د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د ځمکني ماین چاودنې درې تنکي ماشومان وژلي او یو یې ژوبل کړی دی.
د علاقې پولیس او انتظامیې پېښه تاييد کړې او ويلي یې دي، دا پېښه د شمالي وزیرستان د شوال تحصیل په لرې پرتې او افغان پولې ته څېرمه لواړه منډایی سیمه کې شوې ده.
شوال د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه خوا او شا 80 کلومیټره سویل لودیځ لور ته او افغان پولې ته څېرمه انتهايي غریزه او د ځنګلونو څخه ډکه سیمه ده.
د شمالي وزیرستان د پولیسو د مشر روحانزیب د دفتر چارواکي وايي په چاودنه کې درې ماشومان فخر الدین، نور محمد او نقیم الله وژل شوي او یو بل حکمت الله ژوبل شوی چې عمرونه یې د لسو نه تر دولسو کلونو پورې دي.
د پولیس په وېنا د لومړنيو مالومات له مخې ماشومانو ته د لوبو څه شی په لاس ورغلی او د لوبو پرمهال پرې چاودیدلی دی.
ځینې سرچینې وايي چاودنه پرې یوې دیني مدرسه کې د زدکړو پرمهال شوې ده.
د انتظامیې د مشر منظور اپریدي د دفتر چارواکو وویل په چاودنه کې ژوبل هلک بنو کې پوځي روغتون ته وړل شوی، دا کورنۍ به یوازې نه پریږدي او د پېښې پلټنې پیل کړل شوي دي.
دا په شمالي وزیرستان کې دا میاشت د ماین چاودنې دویمه پېښه ده.
د اپریل په دویمه درپه خېل سیمه کې په یوه چاودنه کې دوه تنکي ماشومان ژوبل شوي وو.
د جنورۍ په څلورمه شمالي وزیرستان کې د ماین په يوه چاودنه کې درې کم عمره ماشومان وژل شوي وو.
په وزیرستان او نوره قبایلي سیمه کې وخت په وخت د ځمکنيو ماین چاودونو کیږي چې زیاتره نقصان په کې ښځو او ماشومان ورسېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په لومړنیو غوښتنو کې په علاقه کې د ځمکني ماینونو پاکول شامل دي خو وايي تر اوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې.
عالمزیب مسید دې تازه پېښې په اړه په ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي، "په علاقه کې د ځمکنیو ماینونو پیښې لا هم دوام لري. په کال 2021 کې د د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره په بېړنۍ توګه مرستندویه ادارې (يونيسف) د پاکستان حکومت ته د مرستې وړاندیز وکړو، خو له بده مرغه، هیڅ مرسته ونه شوه. مونږ له رساست څخه غوښتنه کوو چې نور سازمانونه هم ښکیل کړي، ترڅو زموږ دا خاوره دې ګواښ څخه پاکه کړي او د ماینونو ښکار شوي کسانو ته دې مرستې ورکړي".
هغه وخت د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره په بېړنۍ توګه مرستندویه ادارې (يونيسف) د پاکستان استازې اېډا ګيرما په جاري کړي یو بیان کې ویلي وو. "هيڅ يو ماشوم بايد د جنګ څخه پاتې شوو ماينونو يا چاودېدونکو موادو ښکار نه شي. يونيسف به د پاکستان مرسته کوي او د دغو ماينونو په اړه به پوهاوی خوروي چرته چې ماشومان او کورنۍ د دغه خطر سره مخ دي. د دې سره دا هم مهمه ده چې ماينونه پاک کړی شي او په پېښو کې د بچ شوو بيا بحالي وشي".
هغې ویلي، ماشومانو ته په ځانګړي ډول د دغو ماينونو نه خطره وي ځکه چې دوی دغه ماین په غلطۍ کې د لوبو څيز ګڼي او راپورته کوي يې.
په بيان کې ویل شوي چې په نړيواله کچه په جګړه کې د ماينونو يا چاودېدونکو موادو څخه د ماشومانو د مرګونو يا ټپي کېدو شمېره د نيمې برابر ده.
عالمزیب مسید وویل د دوی سره تر دې وخته پورې په سلګونو پېښې رپورټ شوي چې پکې د 400 نه زيات کسان مړه شوي او يا معذوره شوي دي چې زياته شمېره پکې د ماشومانو او ښځو ده.
هغه وویل دا پېښې زیاتره په هغو ځایونو کې کیږي چرته چې د امنیتي سرتیرو چیک پوستې یا قلعې وي.
د عالمزېب په خبره د "تشویش خبره دا ده چې د داسې قسمه پیښو وروسته په سیمه کې د روغتیا اسانتیاوې نه وي او د پېښې ښکار کسان بیا لرې د ډیره اسماعیل خان روغتنونو ته وړل کیږي".
هغه زیاته کړه د ماین چاودونو ښکار کسان زیاتره غریبانان وي چې بیزې یا څاروي څروي یا د خوړونو نه اوبه یا د ځنګلونو نه د اور لپاره لرګي راوړي او یوازې د پوځ لخوا یو لک روپۍ د مرستو ورکړل کیږ ي چې په روغتونونو کې د درملنې دپاره دا د مرستو پېسې د نشت برابر دي.
د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وايي چې د پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو کار روان دی چې پکې امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبلې اوړېدلې دي.
خو عالمزیب مسېد وايي تر دې مهال یوازې هغه سیمې پاکې کړل شوې چې چرته کې د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي چاوڼۍ او دفترونه لري خو تر 60 فيصده نه زیاته علاقه د مایینو د خطر سره مخامخ ده.