبره کوي، هغوی ته په دې ملک کې سزا میلاویږي، بندیوان کیږي، وژل کیږي، ځورول کیږي."

بل اړخ ته پښتون سیاستوال او څېړونکی افراسیاب خټک هم په دې باور دی چې پاکستان کې جمهوریت کمزوری دی او دا هم وجه کېدی شي چې پاکستان د امریکا په بلنه د جمهوریت په ناسته کې د ګډون کولو نه په شا شوی دی، ځکه نه غواړي په دې اړه تنقیدونه واوري.

ښاغلي افراسیاب خټک وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل چې د امریکا په کوربه توب د ډیماکراسۍ یا جمهوریت بین الاقوامي ناستې کې د برخه اخیستو نه د پاکستان انکار، درې وجې لرلی شي، چې یو یې په پاکستان کې دننه پخپله د جمهوریت کمزوري، په مطبوعاتو باندې بندیزونه، د حقونو د فعالانو ځورونه او بندیوان کول، او داسې نور کیدی شي.

افراسیاب خټک - پښتون سیاستوال او څېړونکی
افراسیاب خټک - پښتون سیاستوال او څېړونکی

ښاغلي خټک زیاته کړه چې دویمه وجه دا ده چې، "پاکستان په افغانستان کې طالبان ځای په ځای کړل. د افغانستان په اشغال کې یې قاطع مرسته ورسره کړې ده."

خو درېیمه وجه چې په عالمي کچه ګڼل کیدی شي، د افراسیاب خټک په باور دا ده چې د پاکستان په خیال کې، "دا غونډه د چین د تجرید کولو دپاره ده."

پاکستان د چین سره نږدې تعلقات لري، خو د چین او امریکا ترمنځ تعلقات ښه ندي.

امریکا د جمهوریت په اړه دې ناسته کې، چین، روس او یو شمېر نورو ملکونو ته بلنه نده ورکړې، خو پاکستان او رقیب ګاونډ یې، هندوستان په دې غونډه کې شامل دي. افغانستان چې جمهوریت د اګسټ په پنځلسمه هلته ړنګ شو او طالبانو ورباندې قبضه ولګوله، هم دې ناستې ته د رابلل شویو ملکونو په فهرست کې نشته.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG