رپورټ: د پښتونخوا څخه تر ټولو زيات کسان بې درکه کړل شوي دي

په پاکستان کې په جبري توګه د بې درکه کسانو د قضيو هوارولو او پلټنو دپاره جوړ سرکاري کمېشن سپريم کورټ ته په وړاندې کړي رپورټ کې ویلي، د خېبرپښتونخوا څخه ورته تر ټولو زياتو 3485 کسانو بې درکه کېدو پېښې رپورټ شوي دي.

د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه، کمېشن پرون د نهې- سه شنبې په ورځ د اټارني جنرل د لارې سپريم کورټ ته د بې درکه کسانو تفصيل وړاندې کړی، چې ترمخه یې د خېبرپښتونخوا نه د 3485 کسانو او له بلوچستان صوبې نه 2752 کسانو په زوره بې درکه کولو پېښې رپورټ شوي دي.

خو په رپورټ کې نه دي ویل شوي چې دا کسان د کومې مودې نه بې درکه دي.

پاکستان کې په جبري توګه بې درکیو د پېښو د پلټنو او معلومولو دپاره په کال 2011م کې سرکاري کمېشن جوړ شوی وو.

د بې درکه کسانو دا شمېرې په داسې وخت کې سپريم کورټ ته وړاندې کړی شوي چې په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ لخوا په جبري توګه د خلکو بې درکه کولو او عدالت لرې وژنو ضد احتجاجي پرلت دوام لري.

دوه ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا د سوات نه هم د بې درکه کسانو خپلوان هم د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ پرلت ته ورغلي وو.

سپريم کورټ ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویل شوي، کمېشن د 744 کسانو پروډکشن حکمنامې جاري کړي خو په هغو کې يواځې په 52 عمل شوی دی، ويل شوي د پوليس او حساسه ادارو لخوا کمېشن ته د 182 پېښو په حواله حکمنامو ته د بيا کتنې خواستونه شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې د مارچ 2011 نه تر دسمبر 2023م پورې 4413 کسان کورونو ته ستانه شوي او 994 په مختلفو حراستي مرکزونو (انټرم سنټرو) کې بندي دي.

د آج ټي وي په وېبپاڼه د خپور شوي خبر ترمخه، په رپورټ کې ويل شوي، په بې درکه کسانو کې 644 کسان د ملک په مختلفو جېلونو کې بند دي، او د مارچ 2011 نه تر دسمبر 2023م پورې د 261 کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

ویل شوي کمېشن د 1477 پېښې خارج کړي چې دا په زوره د بې درکۍ پېښې نه دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې کمېشن سره د خېبرپښتونخوا نه 1336 قضيې، بلوچستان نه 468، د پنجاب نه د 260 او سیند نه د 163 کسانو د بې درکۍ قضيې د پلټنو لاندې دي.

په درېمه جنورۍ د بې درکه کسانو په حواله اورېدنه کې چيف جسټس قاضي فايز عيسا ويلي وو، په زوره د بې درکيو مسله د تل دپاره هوارول غواړي خو وایي دغه مسله دې سياسي نه کړی شي دا سنجيده مسله ده. نوموړي ويلي وو ټولو ادارو ته په خپلو حدودو کې پاتې کېدل پکار دي.

اسلام اباد کې د تېرو شلو ورځو راهیسې د بې درکه کسانو د موندنې لپاره د بلوڅانو احتجاجي کېمپ دوام لري او وايي که غوښتنې ې وه نه منل شوې نو اسلام اباد کې به د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخامخ خپل احتجاج پېل کړي.

د بلوڅانو د دې احتجاجي کېمپ سره څنګ ته د شهدا فورم په نوم يو بل احتجاجي کېمپ هم لګول شوی دی. بلوڅ يکجهتي کمېټي يې د death squad [وژونکې ډلې] په نوم يادوي خو د شهدا فورم غړي بلوڅ يکجهتي کميټي د ترهګرو ملګري بولي او تور پرې لګوي چې دغه ترهګره ډلې په بلوچستان کې د پوليسو او عسکرو په وژنو کې لاس لري.

خو د بلوڅ ېکجهتي کمېټۍ مشره ډاکټر ماهرنګ بلوڅ ویلي، "زما په خيال دا خلک راغوښتل شوي هم له دې لپاره دي چې مونږ وويروي او مونږ د ګواښ سره مخ کړي او په دغو خلکو کې ډېر داسې کسان شامل دي چې دلته زمونږ په پرلت کې د شاملو خلکو په کورونو باندې چاپې لګوي او د کورنیو د غړو په ويرولو کې ککړ دي".

د شهدا فورم مشران دا تورونه ردوي چې ګواکې د دوي احتجاج د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د روان پرلت د ګډ وډلو لپاره راجوړ کړی شوی دی.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د سورى لاندې د احتجاج پرلت وال په بلوچستان کې د خلکو په جبري توګه د لا درکو د لړۍ ودرولو او د death squad د ختمولو غوښتنې کوي او وايي باید چې په بلوچستان کې د خلکو د عدالت څخه لرې د وژنو او لا درکو په اړه د پلټنو لپاره دې ملګري ملتونه کاري ډله واستول شي.

پاکستان کې د اوږدې مودې راهسې د بلوڅ بې درکه کسانو دپاره مبارزه کوونکی تنظيم (وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز) او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوې کوي چې د زرګونو په شمېره کې په زوره خلک بې درکه کړل شوی او بيا پکې ځينې وژل شوي او مړي یې ترلاسه شوي دي.

د لا درکه کسانو خپلوان، د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه اکثر په جبري توګه د خلکو د لا درکۍ تورونه د پاکستان د پوځ په خفيه ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

په جبری توګه د بې درکه کسانو د قضيو هوارولو او پلټنو دپاره جوړ کمېشن په وېب پاڼه تېر کال د 2023م د 31مه جنورۍ پورې د ورکړی شوو شمېرو ترمخه، کمېشن ته د ټول ملک څخه د 9294 بې درکه کسانو قضيې وړاندې شوې دي.

وايي 3804 بيرته کورونو ته ستانه شوي، 977 په انټرم يا حراستي مرکزونو کې دي، 623 په جېلونو کې دي، د 241 مړي یا جسدونه ترلاسه شوي، 5645 کسان مالوم کړی شوي، 1393 قضيې ختم کړی شوي او 2256 قضيو پلټنې روانې دي.