لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ به پخپله نوې واکمنۍ کې پاکستان سره د ترهګرۍ په ضد مرستو ته زړه ښه کړي که نه ؟


د کال ۲۰۱۹ د جولای په ۲۲ نېټه ټرمپ د خپل وړمبي صدارت په مهال د هغه وخت د باکستان وزیراعظم عمران خان سره په وایت ّهاوس کې ملاقات کړی و
د کال ۲۰۱۹ د جولای په ۲۲ نېټه ټرمپ د خپل وړمبي صدارت په مهال د هغه وخت د باکستان وزیراعظم عمران خان سره په وایت ّهاوس کې ملاقات کړی و

د امریکا منتخب شوي صدر ډانلډ ټرمپ د خپلې بريا په وينا کې د جنګونو د ختمولو ژمنه کړې ده خو څېړونکي پوښتنه راولاړوي چې آيا ټرمپ به په خپله واکمنۍ کې د پاکستان سره د ترهګرۍ په ضد جګړه کې مرستې وکړې شي او که نه؟

ښاغلي ترمپ د نومبر په 6مه فلورېډا ايالت کې خپلو پلویانو ته په وينا کې وويل" موږ داعش ډلې ته ډير په کم وخت کې ماته ورکړه خو په 4 کلونو کې مو بله کومه جګره نه ده کړي،دوي وایي چې ټرمپ به نوي جنګونه پیل کړي نو زه به د نورو جنګونو څخه ډډه کووم او هيځ نوې جګړه به نه پیلووم"

په 11م ستمبرکال 2001 امریکا کې د ترهګرو بريدونو 23 کاله وروسته هم د ترهګرۍ ضد نړيواله جګړه کې د امریکا مهم اتحادي هیواد پاکستان کې تر اوسه ترهګري نه ده ختمه شوې نو ايا پاکستان د امریکا له مرستو پرته د دې جوګه دی چې د ترهګرۍ په ضد کاميابي ترلاسه کړي؟

ددې پوښتنې ځواب کې د نړیوالو چارو کار پوهه ډاکټر منور حسېن ډيوه ته وایي، امريکایي تهنک ټېنکس او ادارې په دې اړه فکرمنده وي چي د افغانستان څخه ترهګري او ترهګرې ډلې چې د امریکې ترڅنګ د سيمې نورو هيوادونو ته هم خطر دی بیا پیاوړې نه شي نو د هغوی په ضد به امريکا د پاکستان سره خپلې مرستي دومداره ساتي.

هغه وایي "زه دا ګڼم چې پاکستان که امريکا سره کار کول غواړي نو خپلو تګلارو ته به ورته بیا کتنه پکار وي"

د کال 2018م په لومړۍ نېټه ټرمپ په اېکس [پخواني ټویټر] يو پوسټ کې ويلي لیکلي وؤ "پاکستان د امريکا نه 33 اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې دورغ ويلي، ټګې يې کړې او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي"

د ټرمپ له دغه ټویټ وروسته پاکستان په خپله خاوره د ترهګرو ساتلو تورونه رد کړي وو.

نو اوس يو ځل بيا ډونلډ ټرمپ به خپله واکمنۍ کې په پاکستان بيا باور وکړی شي چې ورسره د ترهګرۍ د مخنيوي په ضد مرستې وکړي؟

د قایداعظم پوهنتون د نړیوالو چارو استاز پروفیسر ډاکټر فهيم الله خان ډیوه ته وایي :

"زه دا ګڼم چي د امريکې لومړیتوب به دا وي چې په افغانستان او په سيمه کې پاکستان داسې بوخت کړي چې د پاکستان د لارې امریکا خپل مفادات خوندي کړي"

پاکستان وايي، د ترهګرۍ ضد نړيوالې جګړې د برخې جوړېدو له امله نه يواځي د زرګونو په شمېره کې پاکستانیان وژل شوي دي بلکې پاکستان ته د يو نيم سل اربه ډالرو معاشي تاوان هم اوښتی دی.

د پاکستان پوځ اوس هم وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه روانه ده او د اخري ترهګر تر ختمولو پورې به روانه وي، او په دې وروستيو کې پوځ ويلي، هره ورځ د ترهګرۍ ضد د 100 نه زیات عمليات کوي.

څېړونکی ډاکټر قمر چيمه وایي د هغه په اند امریکا به د پاکستان سره د ترهګرۍ په ضد جګړه کې اتحادی وي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "چې کله هم ترهګرې ډلې په نړي کې خطر جوړ شي نو په ضد به يې پاکستان امريکا سره ولاړ وي. خو دا امکان هم موجود دی چې ټرمپ انتظاميه په دې اړه خپلې پاليسۍ بدلولی هم شي"

د 9/11 نه وروسته د پاکستان نزدې ټولو قبايلي سیمو کې پوځي عملیات شوي او ریاست لخوا د ښه او بدو طالبانو د اصطلاح متعارف کولو تر څنګ وسله والو تنظیمونو سره مذاکرات هم شوي دي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG