څېړونکي: پاکستان ته د اقتصادي چېلنجونو دپاره سمدستي لاره جوړول پکار وو

اقتصاد پوهان وايي، د حکومت لخوا د اقتصادي چېلنجونو دپاره د ځانګړې پانګونې د اسانتياو کونسل [سپېشل انوسمنټ فيسيلټېشن کونسل] جوړول غوره پاليسي ده، خو پاکستان ته د ورپېښو اقتصادي چېنلجونو دپاره سمدستي لاره لټول پکار وو.

پاکستان ويلي، د ياد کونسل سمدستي هدف بهرنۍ پانګونې پينځه ارب ډالرو ته رسول دي.

وزیراعظم شهباز شريف په يو ټویټ کې د کونسل په حواله ویلي، د اقتصادي پاليسيو جوړولو دپاره اتحادي حکومت دغه پرېکړه کړې ده او کونسل به د اقتصادي بحالۍ دپاره په پاليسيو کې لارښوونه، دوام او موثره عمل يقیني کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي دا يوه غوره خو اوږد مهاله منصوبه ده، پاکستان ته د اوسنيو اقتصادي چېلنجونو څخه وتلو دپاره لنډه لاره پکار ده او هغه د ای اېم اېف سره معاهده کول دي.

اقتصاد پوهه جرنلسټ مهتاب حېدر وايي، "د پينځه يا اته کلونو پلان ښه دی او د پوځ په دې کې شموليت هم ښه دی چې داسې د هغوي پام د سټرېټيجيک ډيپت نه اقتصادي بدلون ته راواوړي خو په دې کې ستونزه دا ده چې دا يوه اوږد مهاله منصوبه ده، پاکستان سره اوس ډالر نشته او د ډالرو راوړلو لپاره د ای اېم اېف د پروګرام بحالي او د قرض نېټې وروسته کول ضروري دي"

په اسلام اباد کې د انټرنېشنل اسلامک یونیورسټۍ د اقتصاد د څانګې پروفیسر معراج الحق وايي پاکستان د سختو اقتصادي چېلنجونو سره مخ دی او د تېر کال اقتصادي وده یې د يو فيصد نه کمه ريکارډ شوې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "اوس چې کومه اقتصادي پاليسي اعلان کړی شوې دا د وخت ضرورت وو ځکه چې پاکستان د سختو ستونزو سره مخ دی".

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مينځني ختيځ هېوادونو څخه د سرمایه کارۍ د راوړلو لپاره يوه ځانګړې کميټي هم جوړه کړې ده، ويل شوي د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل عاصم منير به یې برخه وي.

نوموړي په ټویټر ویلي، "د ځانګړې پانګونې د اسانتياو کونسل لومړۍ پاملرنه به په انفارمېش ټېکنالوژۍ، زراعاتو، توانايۍ، معدنياتو، او دفاعي توليداتو وي".

هغه زیاته کړې، "دا كونسل به د اقتصاد په ډهانچه کې د بنيادي اصلاحاتو مخ په وړاندې بوتللو لپاره د فېصله سازۍ د يو اعلا فورم په توګه كار كوي".

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ويلي، د مينځني ختيځ ځينې هېوادونو سره د پاکستان د حکومت په ګډون پوځ هم ډېر نزدې او ښه تعلقات لري او پوځ د دغو هېوادونو نه سرمایه کارۍ راوړلو کې کردار لوبولې شي.

"د پاکستان پوځ وړاندې نه کاروباري هلې ځلې کوي، لکه په تیلو کې یې سرمایه کاري کړې ده په بینکنګ کې هم کار کوي او دغه شان نور کاروبارونه هم نو که چري پوځ او حکومت يو ځای دا کار وکړي‌، چې د هیواد معاشي حالات به څنګه ښه کیږي نو دا به يومثبت فکر وي او د دې به ښه نتیجې مخې ته راشي".

د قامي اسمبلۍ غړی جمال الدین وايي په دې "منصوبه کې د پوځ ګډون ښه دی. ځکه چې پوځ او حکومت په يوه پاڼه وي نو هر قسمه ستونزې هوارېدی شي".

راپورونه وايي د دې منصوبې په انتظامي چارو او همغږۍ کې به پوځ مهم کردار لوبوي او دا ادعا هم شوې ده، د دې منصوبې په اساس به راتلونکو څلورو، پينځو کلونو کې 20 لکو کسانو ته نېغ په نېغه او يو کروړ کسانو ته بلا واسطه د روزګار موقعې په لاس ورشي.