د بشري حقونو کمېشن د کورمې په امنيت اندېښنه څرګنده کړې، پرلت دوام لري

کورمه کې د لارې بنديز او امن دپاره لاريون شوی

په کورمه پاړه چنار کې د لارو تړل کېدو او خراب امنيت ضد احتجاجي پرلت نن په دويمه ورځ هم دوام لري. پرون د نومبر په اوومه نېټه د امن په نوم مارچ د کورمې مرکز پاړه چنار نه پېل شوی او د 25 کلومېټرو پياده تګ وروسته د سميرعباس په نوم زيارت سره په پرلت بدل شوی دی.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د کورمې په حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او د حکومت نه یې د بحران قابو کولو دپاره د فوري اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د پاړه چنار بېلابيلو سيمو خلک چې په کې سلطان، جالندهر، غربينه او نور ځايونو ګډون وال شامل دي د ټولګيو په شکل کې په دې احتجاجي پرلت کې برخه اخلي.

د احتجاج پرلت وال د کورمې ټل پاړه چنار د لارې پرانستو او په سیمه کې د امنیت په ځای کولو غوښتنه کوي.

ځایي انتظاميه وايي، د پرلت په غوښتنو کار روان دی، او پرون د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه کې هم د کورمې په امنيت بحث شوی دی.

د کورمې پاړه چنار ځايي مشرانو، جلال حسېن او اغا تجمل حسېن نن د جمعې په ورځ ځايي خبريالانو ته ويلي د تېرې يوې مياشتې راهسې ټل پاړه چنار لاره، غټ سړک د ځايي خلکو او تجارت په وړاندې د تګ راتګ دپاره تړل شوې ده.

مشرانو ويلي، په پاړه چنار کې د لارې د بندېدو له امله د لکونو په شمېره کې خلک په ياده سيمه کې بند پاتې شوي او خلک د خوراکي توکيو، تېلو، داروګانو او نورو ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د دوی په وينا دغه احتجاجي پرلت به د لارې پرانستل کېدو او پوره امنیت په ځای کېدو پورې دوام لري او نن د جمعې د لمانځه وروسته به پرېکړه کېږي چې ايا دغه احتجاج پېښور ته او يا اسلام اباد ته وغځوي.

د ټل پاړه چنار لارې تړل کېدو له امله د افغانستان سره د کورمې خرلاچي په لاره دوه اړخيزه تجارت په ټپه ودرېدلی او دواړو خواو ته د مالونو ډک او تش ګڼ ګاډي ایسار پاتې دي.

په کورمه کې دا احتجاج وروسته له هغې پیل شوی چې په دې وروستیو کې په سيمه کې فرقه يیزې شخړې زياتې شوي او دوه ورځې وړاندې د سنیانو په بګن سيمه کې د شيعه مسلک خلکو په ګاډي برید شوی. په دې بريد کې دوه کسان وژل شوي او یوه ښځه ټپی شوې وه. احتحاج کونکي وايي وژل شوي کسان د اته کلونو مسافرۍ ژوند تېرولو وروسته قطر نه خپل کلي ته بېرته راتلل.

‎له دې وړاندې د اکتوبر په 12مه د شیعه و په کونج عليزي سيمه کې يو بل برید شوی وو چې په نتيجه کې يې د سني مسلک 15 کسان، چې پکې ښځې او ماشومان شامل وو، ووژل شوي وو. دغه پېښې د فرقه يیزو شخړو د زياتېدو سبب وګرځېدې او انتظاميې د امنیتي خطرونو له امله ټل پاړه چنار لويه لاره بنده کړې ده.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن پرون په اووم نومبر اسلام اباد کې خبري غونډه کې ويلي، په کورمه کې روانو قبايلي فرقه ييزه شخړو ته سنګينو حالاتو ته دې فوري توجه وشي.

د بشري حقونو کمېشن ویلي، تېر د 2023م کال په جون او بيا په اکتوبر کې د مخالفه ډلو ترمنځ په جنګ بندۍ اتفاق شوی او څو جرګې شوې وې خو په کورمه کې تشدد اوس هم روان دی.

د کمېشن ترمخه، روان کال د جولای د میاشتې په شخړو کې اندازً 49 کسان وژل شوي او لږ تر لږه 190 ژوبل شوي وو، په ستمبر کې بيا 21 کسان وژل شوي او اکتوبر کې 11 تنه وژل شوي، ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

کمېشن په سیمه کې د وسله والو په موجودګۍ او وسلې په خورېدو پوښتنې راولاړې کړي او ويلي یې دي، د ریاست زمه واري ده چې د خلکو د ژوند او امنيت د حق ساتنه وکړي، په تشدد کې ککړ کسان معلوم کړي د قانون منګولو ته یې راولي او د ټولو فريقېنو سره په ګډه سنجیده خبرې وکړي.

پرون د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه کې د کورمې ضلعې د امنيت په اړه بحث شوی او د يادې سيمې د امنيت جاج اخستل شوی دی.

د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي، په کورمه کې د امن د ټينګار، د خلکو د خوندي کولو او د حکومتي عملدارۍ په ځای کولو د پاره به ټولې لارې چارې په کار راوستلی شي.

د کورمې مرستيال کمشنر جاويد محسود ويلي، د قبايلي مشرانو او لویې جرګې له لارې مذاکرات روان دي او حالات د ښه والي پر لور روان دي.

‎د نوموړي په خبره، په کورمه کې کومه فریقه يیزه شخړه نه ده او په دې وروستیو کې په دې سړک د عامو خلکو په ګاډو بریدونه سیوا شوي چې له امله یې په امنيتي عسکرو په قافلو کې خلکو ته تګ راتګ ور برابروي.

د ضلعې د پولیسو مشر احمد شاه ویلي، په سيمه کې د شک په بنياد د 100 څخه زیات کسان نيول شوي، د هغو نه پلټنې کولی شي. د نوموړي په خبره د امنیتي ګواښونو له امله لاره بنده شوې او د نورو پېښو د مخنیوي لپاره څارنه لا زياته کړل شوې ده.

‎احمد شاه ويلي، "تېره اوونۍ پر امنیتي ځواکونو برید وشو چې په نتيجه کې يې دوه عسکر وژل شوي وو، ځکه د سيمې امنیت ته کلک پام ساتل کېږي".