صدر عارف علوي د نوي کمېشن منظوري په داسې وخت ورکړې چې د کابېنې دوو وزیرانو، د اطلاعاتو وزیر سنېټر شبلي فراز او د ساینس او ټېکنالوجۍ وزیر فواد چودهري، ویلي د کال ۲۰۱۰ مالياتي کمېشن جوړښت د صوبو په ګټه خو د مرکز په تاوان دی
ځيني خبريالان هم دا ګيله کوي چې د جېلونو دننه معلوماتو ته رسايي اسانه نه ده ځکه چې په دې حالاتو کې په عامو ملاقاتونو هم بندېز لګول شوی دی، د خپلو خپلوانو سره د بندي کسانو رابطه هم نه کېږي
د مرکزي حکومت له خوا خپرو شوو دغه معلوماتو تر مخه په متاثره خلکو کې لویه شمیره په خېبر پښتونخوا کې ده. چرته چې ۱۰۳ هغه کسان کرونا ناروغه کړی چې په هسپتالو کې کارکوي او یا ډاکټران دي.
په ګرد هیواد کې په بیا دغه مرکزونو ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ورغلي خلک يو بل ته دومره نژدې ولاړ وي چې د کرونا وایرس د خورېدو لامل جوړېدې شي.
په پاکستان او په خصوصي توګه په خېبرپښتونخوا کې ډاکټران وايي، د کرونا وايرس د وبا په ضد بې بنياده پروپېګنډې د کرونا وايرس د مخنيوي سره سره د مريضانو په علاج کې ستونزې رامخې ته کوي.
د خېبرپښتونخوا مردان ضلعې لوئې سرکاري هسپتال يا ډي اېچ کيو مردان يو ډاکټر هم د کرونا وايرس ښکار شوی دی.
د خېبرپښتونخوا د صحت د محکمې د شمېرو ترمخه د صوبې په ۳۴ ضلعو کې د ۲۷ ضلعو نه کرونا وايرس کېسونه رپورټ شوي دي چې پکې تر ټولو زيات ۹۱ په مردان او ۸۱ په پېښور کې مخې ته راغلي دي
د چارسدې ضلعې مرستيال کمشنر ويلي، د چین سره تعلق لرونکي شپږ تبليغيان په جومات کې قرنطين کړی شوي دي، او په ضلع کې د نورو بهرنيانو تبليغيانو لټه روانه ده.
د ملګرو ملتونو د نشيي توکو د مخنيوي ادارې د شمېرې ترمخه په پاکستان کې د ۲۰۰۶م نه تر ۲۰۱۶م پورې د کوکنارو د فصل نه ۲۵۲ټنو افيومو پېداوار شوی چې پکې تر ټولو زيات په ۲۰۰۸ کې ۴۲ او تر ټولو کم درې ټنه ۲۰۱۶ کې پېدا شوي وو
د چارسدې په باچا خان پوهنتون کې څلور کاله وړاندې په ترهګر بريد کې د وژل شوي يو زده کوونکي پلار وايي، په پوهنتون کې د دوی د غريبو خلکو بچي وژل شوي وو ځکه يې څوک هم تپوس نه کوي.
د سویلي اسیا دپاره د امریکا ځانګړې استازې اېلس ویلز ويلي، د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د پوځ په کچه د مرستيو پياوړي کولو او امریکايي ګټو په تړاؤ د پاکستان د پوځ د تعليم او روزنې په برخو کې بيا اجازت ورکړی دی.
په پاکستان کې د ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې (فريډم نېټ ورک) په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې په تېرو شپږو کلونو کې په پاکستان کې ۳۳ ژورنالسټان وژل شوي خو د ژورنالسټانو په قاتلانو کې يو ته هم سزا نه ده ورکړی شوې.
پېښور هايکورټ په پاکستان کې د ټیلي ویژن چېنلو د څار حکومتي ادارې (پېمرا) دا اقدام غېرقانوني، غېرائيني او د پېمرا ارډيننس ۲۰۰۲ پرضد ګرځولی چې د مولانا فضل الرحمان خبري کانفرنس په ټيلي ويژن چېنلو نه خپروي.
د صحت د نړيوالې اداره وايي په پاکستان کې ۲۴ (24) ميلينه خلک د ذهني ناروغو علاج ته اړتيا لري خو په دې هېواد کې د لکونو په شمېره کې د ناروغانو دپاره يو پوهه ډاکټر موجود دی چې درملنه يې وکړي.
نور کتل