لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان کډوالو دپاره په هېواد کې د پاتې کېدو موده د راتلوونکې کال د جون میاشت پورې وغځوله


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د وفاقي کابیني د غونډې وروسته د طلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري یو خبري کانفرنس ته وویل کابیني فیصله وکړه چې په ملک کې میشت افغان کډوالو لپاره به یو جامع تګلاره جوړول کیږي
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د وفاقي کابیني د غونډې وروسته د طلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري یو خبري کانفرنس ته وویل کابیني فیصله وکړه چې په ملک کې میشت افغان کډوالو لپاره به یو جامع تګلاره جوړول کیږي

د پاکستان وفاقي کابیني په ملک کې مېشت افغان کډوالو په هېواد کې په قانوني توگه د پاتې کېدو نېټه د راتلونکي کال د جون د میاشت پورې د غځولو فیصله کړې ده.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د وفاقي کابیني د غونډې وروسته د طلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري یو خبري کانفرنس ته وویل کابیني فیصله وکړه چې په ملک کې میشت افغان کډوالو لپاره به یو جامع تګلاره جوړول کیږي.

نوموړي وویل چې پاکستان کې په قانوني توګه د ژوند کولولپاره د افغان کډوالو د رجسټریشن کارډونو موده د راتلونکې کال جون میاشت پورې غځولی شوې.

فواد چوهدرې وویل پاکستان کې دا وخت اته لاکهه او یو کم نوي زره افغان کډوال د افغانستان د شهریت کارډونه لري او پنځه لاکهه افغان کډوالو سره په پاکستان کې د پاتي کېدو لپاره د رجسټریشن کارډونه نشته.

د اطلاعاتو وزیر وویل کابینې د پخوانیو قبایلي سیمو او د خیبرپښتونخوا د انتظام لاندې قبایلي سیمو یا پاټا لپاره په ټیکسونو کې د رعایت فیصله په خپل ځای ساتلې.

نوموړي وویل چې په فاټا او پاټا کې د ټیکس قوانینو نفاذ د پنځه کالونو پورې اودرول شوی او زیاته يې کړه چې دغه سیمو ته د امدن په سر اخستونکي ټیکس او د سامانونو د خرڅ په وخت اخستونکي ټیکسونو یا سیلز ټیکس کې ورکړل شوي رعایتونه به هم هغسې پرځای وي.

فواد چوهدري ویلي په د پښتونخوا په اووه قبایلي ضلعو او پاټا کې خلک د کسټم بغیر ګاډي د جون کال ۲۰۲۳ پورې ګرځولی شي چې د هغې وروستو به په دغه ګاډو باندې ټیکس ورکول لازمي وي. په فاټا او پاټا کې د کسټم چور ګاډو شمېره په لاکهونوکې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG