د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، "د ګاونډي وروڼو هېوادونو سره په امن کې پاتې کېدل غواړو، کاروبار، تجارت او هر ډول دوه اړخيزه اړيکې ورسره سېوا کول غواړو خو د بده مرغه که د ګاونډي خاوره د ترهګرۍ دپاره کاريږي نو دا نوره د زغملو نه ده". شهباز شریف د افغانستان نوم نه دی اخستی خو پاکستان تور لګوي د ګاونډي افغانستان د لوري په پاکستان کې ترهګري کيږي.
د ګل- دوشنبې په سهار (18مارچ) د پاکستان له لوري په افغانستان کې د بمبارۍ او بيا د طالبانو لخوا په پوله په پاکستاني ځواکونو بريدونه شوي وو، پاکستان په افغانستان کې بمباري، او په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پولې په اوږدو (ډېورنډ کرښه) باندې په ځواب کې په پاکستاني سرحدي ځواکونو د بريدونو رسمي تاييد کړی وو.
شهباز شريف نن د شورو- چهارشنبې په ورځ د کابينې غونډې ته په وينا کې وويل، "دا خبره دې په ډاګه وي چې مونږ به په هيڅ صورت د پولې د پورې غاړې نه هیڅ ډول ترهګري ونه زغمو، او ګاونډيانو ته هم خواست کوو چې زړوره ملکونه دي، رادې شي چې يو ځای کښېنو او د ترهګرۍ خلاف يوه تګلاره جوړه کړو په سنجيدګۍ او اخلاص پرې کار وکړو دا به د سيمې دپاره غوره وي".
هغه وويل، "زه هيله لرم چې ګاونډيان او واکمن به زما په دې مخلصانه خواست غور وکړي او په ګډه به دا سيمه پرامنه کړو".
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د پاکستان د وزيراعظم تازه بيان ته سمدستي غبرګون مخې ته نه دی راغلی، خو د ګل- دوشنبې په ورځ چې پاکستان په افغانستان کې بمباري کړې، طالبانو د پاکستان دغه اقدام غندلی وو.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، "هيچا ته په خپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي، پاکستانی ولس او نوی حکومت بايد د پوځ څو جرنېلان دغه ډول بې باکه کړنو ته پرې نږدي"، چې د دوو مسلمان هيوادونو اړيکې خرابې کړي.
مجاهد زیاته کړې، "پاکستان بايد په خپله خاوره د پېښو نه کنټرول کول، ناتواني او ستونزو پړه په افغانستان وانچوي ځکه داسې پېښې کېدل بدي نتيجې لرلی شي او بيا به یې قابو کول د پاکستان په اختيار کې نه وي".
هغه يو ځل بیا تکرار کړې، طالبان هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې نه د چا امنيت خراب شي.
وروسته نوموړي مطبوعاتو سره په مرکو کې ویلي وو، افغانستان د ګاونډيانو سره ښې اړیکې غواړي او د پاکستان سره یې د نورې جګړې نه کولو ويلي وو خو ورسره یې زياته کړې وه که پاکستان دغه ډول اقداماتو ته دوام ورکړو دوی به یې ځواب کوي.
د ګل په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله په کورمه او وزيرستان کې نښتې شوې د مرګ ژوبلو خبرونه هم راغلي خو د دواړو خواو څخه یې په رسمي ډول تاييد نه وو شوی.
د يادو پېښو وروسته د کورمې او شمالي وزيرستان د افغانستان سره د خرلاچي او غلام لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وې چې تراوسه تړلې پرتې دي.
د افغانستان او پاکستان په اړيکو نظر لرونکی څيړونکی خبریال طاهر خان وايي، د پاکستان او افغانستان اړیکې کله ډېرې ښې نه دي پاتې شوي خو داسې هم کله نه دي شوي چې پاکستان هلته حملې کړي، طالبانو یې رسمي تاييد کړی او پاکستان په خپله هم منلي او بيا د هغه لوري نه هم جواب شوی دی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د افغانستان او پاکستان اړیکې چې د مخکې نه ترينګلې وې، د دې تازه پېښو وروسته دا اړیکې نورې پسې خرابې شوي دي.
Forum