جنوبي وزيرستان، ډېره اسماعيل خان: د څلورو پوليسو، او بنو د چيرمېن په ګډون اته تنه تښتول شوي

د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان او ډېره اسماعيل خان سيمو څلور پوليس، د بنو د وزير سب ډويژن چېرمن په ګډون اته تنه نامعلومه کسانو ته تښتولي دي.

دا تازه دوه پېښې نن په 23مه جنورۍ شوي دي. په سمدستي ډول د دغو کسانو تښتولو زمه واري چا نه ده منلې.

د برجنوبي وزيرستان پوليس وايي، د سراروغه پوليس تاڼې څلور اهلکار چې په عمر رغزی علاقه کې په يوه چيک پوسته کې په ډيوټۍ وو، تښتول شوي او تراوسه پورې ورسره هیڅ رابطه نه کيږي.

پوليس وايي، په علاقه کې د لټون عمليات پيل کړل شوي او ګمان کيږي چې دغه پوليس اهلکار تښتول شوي دي.

بله پېښه نن د ډېره اسماعيل خان په درازنده علاقه کې د بنو د وزيرو سب ډويژن چيرمېن مستا خان، د هغه ساتونکی او دوه حکومتي ټېکدارن نامعلومه کسانو تښتولي دي.

د ډېره اسماعيل خان پوليس او د تښتول شوي چيرمېن د تره زوي شا کرم وي او اې ډيوه ته دغه پېښه تاييد کړه.

هغه وويل، تښتول شوی چيرمېن د جمعيت علمااسلام ګوند د بنو ضلعې عهده دار دی.

د نوموړي په خبره، دوی پرون ډېره اسماعيل خان ته يوې جنازې له تللي او د پرون راهسې ورسره بيا رابطه نه کېده.

هغه زياته کړه، پوليسو ورته ويلي، دغه کسان د جنازې وروسته بيرته ستانه شوي خو بيا ورسره رابطه نه ده شوې او د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون سخت عمليات پيل کړل شوي دي.

د دې ترڅنګ د ډېره اسماعيل خان په کلاچي تحصيل کې د امام باړې مخې ته چاودنه شوې، د امام باړې دروازې او نزدې کورونو ته یې تاوان اړولی دی.

پوليسو دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، ښيې دا چاودنه په علاقه کې د ويرې خورولو دپاره شوې ده.

بل لور په ټانک ضلعه کې په پوليس چوکۍ تازه بريد شوی، د وسله والو په ډزو کې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی او بريد کوونکي په شا تمبول شوي دي.

بل اړخ ته د يادو سیمو سره په پوله پرتې ضلعې لکي مروت د ابا شهيد خېل قومي جرګې دوه ورځې وړاندې حکومت ته سخت خبرداری ورکړی چې که د کبل خېل پروژې تښتول شوي کارمندان په درې ورځو کې خوشې نه کړل شو، نو د احتجاج سلسله به پيل کړي.

‎د جنورۍ په نهمه، وسله ‌والو د کبل خېل سیمه کې د پاکستان اېټامک انرجۍ پروژې 17 خصوصي کارمندان د يو ډراېور په ګډون نامالومه کسانو تښتولي، تر اوسه یې اته خوشي شوي، خو پاتې کسان لا هم د تښتونکو سره دي.

د د دوی د تښتولو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې او په دې اړه په ټولنيزو رسنيو خپرو شوو ويډيوګانې کې، تښتول شوو کارمندانو له حکومته غوښتنه کړې چې د تښتونکو غوښتنې ومني او د دوی د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته کړي.