لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: اتمانزو د غوښتنو منلو د ډاډ او د پوځ د بند څخه د ځينو کسانو خوشي کېدو وروسته احتجاج ځنډولی


د اتمانزو جرګې او د ضرب عضب پرمهال بې کوره شويو کډوالو د دسمبر په 20مه احتجاجي پرلت پېل کړی وو، شمالي وزیرستان ته تلونکې راتلونکې لارې د ګاډو تګ راتګ دپاره تړل شوې وې
د اتمانزو جرګې او د ضرب عضب پرمهال بې کوره شويو کډوالو د دسمبر په 20مه احتجاجي پرلت پېل کړی وو، شمالي وزیرستان ته تلونکې راتلونکې لارې د ګاډو تګ راتګ دپاره تړل شوې وې

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شويو کډوالو او د اتمانزو جرګي د تېرو لسو ورځو احتجاج ځنډولی او تړلي سړکونه يې د انتظاميې په دې ډاډ خلاص کړي چې غوښتنې به يې ومنل شي.

د جرګې یو غړي مولانه بېت الله ویلي میرانشاه سیمه کې یې د پوځي چارواکو او انتظامیې سره خبرې شوي، په علاقه کې د پوځي مشر جنر ل افیسر کمانډنټ (جي او سي) ریاض انجم او د انتظامیې مشر منظور اپریدي پکې شامل وو او دوی ته یې د اتمانزو د ټولو غوښتنو پوره کولو ډاډ ورکړی دی.

هغه وويل، د دوی په غوښتنو کې "د پوځ سره بندي کسان خوشي کول او کډوالو ته په فوري توګه امدادي مرستې جاري کول شامل دي".

د اتمانزو جرګې او د ضرب عضب پرمهال بې کوره شويو کډوالو د دسمبر په 20مه احتجاجي پرلت پېل کړی وو، شمالي وزیرستان ته تلونکې راتلونکې لارې د ګاډو تګ راتګ دپاره تړل شوې وې.

د اتمانزو جرګه په شمالي وزيرستان کې د ټولو قومونو ګډه استازې جرګه ده.

د کډوالو یو مشر ملک مشاورت خان وویل د 30 کسیزه جرګې په ډاډ دا احتجاجي پرلت ځنډول شوی دی.
هغه وویل دوی ته په موقع 67 بې درکه کسان خوشي کړل شوي چې د کلونو نه د پوځ سره په بندي خانو کې بند وو او دا مالوم نه وو چې په څه جرم نيول شوي وو.

وي او اې ډیوه سره د جرګې غړو د دغه خوشي شوي کسانو ویډیو شریکه کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو ویډیوز مخې ته راغلې، زیاتره پکې ځوانان دي.

مشاورت خان وویل دوی ته درې ورځې وخت ورکړل شوی چې د کډوالو د مرستو لړۍ به بيرته پيل شي. خو هغه زیاته کړه که په درېو ورځو کې دا مرستې ترلاسه نه شوې بیا به احتجاج پیل کوي.

ځایي انتظاميې د جرګې سره شوو خبرو تاييد کړی، او وي او ا ې د انتظاميې مشر منظور اپريدي سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

د انتظامیې یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دا پریکړه تیره ورځ د کورکمانډر په استازیتوب راغلې د پوځي مشرانو سره د جرګې پرمهال شوې او په لومړي پړاو کې جرګې ته 40 کسان ورکړل شوي او د خبرو دا سلسله به روانه وي او نور به خوشي کړل کیږي دغه چارواکي دا څرګنده نه کړه چې دا کسان په څه نیول شوي خو وویل د دعلاقې نه د پوځي عملیاتو او چاپو پرمهال نیول شوي وو.

په سیمه کې یو امنيتي چارواکي وویل دا هغه کسان دي چې په دوی کوم د غټ نوعیت کېسونه نه وو خو د وسله والو سره یې اړیکې لرلې.

هغه وویل دا په اینټرمنټ سنټرز کې وو چر ته چې د دوی روزنه کيږي او د توندرۍ او ترهګرۍ نه واړول شي.
هغه دا نه وویل چې د پوځ سره نور څومره کسان بندي دي خو زیاته یې کړه چې دا کسان د جرګې سره د خبرو او اعتماد جوړولو د پاره خوشي کړل شوي او چې حالات ښه کیږي د وخت سره به نور هم خوشي کړي.

د جرګې غړي مولانا بیت الله تایید وکړو چې پوځي او انتظامي چارواکو ورته د غوښتنو پوره کولو ډاډ ورکړی دی.

هغه وویل 40 نیولي کسان یې جرګې ته په هغه وخت سپارلي دا یې نه وویل چې څومره نور کسان د پوځ سره بند دي خو زیاته یې کړه دوی ته د نورو کسانو خوشي کولو ویل شوي دي.

اتمانزۍ جرګې د تېر کال د مې د میاشتې نه د یو ځایي مشر او فقیر ایپي د لمسی ملک شیرمحمد په یو هدفي برید کې تر وژنې وروسته په ضلعه کې احتجاجي لړۍ پیل کړې او وايي دې احتجاج یې وروسته له هغې پراخه کړو

چې حکومت ته یې د غوښتنو پوره کولو لپاره نېټه ورکړې او غوښتنې یې نه وې منل شوې.

د جرګې په غوښتنو کې د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د 20214م کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکول شامل دي.

د جرګې یو بل غړی ملک ایمارزی مداخېل وايي د ضرب عضب عملیانو وروسته په علاقه کې عادي ژوند نه کوي کورونه بازارونه سکولونه او هسپتالونه یې وران ویجاړ دي چې له امله یې زیاتره خلک د کډوالۍپه ژوند تېرولو مجبوره دي.

هغه وویل د نومبر پر شپږمه هم جرګې سره حکومتي چارواکو په لیکلې بڼه دوی ته د غوښتو منلو باور ورکړی وو خو دا ژمنې یې پوره نه کړې چې بیا په احتجاج کولو مجبور شول.

هغه زیاته کړه د دوی یوه د امن غوښتنه ده که دا غوښتنه نه یې منل کیږي بیا به احتجاجونه کوي.

په شمالي وزیرستان کې پوځ د وسله والو پرضد په کال 2014م د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او دا علاقې پاکې ګرځول شوې خو د علاقې خلک وايي د عملیاتو پرمهال عام ولس زيات زیانمن شوی او د علاقې حالات تراوسه د تسلۍ وړ نه دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG