لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف پاکستان ته قرضه ورکول د اېف ای ټي اېف د شرطونو سره تړلې


د پاکستان د خزانې وزارت یو چارواکي ویلي نړیوال اقتصادي بنک یا ايي اېم اېف پاکستان ته د قرضې ورکول د اېف ای ټي اېف د غوښتنو پوره کولو سره تړلي.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې دي نیوز د یو رپورټ ترمخه د خزانې وزارت دغه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، د پاکستان سره بله هیڅ لار نشته، پرته له دې چې د اېف ای ټي اېف لخوا شوي وړاندیزونه او غوشتنې ومني.

دغه چارواکي زیاته کړې ٫٫ دا حالت پاکستان لپاره ډیر د اندېښنې وړ دی، ځکه پاکستان ته د خپل اقتصادي ستونزو حل کولو لپاره د بهرني امداد سخت ضروری دی.٬٬ د هغه په وینا که اېف ای ټي اېف د پاکستان حکومت لخوا پورته شوي ګامونه مني، نو د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه به ايي اېم اېف ته پاکستان له د قرض ورکولو اشاره ورکړي.

د ترهګرو ډلو د مالي مرستو او د غیر قانوني پېسو لیګلو رالیګلو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف تیره میاشت ویلي وو پاکستان د داعش، القاعده، جماعت الدعوه، فلاح انسانیت، جېش محمد، حقاني نېټ ورک او د طالبانو ځینو کسانو سره د غیر قانوني مرستو په اړه د تړلو خطرونو پوهه نه لري.

دغه نړیوالې ادارې د پاکستان نه غوښتلي وو چې د می میاشتې پورې دې د پاکستان دننه مېشتو ترهګرو ډلو او ترهګرو د مالي مرستو تړلو لپاره چټک او کافي ګامونه واخلي.

اېف ای ټي اېف د مخکې نه پاکستان په خړ نوملړ کې اچولی. او ویره ده چې که پاکستان د دغه نړیوالې ادارې سپارښتنې عملي نه کړي نو کېدی شي پاکستان په تور لسټ کې واچول شي.

اقتصادي کارپوهان وايي د اېف ای ټي اېف نه په خړ لسټ او نه هم په تور لسټ کې نوم د یو هېواد لپاره په نړیواله توګه ښه خبره ده. که یو هېواد په تور لسټ کې شامل شي نو د نورو هېوادونو یا ادارو نه قرضونه اخستل ګران شي او اقتصادي باورتیا يې کمه شي.

خو د پاکستان د خزانې وزارت ویاند ډاکټر خاقان حسن بیا دي نیوز اخبار سره د خبرو په وخت دغه خبره رد کړې چې ګنې ايي اېم اېف د قرضې یا پور ورکول د اېف ای ټي اېف سره تړلی. نوموړي زیاته کړې د ايي اېم اېف سره د پور په سر خبرې روانې دي او په یو شمیر لانجو ګټه ورې خبرې شوي دي. د خزانې وزارت د ویاند تر مخه د ايي اېم اېف سره به دغه خبرې راروانه اونۍ په واشنګټن کې مخ په وړاندې ځي کله چې به د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر او د هغه ډله واشنګټن ته سفر کوي.

د ايي اېم اېف پور ولې ضروري دی؟

د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر دوه ورځې وړاندې ویلي وو، د قرضونو په ادایگۍ کې توازن راوستلو د پاره به پاکستان د ايي اېم اېف نه قرض اخلي گني نو هېواد به دیوالیه کیږي.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اسد عمر په اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو په وخت ویلي وو که چرې پاکستان دیوالیه شي نو د روپۍ قدر به نور هم وغورځیږي او په هېواد کې به د سرمایه کارۍ صورتحال نور هم خراب شي.

اقتصاد پوهان وايي که چېرې پاکستان د ايي اېم اېف نه قرض اخلي نو د ادارې په وینا به ځینې بدلونونه کوي چې په ولس به یې وزن غورځیږي خو د خزانې وزیر اسد عمر وویل حکومت به داسې اقتصادي اصلاحات کوي چې په ولس به کم نه کم پټې پرېوځي.

حکومت د بجلۍ په مد کې د ١٥ ارب روپو قرض سره مخامخ دی. د خزانې پخواني وزیر سلمان شاه وویل د بجلۍ قرض ادا کولو دپاره به د بجلۍ بییه نوره هم زیاتېږي، حکومت به نور ټېکس یا مالیه راغونډوي او په نتیجه کې به یې په ولس د قرض پټې زیاتېږي. خو اسدعمر وویل د ايي اېم اېف سره نه به په نرمو شرایطو قرض اخلي.

په پاکستان د قرضونو پېټی

ماهرین وايي پاکستان چې په کوم حساب قرضونه اخلي په نتیجه کې به یې په اینده دوو کلونو کې د هیواد د خارجي قرض مالیت ١٢٠ ارب ډالرو ته ورسیږي.

رویټرز خبري اداره وايي په پاکستان کې د افراط زر او د گرانۍ شرح دا وخت د تېرو پنځو کلونو تر ټولو لوړې سطحې ته رسیدلې ده او خلک د وزیراعظم عمران خان د حکومت نه سخت مایوسه شوې دي. رپورټ وايي ولس عمران خان د غربت د ختموولو، د روزگارونو د پېدا کولو او د فلاحي ریاست د جوړولو په لوظ منتخب کړی و.

رویټرز وايي پاکستان به د ايي اېم اېف نه په ١٣ ځل قرض اخیستلو ته ځان تیاروي او یا به د قرضونو په ادایگۍ کې زیاتېدونکي خلا ته ځان تیاروي چې اقتصاد یې تباه کولی شي.

پاکستان کې گراني او د ولس مایوسي

پاکستان کې د اېنفېلشن یا گرانۍ شرح دا وخت نهه اشاریه څلور فیصد ده چې د کال ٢٠١٣ راهسې تر ټولو زیاته کچه ده او زیاته گراني د توانايي او د خوراک په مدونو کې شوې ده.

په موجوده مالي کال کې سټېټ بېنک د اقتصادي ودې اټکل د درې اشاریه څلور او پنځه فیصد په شرح کړی دی چې د حکومت د شپږ اشاریه دوه فیصد نه لاندې دی.

د اپریل په لومړۍ نېټه حکومت د پېټرولو په بییو کې د لیټر په سر شپږ روپۍ اضافه وکړه او اقتصاد پوهه سعد هاشمي رویټر ته وویل د توانيي نرخونه نور هم زیاتېدی شي او گراني یا اېنفېلشن کې نوره هم اضافه کیدی شي.

که څه هم اقتصادي ماهرین وايي پاکستان سره د بییو زیاتوولو او د اخراجاتو کموولو پرته بله کومه چاره نشته خو رویټرز وايي د صارفینو صبر په تمامېدو دی.

یاسر سلطان په اسلام اباد کې ټېکسي چلوي وايي په تېر یو نیم کال کې د پېټرولو نرخونو زیاتو له امله یې امدن نیم په نیمه کم شوی دی. هغه وویل عمران خان خو ملک نه د غربت د ختمولو خبرې کولې خو اوس "هغه غریبانان ختموي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG