لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د کامران داوړ وژنې د سیمې نور خبریالان د ویرې اؤ اندېښنو سره مخ کړي


Journalist Kamran Dawar killed in North Waziristan.
Journalist Kamran Dawar killed in North Waziristan.

په شمالي وزیرستان کې د ځوان خبریال کامران داوړ وژنې پښتانه خبریالان او قامي مشران اندېښمن کړي او وايي په پښتنه سیمه کې صحافت چې د وړاندې نه ګواښونو سره مخ دی، اوس پکې د خبریالانو ژوند نور د خطر سره مخ شوی دی .

کامران داوړ د مئ په 22مه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه نزدې ۱۵ کلومیټره لرې سویل ختیز تپي سیمه کې نامعلومه وسله والو د خپل کور سره نزدې وژل شوی و.

پولیس وايي دا د ترهګري پېښه وه، تر دې مهاله چا ددې وژنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

کامران داوړ څوک وو؟

‎نوموړی یو ځوان خبریال ؤ چې د پاکستان یو ځايي ټي وي چینل سره یې کار کولو او په ‏خپله یې د وزیرستان ټي وي په نوم د فیس بک او یوټیوب پاڼه لرله.

د سیمې یو ازاد خبریال صفدر داوړ وايي زیاتره به یې د علاقې د ښکلا او ستونزو په اړه خبرونه خپرول او په ټولنیزو رسنیو به یې د علاقې په امنیت ‏پوښتنې راپورته کولې.‏

د میرانشاه پریس کلب پخوانی مشر او سینیر صحافي صفدر حیات داوړ د هغه وژنه صحافت ته لویې تاوان بولي اؤ او وايي ددې پېښې سره سیمه کې خبریالان له ویرې سره مخ شوي دي.

د کامران داوړ یو ملګری فاروق داوړ وايي نوموړي د صحافت سره انتهايي مینه لرله او د وزیرستان ګوټ ګوټ ته به تلو او د هغه ځایونو نه به یې ویډیو راپورټونه جوړول او پخپل شخصي فیس بک او یوټیوب پاڼه به یې خپرول او دا یې د معاش یوازینۍ سرچینه وه.

هغه زیاته کړه نوموړي په پسمانده ګانو کې دوه لوڼه، کور ودانې او ضعیف مور پلار پرېښي دي،اؤ پلار یې تر دې ضعیف دی چې په خپله تګ نه شي کولی.

د کامران وژنه دخبریالانو تنظیمونو ترڅنګ د علاقې مدني او سیاسي فعالانو هم غندنې او په دې یې اندېښنې ښکاره کړي دي.

د بې پولې خبريالانو په نوم ادارې د پاکستان حکومتي چارواکو نه په شمالي وزيرستان کې د وژل شوي ازاد خبريال د وژنې د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په دې پېښه کې ککړ کسان باید عدالت ته راکش کړل شي.

د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا مشر سیلیا مرسیر په یو بیان کې ویلي د دې خپلواک ژورنالیست وژنه هغه خطرناک چاپیریال په ګوته کوي چې د پاکستاني رسنیو مسلکي کارمندان پکې فعالیت کوي.

هغه ویلي ، پاکستان لا هم د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی. دا وژنه باید بې سزا پاتې نه شي، لکه څنګه چې په پاکستان کې ډیری نورې پاتې شوي دي.

"موږ پر چارواکو غږ کوو چې په دې اړه جدي پلټنه وکړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري"

د جنوبي وزیرستان مسېدپریس کلب په جاري کړي یو بیان کې د خبریال وژنه غندلې او ویلي یې دي چې قبایلي خبریالان انتهايي په مشکل وخت کې صحافت کوي چرته چې د دوی ژوند خوندي نه دی .

د جنوبي وزیرستان یو ازاد خبریال ښاغلی خان وزیر وايي د ازاد صحافت له امله هغه د بیلا بیلو ګواښونو سره مخ دی.

هغه وویل کال ۲۰۲۱ کې دوی انتظامیه لس ورځې په زندان کې په دې اساس بند ساتلی ؤ چې د کرونا ناروغۍ په لارښونه یې عمل نه دی کړی.

هغه وویل اوس د خپل کلي لرې وریا د کډوالۍ ژوند تیروي او چرته کله په پټه لاړ شي او رپورټ جوړ کړي.

هغه زیات کړه د تیر په پرتله یې راپورونه بیخي کم کړي بلکې د نشت برابر دي چې علت یې د سیمې د غیر یقیني صورتحال له امله ژوند ته ورپیښ د مرګ خطر دی.

د شمالي وزیرستان میرانشاه پریس کلب په یو بیان کې ویلي چې خبریال کامران داوړ د خپل خوندیتوب په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه هغه شاته یوه کونډه او دوه تنکۍ لوڼې پریښي او د هغه وژنه یې د صحافت د پاره لویی زیان ګرځولی.

د پښتونخوا یونین اف جرنلسټس په نوم د خبریالانو د یوې اتحادیې مشر شمس مومند وايي د کال ۲۰۰۵ څخه راپخوا یوازې په قبایلي ضلعو کې ۲۰ او په ځانګړي ډول وزیرستان کې شپږ خبریالان د دندې پرمهال وژل شوي دي.

هغه وویل تر اوسه د یو خبریال په وژنه کې هم ککړ تن نه دی مالوم شوی.

شمس مومند وایي په دې وروستیو کې حکومت د پوځي عملیاتو پرمهال د دغه سیمو پاکولو دعوې کړي په داسې حال کې د خبریال وژنې د دوی اندیښنې زیاتې کړي او پوښتنې یې را پورته کړي چې دغلته لا خبریالان محفوظ نه دي. او دا د صحافت او صحافیانو د پاره لوی خطر دی.

د شمالي وزیرستان د تاجرانو د اتحادیې مشر ثنا الله وايي د تیرو لسو کلونو نه دوی د خپلو مشکلاتو او د ویجاړو شوؤ دوکانو د تاوان غوښتلو د پاره احتجاجي مظاهرې کوي خو تر اوسه د پاکستان په یوه رسنۍ کې د دوی احتجاجونو ته ځای نه دې ورکړل شوی.

هغه وویل یوازې دا دیجټل خبریالان د دوی خبرونه په شخصي پاڼو خپروي چې دې کې کامران داوړ یو فعال خبریال و خو هغه هم ټول عمر د پاره خاموش کړل شو.

د شمالي وزیرستان د سیاسي اتحاد غړی او د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر خلیل وزیر وايي په سیمه کې د کامران داوړ په څیر تکړه او ځیرک خبریال نه و او د هغه د وژنې له لارې د یوې منصوبې سره د وزیرستان د خلکو غږ غلی کړل شوی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG