شمالي وزیرستان: بم چاودنه کې دوه کسان وژل شوي، 25 ژوبل دي

د شمالي وزیرستان په شوال سيمه کې يو بم يا ماين چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او د 25 پورې نور ژوبل شوي دي. په سمدستي ډول د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د شمالي وزيرستان اسسټنټ کمیشنر خالد عمران وي او اې ډیوه ته تاييد کړې چې چاودنه د شورو- چارشنبې په مازيګر شوې ده، وایي د سړک په غاړه ښخ بم په يو ګاډي چاودلی او په ګاډي کې سواره کسان چې مزدوران دي مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

هغه وويل، په چاودنه کې يو تن وژل شوی او 25 نور ژوبل شوي او د بنو روغتون ته منتقل کړی شوي دي، خو د بنو روغتون وي او اې ډيوه ته ويلي، روغتون ته دوه مړي او 25 ژوبل وروړل شوي دي.

د روغتون ترمخه په ژوبلو کې د پينځو کسانو روغتيايي حالت سخت وو او هغوی د بنو پوځي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د شمالي وزيرستان د شوال علاقه د افغانستان سره په پوله پرته سيمه ده د چرته نه چې د کال 2014 د ضرب عضب پوځي عملياتو کې خلک کډوال شوي او تر اوسه بیرته نه دي ستانه شوي.

په قبايلي ضلعو کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې وړاندې منلي وو، چې ياده علاقه تر اوسه پاکه نه ده ګرځول شوې او د خلکو د بيرته تللو اجازه نه شته.

د شوال سيمې سره تعلق لرونکی شاکر ګربز چې د چلغوزې ځنګل لري، وايي د 2014م نه کډوال دي رجسټرېشن یې نه دی شوی او نه ورته د کډوالو اسانتياوې ورکول کيږي.

هغه وویل، د تېرو نزدې لسو کالو راهسې د دوی دپاره د چلغوزې ځنګلونه بند دي، دوی کال په کال د چلغوزې د فصل راټولولو دپاره د انتظامیې نه د څو ورځو اجازه اخلي او د چلغوزې راټولولو دپاره بيا مزدوان بوځي خو پرون چې دغه چاودنه وشوه خلک وويرېدل اوس به دوی ته مسلې جوړې شي.

هغه زياته کړه، د سيمې د خلکو نور کار روزګار نشته په کال کې دغه د چلغوزې يو فصل لږ ډېر راټول کړي او که چرته دوی د چلغوزې څخه محرومه شو خلک به د کروړونو روپو د تاوان سره مخ شي او د کډوالو مشکلات به نور سېوا شي.

په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې وي او اې ډيوه ته ويلي، په شوال کې امنيتي حالت تر اوسه ښه نه دی او ځايي خلک احتجاجونه کوي چې دوی ته دې د چلغوزې راټولولو اجازه ورکړی شي، نو دوی ته په خپل ترتيب اجازه ورکول کيږي او که خلک په خپله خوښه بې ترتيبه ځي نو اندېښنه ده چې همدغه ډول پېښې به کيږي.

پرون د شورو/ چهارشنبې په سهار د شمالي وزيرستان په ګړيوم تحصيل کې په يو کور مارټر ګوله غورځېدلې وه، څلور ماشومان او مور يې پکې وژل شوي، خلکو د پېښې په ضد احتجاج کړی او تور یې لګولی چې مارټر ګوله پوځ ویشتې خو امنيتي سرچینو دغه دعوه رد کړې او ويلي يې وو تحریک طالبان پاکستان دغه ډول مارټر ګولې غورځوي او عام خلک پکې په نخښه کيږي.

وروسته د احتجاج کوونکو سره د شمالي وزيرستان انتظامیې مزاکرات کړي او ځايي خلکو ويلي انتظاميې د وژل شوو دپاره د شهدا پېکج ورکولو اعلان کړی او د هغې وروسته بیا احتجاج ختم کړی شوی او وژل شوي کسان خاورو ته سپارل شوي دي.

د وژل شوو کسانو د کورنۍ غړي لايق رحمان وي او اې ډیوه ته وويل، پرون د پېښې وروسته احتجاج ته انتظامي او پوځي چارواکي ورغلي، په ياده پېښه یې افسوس څرګند کړی او بخښنه يې غوښتې ده.

هغه زياته کړه، بيا ځايي مشرانو د دوی بخښنه ومنله او د شهدا پېکج اعلانولو وروسته احتجاج ختم کړی شوی وو.

خالد عمران خان هم ياده پېښه تاييد کړه او وې یې ويل، انتظاميې په پېښه کې د وژل شوو دپاره د شهدا پېکج اعلان کړی دی.

شهدا پېکج د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوو کسانو ته د مالي مرستو په شکل کې ورکول کيږي.