د پاکستان لږ ډیر اقتصادي امدن د قرضونو په بیرته ادا کولو ولگي. ماهرین وايي د پاکستان د قامي امدن یا جي ډي پي ٧٣ فیصد برخه د قرضونو په بیرته ادا کولو یا ډټ سروسنگ مصرف شي
ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون لیکي که چېرې د اقتصاد د ترقۍ شرح په دغه ځای پاتې شوه نو وزیراعظم عمران خان به ولس ته د ١٠ مېلینه روزگارونو ورکولو لوظ پوره نکړی شي
د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر دوه ورځې وړاندې ویلي وو، د قرضونو په ادایگۍ کې توازن راوستلو د پاره به پاکستان د ايي اېم اېف نه قرض اخلي گني نو هېواد به دیوالیه کیږي.
د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) د پلاوي ترمنځ خبرې بې د څه نتيجې ختمې شوي او پاکستان ته په سمدستي ډول د قرض ورکول نه دي منظور کړی شوي خو ويل شوي د خبرو عمل به په راتلونکوورځو کې دوامداره وساتل شي.
د وی او ای انگریزۍ څانگې رپورټ وايي اسلام اباد او ماسکو په کال ٢٠١٦ کې په داسې حال کې مشترکه پوځي مشقونه پېل کړل چې د افغانستان د هغه سیمو نه د داعش خراسان څانگې په خپلو فعالیتونو لاس پورې کړو چرته چې افغان حکومت واکمني نه لري
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د وفاقي کابیني د غونډې وروسته د طلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري یو خبري کانفرنس ته وویل کابیني فیصله وکړه چې په ملک کې میشت افغان کډوالو لپاره به یو جامع تګلاره جوړول کیږي