د سویلي کوریا صدر یون سوک یول د نهې یا سه شنبې په ورځ چې کله د مارشل لا نافذ کولو اعلان وکړو، نو دا یو غیر متوقع اقدام وو او ټول هيواد کې یې د ګډوډۍ ماحول جوړ کړو.
له شپږو ساعتونو نه هم کم وخت کې، د هیواد د پارلېمان لخوا د مارشل لا د فرمان خلاف رایې ورکولو ورسته، ښاغلی یول د خپلې فیصلې نه په شا شو او د مارشل لا لګولو فرمان یې بېرته واخیست.
د شپې ناوخته په وینا کې، یون د "حکومت ضد قوتونو" له ختمولو او "د ایین او د جمهوري نظم د ساتنې" اړتیا په ګوته کولو سره فرمان جاري کولو جواز وړاندې کړې و.
دې پرمختګونو په سویلي کوریا کې سیاسي څیړونکي حیران کړل، چې د امریکا دغه یو اتحادي هېواد چې د سیاسي کړکیچ سره عادی مګر د داسې سختو اقداماتو سره عادت نه و. دا په م1980 کې د سویلي کوریا جمهوریت ته د اغوښتو وروسته د مارشل لا لومړۍ اعلامیه وه.
دغه فرمان - چې غوښتل یې سیاسي فعالیتونو باندې پابندي او رسنۍ د پوځ تر کنټرول لاندې راولي د سویلي کوریا په قامي اسمبلۍ کې یو قهرجن غبرګون رامخې ته کړو.
د هغه له وینا لږ وروسته، د سویلي کوریا پوځي ځواکونه پارلیمان ته ورغلل، چې ځینې امنیتي ځواکونو یي هڅه وکړه چې د قانون سازانو او نورو د ننوتلو مخه ونیسي.
په مرکزي دروازه کې د وړو شخړو سره سره، د اپوزیشن غړي بالاخره دننه شول، په ټولنیزو رسنیو کې دا هر څه په ژوندۍ بڼه خپریدل.
د صدر یون له اعلان څخه درې ساعته نه هم کم وخت کې په بیړنۍ غونډه کې، د 300 څوکیو په پارلیمان کې 190 قانون جوړونکو د فرمان د پورته کولو لپاره رایه ورکړه. د سویلي کوریا د اساسي قانون له مخې صدر اړ دی چې هغه وومني کله چې پارلیمان کې اکثریت د مارشل لا د لغوه کولو لپاره رایه ورکړي.
یاده دې وي د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول د نهې- سه شنبې په ورځ ناوخته په ټیلي ويژن د مارشل لا د لګولو اعلان وکړو او وویل چې هغه سره د ایین یا اساسي قانون د تحفظ دپاره د دغه ګام پورته کولو نه علاوه بله کومه لاره نه وه.
صدر یون سوک یول په خپله وینا کې د جنوبي کوریا په اپوزیشن د پارلیمان د کنټرول، د شمالي کوریا سره د خواخوږۍ او د حکومت ضد فعالیتونو په برخه کې د حکومت د مفلوج کولو تور هم ولګاوه.
څو ساعته وروسته پارلیمان د مارشل لا اعلان د ختمولو دپاره رایه ورکړه، د قامي اسمبلۍ سپیکر وو وون شېک اعلان وکړو چې قانون جوړونکي یا د اسمبلۍ غړي به "د ولس په مرسته د جمهوریت ساتنه کوي" .
وو وون شېک د پولیسو او پوځي اهلکارو نه د اسمبلۍ نه د وتلو غوښتنه وکړه.
د صدر ناڅاپي ګام د امر مشرانو د دور یادونه کوي چې دغه هېواد د 1980 لسیزې راهیسې نه د لیدلی او په سمدستي توګه د اپوزیشن او د صدر یون سوک یول د خپل پارټۍ مشر لخوا وغندل شو.
د امریکا غبرګون
امریکا ویلي چې دوی په جنوبي کوریا کې په تیزی سره بدلېدونکی وضعیت د نږدې نه څاري چیرته چې صدر یون سوک یول د جنوبي کوریا د کمیونیسټ طاقت نه د هیواد بچ کولو او د ریاست ضد قوتونو د مینځه وړلو په ضرورت حواله ورکولو سره ایمرجنسي مارشل لا اعلان کړی .
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کرټ کېمبل د نهې- سه شنبې په ورځ وویل چې امریکا د جنوبي کوریا پرمختګونو ته د "جدي اندیښنې" سره ګوري او هیله لري چې "هر ډول سیاسي شخړه به په سوله ییز او قانوني توګه حل کړل شي."
د کېمبل په وینا صدر جو بایډن د وایټ هاوس د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون او د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن ته د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل شوي او هغوي د وضعیت نه خبر ساتل کېږي.
هغه زیاته کړه چې امریکایي چارواکي په واشنګټن او سیول کې په هره کچه د جنوبي کوریا د خپلو سیالانو سره په فعاله توګه خبرې کوي.
Forum