د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او بنو ضلعو کې په دوه پېښو کې يو د پوليو کارکوونکی او يو پوليس وژل شوي دي، د دواړو پېښو ذمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
د لکي مروت پوليسو د پوليو کارکوونکي د وژنې تاييد کړی او ويلي يې دي، دا پېښه په پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه بېټڼي سب ډويژن کې شوې ده.
په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه، په لکي مروت ضلع کې د 26مې فرورۍ نه تر لومړي مارچ پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين روان دی.
د وژل شوي غني الله کورنۍ یو تن فدالله وي او اې ډیوه ته وویل مړی یې نن سهار د کور سره نزدې 500 ګزه فاصله کې په داسې حال کې موندلی چې سر یې د تن څخه جدا وو.
هغه وویل وژل شوی تن 22 کلن ځوان وو او پولیو د مخنيوي پروګرام کې د څارنې (پولیو ابزرور) اهلکار وو.
د کورنۍ په وینا نومړی تیر ماښام د ډیوټۍ څخه کور ته راستون شوی خو ورسته بیا له کوره بهر تللی وو.
د ځايي خلکو په وينا د وژل شوي تن مړی تاجوړي سیمې ته راوړول شوی او د مړي سره احتجاج پیل کړل شوی دی.
فدالله وویل دوی چا سره شخصي دوښني نه لري او تر دې مهال دوی ته د چا لخوا کوم ګواښ نه وو شوی، او دوی غوښتنه کوي چې دغه پېښه کې ککړ کسان دې فوري مالوم کړل شي او سزا دې ورته ورکړل شي.
هغه زیاته کړه د وژل شوي تن یو ماشوم ورور، شپږ خویندې او د پاخه عمر مور پاتې شوي او د کورنۍ د ګټې وټې یې بله زريعه هم نشته.
د تجوړي پولیس تاڼې چارواکو وویل د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.
هغه وویل دا نه شي ویلی چې د پېښې نوعیت څه دی خو زیاته یې کړه دغلته خلک دا ډول پېښې د ترهګرۍ پېښې ګرځوي.
تر دې وخته چا د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.
د خېبر پښتونخوا په بله جنوبي ضلعه بنو کې وسله والو د پولیسو په یوه څوکۍ برید کړی يو پوليس پکې وژل شوی دی.
د سیمې پولیس وي او اې ډیوه ته نن زیارت/ پنجشنبې په ورځ وويل، دا برید تېره شپه د بنو ضلعې د احمدزۍ تاڼې په حدودو کې په پرغانتو نومې پوسته یا څوکۍ شوی دی.
د بنو ډویژن د پولیس مشر قاسم علي خان دفتر چارواکو وویل، ترهګرو دغلته په پولیس څوکۍ ډزې کړي او په دغو ډزو کې یو پولیس میرسالي خان په ځای وژل شوی دی.
په سمدستي توګه د دې برید زمه واري هم چا نه ده منلې.
په وروستيو کې چې د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې په پولیسو څومره بریدونه شوي په هغو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستي دي.