بنو: د پوليو په ټيم وسله وال بريد کې پوليس ساتونکی وژل شوی، لکي مروت کې د پوليسو احتجاج دوام لري

د لکي مروت پوليس احتجاجي غونډه روانه ده

د خېبرپښتونخوا په بنو ضلعه کې نامعلومه وسله والو د پوليو په ټيم ډزې کړي، ساتونکی پوليس اهلکار یې وژلی، او د بنو پوليسو بيا د پېښې پرضد احتجاج کړی دی. بل لور ته د بنو سره په پوله پرتې ضلعې لکي مروت کې په څلورمه ورځ د پولیسو احتجاج دوام لري.

بنو کې د پوليو په ټيم د بريد په اړه د ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] ضياالدين ويلي، دا پېښه د بنو د ډومېل په تاڼې په حدودو کې شوې، نامعلومه کسان راغلي د پوليو د ټيم په ساتنه مامور پوليس اهلکار باندې یې ډزې کړي او وژلی یې دی.

د بنو پوليسو بيا د وژل شوي اهلکار جنازه د ضلعې پوليس لاين مخې ته راوړلې، احتجاج یې پيل کړی او ويلي يې وو، تر هغې به د پوليو ډيوټي نه کوي څو پورې چې د وژل شوي پوليس اهلکار قاتل نه وي معلوم کړل شوی.

د پوليسو احتجاج ته د ضلعې پوليس مشر ضياالدين ورغلی، د يو ساعت وخت یې غوښتی چې حمله کوونکی به معلوم کړي.

له دغې وروسته د بنو پوليسو وويل، د پوليس اهلکار په وژنه تورن تن یې معلوم کړی او د پوليس په مقابله کې وژل شوی دی.

د بنو ولسي پاڅون د کمېټۍ غړی ناصر بنګش چې د پوليسو احتجاج ته ورغلی، ويلي يې دي، پوليسو د حمله کوونکي تن نيولو او ژوندي راوستو غوښتنه کوله، خو داسې برېښي چې په دغه ډول پېښو کې په پنجره کې بند کس را اويستل شي او د هغه مړی واچول شي.

د بنو پوليسو احتجاج لا دوام لري.

بل لور ته په لکي مروت ضلعه کې د پوليسو احتجاج په څلورمه ورځ دوام لري.

په اتم ستمبر په لکي مروت کې د پوليسو يو افسر د وژنې وروسته د ضلعې پوليسو په احتجاج او پرلت لاس پورې کړی دی.

د ياد احتجاج له امله په انډس هایي وی [لويه لار] د ګاډو تګ راتګ ودرېدلی، د لسګونو په شمېره کې ګاډي ولاړ پاتې دي او نن د ضلعې ټولې داخلي او خارجي لارې تړل شوي او شټر ډاون کاربنديز هم شوی دی.

د لکي مروت ضلعې پوليس د امن غوښتنه کوي او وايي د "ضلعې څخه دې پوځ بهر کړل شي".

د احتجاج کوونکو پوليسو سره د ضلعې پوليس او انتظاميې مشرانو مذاکرات کړي خو تراوسه نه دي کامیاب شوي.

پرون د پېښور نه د پوليسو مشر [سي سي پي او] احتجاج کوونکو پوليسو ته ورغلی خو د هغه سره هم خبرې نه دي کامیابې شوي.

د خېبرپښتونخوا پولیس وايي نن امکان لري د صوبې د پوليسو مشر [آی جي] لکي مروت ته سفر وکړي او د احتجاج کوونکو پوليسو سره خبرې وکړي.

د لکي مروت د پوليسو په وينا د ضلعې پوليس اهلکار، د سپاهي نه تر سب انسپکټر عهدې پورې د ضلعې ټول پوليس په احتجاج دي.

د لکي مروت سياسي ګوندونو، مدني ټولنې، د لکي مروت ولسي پاڅون او تاجرانو د پوليسو د احتجاج ملاتړ کړی دی.

ويل شوي، د سي سي پي او لخوا د احتجاج کوونکو پوليسو سره خبرې کوونکې کمېټۍ ويلي، احتجاج کوونکو پوليسو ته ويل شوي چې پوځ به د ټولو علاقو وايستل شي او تر خپل مرکز به محدود وي، پوځ به د پوليسو په کار کې مداخلت نه کوي، لکي مروت کې به 1000 نوي پوليس ګمارلی شي او د پوليس ټول وژل شوي اهلکار به په شهدا پېکج کې شاملولی شي.

د احتجاج کوونکو پوليسو لخوا د حکومت سره مذاکرات کوونکې کمېټۍ غړي شفقت خان [هېډ کانسټبل] وي او اې ډيوه ته وويل، د دوی د يوې غوښتنې ايجنډا ده چې د ضلعې نه به پوځ وځي او که غوښتنه یې ونه منل شوه، پلان بي يې تيار کړی هغه خطرناک دی خو اوس یې نه شي شریکولی.

د لکي مروت ضلعې انتظامیه وايي، احتجاج کوونکو ته ويل شوي چې احتجاج ختم کړي او دوه اونۍ وخت ترې غوښتل شوی، چې د پوځ ايستلو معامله د مرکزي حکومت سره ده، ځکه چې مرکزي حکومت په دغه اړه څه پرېکړه وکړي، دوی به په هغې عمل کوي.