شمالي وزيرستان: وسله وال بريد کې دوه تنه په ګاډي کې سوځول شوي او بل په ډزو وژل شوی

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا نارامه ضلعه شمالي وزيرستان کې په يو وسله وال بريد کې درې تنه وژل شوي دي، پوليس پېښه ‏تاييدوي او وايي، دوه تنه په ګاډي کې سوځول شوي او بل په سوځېدلي حالت کې تښتول شوی او وروسته یې مړی ترلاسه شوی دی.‏

د شمالي وزیرستان ميرعلي تاڼې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، دا پېښه نن د چارشنبې- شورو په ورځ غرمه نیزدې ‏‎11‎‏ بجې په حیدرخېل علاقه ‏کې شوې ده.‏

چارواکي وويل، نامعلومه وسله والو په حیدرخېل کې په يو فيلډر ګاډي ډزې کړي او بيا یې ګاډي ته اور اچولی دی، دوه کسان پکې په ځای سوځېدلي او ‏مړه شوي دي.‏

هغه زياته کړه، وسله والو درېم کس د ځان سره په سوځېدلي حالت کې تښتولی او وروسته د هغه مړی هم ترلاسه شوی دی.‏

چارواکي وويل، مړي د ميرعلي روغتون ته وړل شوي، کورنيو یې لا په تاڼه کې رپورټ نه دی درج کړی او پوليسو په خپله د پېښې پلټنې پيل کړي دي.‏

امنيتي سرچيني وايي، وژل شوي کسان حکومت ته تسليم شوي طالبان وو.‏

تراوسه پورې د يادې پېښې زمه واري په رسمي ډول چا نه ده منلې، خو په حېدر خېل او خواوشا سيمو کې وخت په وخت هدفي پېښې کيږي.‏

دوه ورځې وړاندې د خدرخېل نه يو ځوان بې درکه شوی او نن یې په دته خېل تحصيل کې جسد ترلاسه شوی دی، د ميرانشا پوليس تاييدوي چې جسد یې ‏ترلاسه کړی دی.‏

د وژل شوي تن پېژندګلود زاهد په نوم شوې او هغه د حېدر خېل نه تښتول شوی وو.‏

کورنۍ يې ويلي، د تورو شيشو فيلډر ګاډی راغلی او هغه یې ځان سره وړی وو.‏

‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال عيد رحمان وايي، په سيمه کې هدفي وژنې روانې دي، د ميرعلي نه تر دته خېل پورې په لسګونو چيک ‏پوسټونه جوړ دي او په هره چيک پوسته کېمرې لګېدلي او تلاشۍ اخستل کيږي، د حېرانتيا خبره دا ده چې په دغو چيک پوسټونو دا خلک څنګه ‏تيږيږي؟.‏

پرون په ټانک، بنو او شمالي وزيرستان کې په هدفي پېښو کې پينځه کسان وژل شوي وو.‏

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي، په سيمه کې د تيرو څو کلونو راهسې د هدفي وژنو لړۍ دوام لري، او دعوه کوي په دغو پېښو کې ځايي قامي ‏مشران، سياسي فعال او عام خلک د لسګونو په شمېره کې وژل شوي دي.‏

په سیمه کې وخت په وخت د ناامنۍ خلاف احتجاجي مظاهرې هم کيږي.‏

شمالي وزيرستان کې په کال ‏‎2014‎م کې د وسله والو ضد د ضرب عضب په نوم عمليات شوي او پوځ دغه سيمه د وسله والو څخه پاکې ګرځولو دعوه کړې ‏وه.‏

خو په سيمه کې ناامنۍ دوام لري او د پوځي عملياتو له امله کډوال شوي ځينې خلک اوس هم بيرته نه دي ستانه شوي.‏

پرون د قبايلي ضلعو د نورو پارلیماني غړو او حکومت مخالفه ګوندونو سره ګډې خبري غونډې ته په وينا کې د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي ‏زبېر خان وزیر ويلي، "تر ټولو غټه مسله د امن ده چې امن نه وي خلک ژوند نه شي کولی، د ‏‎9/11‎‏ وروسته ورګډو ټولو قبايلي ضلعو کې ډرون، ناامني، د ‏مشرانو وژنې او بمې چاودنې وشوې، اوس هغه خلک بيا راغلي دي په وزيرستان او نورو سيمو کې هغه خلک بيا قلنګ اخلي، په پرمختيايي کارونو ‏قلنګ اخلي، زه يواځينۍ غوښتنه د امن کوم".‏

د صوبې وزير اعلا علي امين ګنډاپور د نهې په ورځ اسمبلۍ کې ويلي وو، صوبه کې امن په ځای کولو ته لومړيتوب ورکوي او د پوليسو دپاره يې د ‏فنډونو منظوري ورکړې ده.‏

‏ هغه ويلي وو، "زمونږ د ټولو نه لوی چېلنج د امن و امان دی، خو د بدقسمتۍ نه مونږ ته پېسې نه مېلاويږې، خو د خپلو وسايلو سره سم مونږ اووه اربه ‏روپۍ پوليسو ته ورکړي دي، په دې د پوليسو دپاره کار شورو شوی دی، او په دې به مونږ پوليس پياوړي کوو چې د ترهګرو مقابله وکړی شي".‏