لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کال ۲۰۲۰ د امن نوبل انعام د خوراک نړیوالې ادارې ته ورکړی شو


د ناروی د نوبل کمېټۍ مشرې بریټ ریس اېنډرسن وویل په نړۍ کې د لوږې د خاتمې او د دې په نتیجه کې د امن دپاره د حالاتو برابرولو په سر د امن نوبل انعام ورکړی شو
د ناروی د نوبل کمېټۍ مشرې بریټ ریس اېنډرسن وویل په نړۍ کې د لوږې د خاتمې او د دې په نتیجه کې د امن دپاره د حالاتو برابرولو په سر د امن نوبل انعام ورکړی شو

په دنیا کې د لوږې د ختموولو دپاره د کوښښونو په سر د کال ۲۰۲۰ د امن انعام د ملګرو ملتونو خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام ته ورکړی شو.

په کال ۲۰۱۴ کې د سوات ملاله یوسفزۍ ته سیمه کې د مېرمنو د تعلیم دپاره د خپل غږ پورته کوولو په سر د امن نوبل انعام ورکړی شوی و.

د ناروی د نوبل کمېټۍ مشرې بریټ ریس اېنډرسن وویل په نړۍ کې د لوږې د خاتمې او د دې په نتیجه کې د امن دپاره د حالاتو برابرولو په سر د امن نوبل انعام ورکړی شو.

ملاله یوسفزۍ د ۱۷ کلونو په عمر کې د امن نوبل انعام واخیستو چې د انعام په تاریخ کې د اخیستونکي تر ټولو کم عمر و
ملاله یوسفزۍ د ۱۷ کلونو په عمر کې د امن نوبل انعام واخیستو چې د انعام په تاریخ کې د اخیستونکي تر ټولو کم عمر و

دا ۱۲ نوبل انعام دی چې ملګرو ملتونو او یا کومې ادارې ته یې ورکړی شو.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د سږ کال د امن نوبل انعام ډبلیو اېف پي ته په داسې حال کې ورکړی شو چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د یو شمېر ادارو نه خپل ملک وېستلی دی چې پکې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو اداره او د یونېسکو یا د ثقافت ادارې شاملې دي. د کرونا وایرس په اړه صدر ټرمپ د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېج او په کردار هم سخت تنقید کړی او د هغه اعلان کړی چې په ډبلیو اېچ او کې به د امریکې رکنیت ختم کړي.

د سږ په نورو نوبل انعامونو کې د ادب نوبل انعام د امریکې شاعرې لوېس کلګ اخیستی. د ادب او د امن انعاومونونه علاوه د سږ کال نور انعامونه په کېمسټري، طب او فلکیاتو کې تراوسه ورکړی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG