د پاکستان مرکزي حکومت تر اوسه د پي ټي اېم په غږ جوړې شوې د پښتون قامي جرګې ځېنو لویو غوښتنو، لکه د پښتنو د سیمو نه د پوځ او وسله والو ډلو د وتلو، په ډیورنډ کرښه د پخوا په شان بغېر پاسپورټ ویزې تګ راتګ او د پښتنو لپاره د بجلۍ د کمې بیعې ټاکلو، ته ځواب ویلی نه دی. البته، په پښتونخوا صوبه کې د مرکز په نمایندګۍ ناست ګورنر فېصل کریم کنډي جرګې ته باور ورکړی چې غوښتنې به یې اسلام اباد ته رسوي.
ګورنر کنډي په خیبر کې د پي ټي اېم په بلنه د جرګې میدان کې په زرګونو خلکو ته وینا کې ویلي چې د جرګې قرارداد (پرېکړې) به اسلام اباد ته وړاندې کوي. هغه ووېل: "ډېر خلک به دا کوشش کوي چې پښتانه تقسیم شي، خو تاسو انشا الله متفق وسئ."
د وي او ای ډیوه سره مرکه کې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا وویل حکومت به د پي ټي اېم غوښتنو ته کتنه کوي او کوښښ به کوي چې پوره يې کړي.
د وزیراعلا علي امین ګنډاپور نه پوښتنه وشوه چې که پي ټي اېم داسې غوښتنې وکړې چې د عملي کولو نه وي نو حکومت به بیا څه کوي؟ نو ګنډاپور وویل دا یې یقین دی چې د پي ټي اېم مشران به د ایین دننه مطالبې وړاندې کوي او حکومت به کوښښ کوي چې حل يې کړي او که حل يې نه کړی شوې نو دا د ریاست ذمه واري ده چې خپل ولس مطمین کړي.
ګنډا پور زیاته کړه چې کله د پي ټي اېم غوښتنې ورشي نو ګوري به چې کومې مطالبې پوره کول ممکن دي او کومې نه دي؟
د وزیراعلا نه پوښتنه وشوه چې که پي ټي اېم پښتنو د سمیې نه د پوځ او د وسله والو د وتلو غوښتنه وکړي نو بیا به د صوبايي حکومت څه دریځ وي؟ په دې اړه ګنډا پور وویل پوځ په خپله خوښه نه دی راغلی، دا پوځ حکومت خپله راغوښتی دی. هغه وویل پوځ چا او ولې راغوښتی دا د هغه چا نه پوښتل پکار دي چې پوځ ته يې بلنه ورکړې ده.
ګنډا پور بوښتنې وکړې چې پوځ د رابللو پالیسې د چا وه او ولې يې دا پالیسې عملي کړې وه؟ ګنډا پور وویل په وروستیو کې چې په خېبرپښتونخوا کې بیا د عملیاتو خبر کېدله نو هغه يې مخالفت وکړو او ویې وېل د عملیاتو نه نقصان کېږي. هغه وویل د هغه د مخالفت په سبب په صوبه کې بیا عملیات نه شي کېدلی.
هغه زیاته کړه چې ریاست دې دا اختیار نه لري چې څوک يې خوښ نه وي نو د ترهګرو په فهرست کې دې شامل کړي. هغه وویل پکار ده چې په یو فورم بحث کېږي او چې څوک مجرم ثابت شي نو بیا دې د ترهګرو په فهرست کې شامل کړي شي.
پښتون قامي جرګې د اکتوبر په ۱۳مه شپې ناوخته خپلې پرېکړې اعلانې کړې او ۲۲ بېلابېلې نقطې ته يې رامخې ته کړي دي. که څه هم په دې پرېکړو کې مختلفې مسئلې شاملې دي، خو څېړونکي وايي په دې کې د نړيوالو قوتونو د سیمه ییز کردار او اثر په اړه هېڅ نه دي ويلئ شوي.
څېړونکي وايي د پښتون قامي جرګې اعلاميه کې نړۍ ته دغه يو پېغام ورکړئ شو چې تر ټولو مهمه ستونزه يې په سيمه کې امنيت وضع ښه کول دي او په اعلاميه کې زياتره هغه خبرې اچولئ شوې وې کومې چې د هغوئ په وس کې وي.
پي ټي اېم ولې په سیمه کې د نړیوالو قوتونو په اړه خبرې په اعلامیه کې نه دي کړي نو څېړونکي محمود جان بابر وايي "زه دا وايم چې دا ځل دوئ لږ د افغانستان نه ځانونه غاړې ته ساتي چې مونږ اول په دې خپلو ستونزو خبرې وکړو نو بيا افغانستان خبرې ته هم ورنيزدې شو."
د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د جرګې په درېمه شپه ناوخته د جرګې پرېکړې اعلان کړې او ويې ويل پاکستان پوځ او وسله وال تنظیمونه دې دوه مياشتو کې زمونږ خاورې نه ووځي، د ډيورنډ کرښه باندې تګ راتګ په لارو دې د ۲۰۱۰ کال نه وړاندې قوانين په ځائ کړئ شي.
ځیني نور څېړونکي وايي د جرګې په اعلاميه کې د چين، امريکې، افغانستان، روس او ايران په اړه ځينې پرېکړې شاملول پکار وو.
د سیاسي چارو څېړونکی فضل رحيم مروت وايي که د سي پېک خبره کېږي او ايا چې دا کومه کيسه مونږه کوؤ که هند شو، مرکزي اسيا شوه، چين شو او روس شو نو دا خو يو بل سره تړلي دي. نو پاتې شوه امريکه او امريکه د هغوئ په ضد راځي او پکار وه چې دغه جرګه کې دا پرېکړه شوې وې او پښتنو ځان ښودلئ وې چې ايا پښتانه د سي پېک په حق کې دي او که نه او ايا نيم پښتون يې په حق کې دئ او نه يې په حق کې نه دئ.
څېړونکي وايي د جرګې په پرېکړه کې قامي ګټو ترڅنګ د منطقې سياست او په خاصه توګه نړيوال سياست ته کتنه پکار وه ځکه چې په دې منطقه کې چې څه هم کېږي نو هغه د لوئ ګېم او کولډ وار د لاندې کيږي.
څېړونکی سيد فخر کاکاخېل وايي پکاره ده چې پي ټي اېم وېلی وی افغان طالبان دې د انجونو تعليمي ادارې پرانيزي کومې چې تړلئ شوي دي نودا يوه نړيواله خبره ده او که دې ته دا رنګ ورکړئ شي چې دا غوښتنه ستاسو نه د ټولو پښتنو ده او دا وکړئ. نو ښکاره خبره ده چې د افغانستان تر حده پورې يا د پولې دې غاړې پورې به د دې اثرات وي خو نېغ په نېغه تاسو وايې چې د دې په بهرنيو چارو او په سيمه کې چې کوم بدلون راغلئ نو هغې په اړه په دې هيڅ خبرې نه دي شوې.
څېړونکي وايي بايد پښتون قامي جرګه کې د نړيوال سياست د لاسه خوره شوې ترهګري او انتهاخوښۍ ته کتنه شوې وې او دې په اړه يوه واضحه تګلاره مخې ته راوړلئ شوې وې.
په خېبر کې پښتون قامي جرګې په اعلامیې کې غټې پرېکړې کړي دي دغه اهداف تر څومره لوړ او د حیرانتیا وړ دي؟ او آیا د دې اهدافو د عملي کولو کوم پلان هم تجویز شوی؟
په دې اړه ځیني څېړنکاران وايي د پښتون ژغورنې اعلان شوې دغه ۲۲ پرېکړې داسې دي چې منطق او دليل سره برابر ګنل کيږي.
د پېښور یونېورسټۍ د صحافت د څانګې استاذ او څېړونکی پروفېسر فېض الله جان وايي “په دې کې هيڅ شک نشته چې ددې جرګې د اعلاميي يا پرېکړو څخه خلکو ته ډېرې عجيبه عجيبه تمې يا هيلې وې خو ښه خبره دا ده چې دې جرګې کومې پرېکړې وکړې په هغې کې يو هم داسې نشته چې عملي کول يې ممکن نه وي …”
د پي ټي اېم په جرګه کې چې د قبايلي او پښتنو مشرانو په شمول د خېبر پښتونخوا د سياسي ګوندونو مشرانو او بيا د صوبې اعلا وزير او ګورنر هم موجود وو. د جرګې د پرېکړو سره ټول ګوندونه او استازي رضا شوي، خو پوښتنه دا ده چې ايا دغه پرېکړې به ورسره حکومت هم ومني ـ او که حکومت دا پرېکړې نه مني نو په داسې کې د جرګې له لوري په بل کوم پلان هم صلاح شوې ده؟
په دې اړه څېړونکی پروفېسر ډاکټر عرفان وايي پي ټي اېم د خپلو غوښتنو عملي کېدو دپاره دوه میاشتې وخت ورکړی دی او ددې مطلب دا دی چې که چرې رياست دوه مياشتو کې دغه پرېکړو ته جواب ورنکړو نو یقیني خبره ده چې د غورځنګ سره به پلان بي موجود وي.
د پاکستان حکومت د پي ټي اېم په غوښتنه د قامي جرګې د جوړولو نه وړاندې، په شپږم اکتوبر پي ټي اېم یو غېر قانوني تنظیم وبالو.
په پي ټي اېم د حکومت د وروستي بنديز نه ډېره موده وړاندې، د پاکستان نزدې ټول حکومتي او شخصي ټېلېوېزنونه او د مېډیا نورې برخې، یا د خپله ځانه او یا د کومو چارواکو په اشاره، د پي ټي اېم اوسنۍ جرګې یا د دغه تنظیم د سولې لویو جلسو او غونډو ته ځای نه ورکوي.
د تېرې شورو/سهه شنبې په ورځ په خیبر کې پولیسو د جرګې میدان ته په ورغلو کې ډزې هم کړې وې.
پي ټي اېم وايي پولیسو په ډزو د تنظیم څلور کسان وژلي او نهه نور یې ژوبل کړي دي. قامي جرګې نن په پېښه کې وژل شوي کسان هم یاد کړل
د یادې پېښې وروسته، حکومت پي ټي اېم ته د جرګې په کولو مجبور شوی وو. د بشري حقونو ډلو د پي ټي اېم پر ضد د حکومت ګامونه غندلي وو.
پېښور ته نزدې، په خیبر کې د جرګې له امله، د تېرو څو ورځو راسې، د جرګې د ځای شاو خوا سیمو کې انټرنټ یا تړل شوی وو او یا ډېر ضعیف وو.
د انټرنټ د نشتوالي له امله، وي او ای ډيوه هم د جرګې د میدان نه نېغ په نېغه خبرونه ورکولای نه شي.