د امريکاي او افغان پوځي چارواکو په وينا که طالبان او نورې ترهگرې ډلې د پاکستان مرستې او په دغه هېواد کې پټ ځايونه ونه لري نو طالبان او نورې ډلې په خپل ځان نه شي کولی په افغانستان کې جگړې ته دوام ورکړي
عبدالروف د پنجاب له فتح جنگ سيمې تښتول شوی وو او تر ډېرو وهلو ټکولو وروسته د خپلو خپلوانو په زور را خوشي شوی دی. هغه د ځان سره د زیاتي تور د ټیکسلا او فتح جنگ په یوه سیاسي کورنۍ لگوي
که چرې حسين حقاني د پاکستان غدار وي نو يا خو په کراچۍ کښې د هغه خلاف مقدمه پکار وه ځکه د حسين حقاني د پيدايش ښار دی او کورنۍ يې پکښې استوگنه وه او يا بيا په اسلام اباد کښې پکار وه چې د ملک سر ښار دی
د ښځو د حقونو او بيدارۍ فعاله گلالۍ اسماعيل د يو شمير نړيوالو جايزو گټونکې پښتنه پيغله ده چې د ویښې نجونه (Aware Girls) په نوم د یوه غيردولتي تنظيم مشره هم ده. (ویښې نجونه) په ځوان کول کې د توندلارۍ د مفکورې خلاف بيداري خپروي او ښځې امن راوستلو ته هڅوي
تېر ګل [دوشنبې] د پاکستان سېنېټ په يو متفقه پريکړه ليک (قرارداد) کښې، نا څاپه ۱۳ کاله وروسته، د حکومت نه غوښتي چې د امريکا د ډرون الوتکو په بريدونو کښې د وژل شويو او ټپي شويو پاکستانيانو خون بها دې د امريکا له حکومته واخیستل شي.
د پښتونخوا په شبقدر سيمه کښې پوليسو د قتل په مقدمه کښې خر نيولی دی. دا خر سره د خرگاډي د يوې ښځې د مرگ په تور بندي کړی شوی دی او تر هغې يې نه پريړدی تر څو چې عدالت د دغه بې زبانه د خوشي کيدو اجازه نه وي ورکړې.
د امريکا د صدر ډانالډ ټرمپ د افغانستان د پاره د نوې تگلارې د اعلان نه وروسته داسې معلوميږي چې د ډرون بريدونه به زيات شي او د پاکستان ډيرې سېمې به د دې د اغيز د لاندې راشي
لوبه ټوله د ډيورنډ د لانجمنې کرښې په غاړه جوړه کړی شوه او په اخر کښې د پاکستان نيت په دې شکل کښې ښکاره شو چې د افغانستان سره په ډيورنډ کرښه د ٫٫ پولې د سمبالښت ٬٬ لپاره کوټلي ګامونه ضروري دي.
د پاکستان د ايين په شق ٦٢ او شق ٦٣ څه نيوکې هم راپورته کړي او کنه چې ولې دغه د امين او صادق د پاره جوړه شوې پېمانه د انتخابونو د پاره د کاغذاتو جمع کولو په وخت ناکامه شي؟
دا سپارښتنه د جمعیت علما اسلام مولانا فضل الرحمان گوند د قامي اسمبلۍ غړې نعيمه کشور خان د پارلیمان یوې کميټۍ ته وړاندې کړې او ناشنا خبره دا ده چې د بحث په وخت خپله هغه موجود هم نه وه.
پاکستان کې اوسامه بن لادن وژو نو ښه او بدو طالبانو يي د غچ اخیستلو لپاره د ترهگرو حملو پړه ومنله. که د پاکستان طالبان پیښور کې بم خلاصوي نو مونږ چرته نه دی اوریدلي چې د افغانستان ښو طالبانو پرې بد ویلي او دغه شان که افغان طالبان کابل ورانوي نو بدو طالبانو يي غندنه نه ده کړې
روژه بيا راروانه ده او دا هر کال په مسلمانانو راځي چې ورسره د اسلامي عقيدې تر مخه برکتونه او ثوابونه تړلي دي.
هند د حکومت په منځ کې د غوښتنو په سر منځگړتوب مولوي وکیل احمد متوکل کولو. په تادۍ يي راته ویل لنډه خبره کوه څه پوښتنه لري؟ ما ویل که تاسو راته تازه حال راکړۍ، نو ویل يي "د طیارې تښتونکو په رسمي توگه د هند نه د درې کسانو د ایله کیدو غوښتنه وکړه چې پکې مشتاق احمد زرگر، احمد عمر سعید شیخ او مولانا مسعود اظهر نومونه مونږ ته راکړل شوي دي."
د پښتنو په اصل نسب تحقیق کونکی یو محقق دا نظریه ردوي چې گني پښتانه د بني اسرائیل دي او د سائنسي څیړنې په بنیاد وايي چې پښتانه او بني اسرائیل د یو بل سره هېڅ نزدېکت نه لري
د شهباز شریف دغه بیان یوه بله کړۍ هم پدغه زنځېر کې تړي. هغه کړۍ د پاکستان د پوځ پخواني سر لښکر جنرال پرویز کیاني د خدماتو په ستاېنه کې هغه جمله ده چې پکې واېي جنرال کیانی د ترهګرۍ خلاف جنګ یو ځاې ته محدود اوساتو
. د مطبوعاتو له مخه، ٨٠٠٠ کتابونه او نایابې قلمې نسخې تباه کړی شوي دي. خو د موسل د لائیبریرۍ چارواکې وايي په لائیبریرۍ کې ١١٢٧٠٩ کتابونه او نادرې نسخې وې چې امکان دی دغه ټول په ټوله تباه کړی شوي دي
پښتانه او کردان دواړه قومونه په بیلا بیلو ملکونو کې ویشل شویدي ولې پښتانه د قوم په حېث د تندلارو په ضد پاڅون نه کوي. ایا پښتانه د ملا په ورکړل شوي مذهبي مفکوره کې ښکېل دي او که څه نور وجوهات هم شته چې پښتون تر اوسه یو قوم نه شو.
باچا خان چې څومره په پښتنو ميين وو نو دومره ترې ګيله من هم وو. د يوې خبرې وضاحت ضروري ګڼم چې په دې ليکنه کښې د باچا خان خبرې ټولې په يو ځاﺉ نه دي شوي څه د هغه د جلسو ويناګانې دي او څه يې د مجلسونو خبرې دي چې ما اوريدلي دي او غواړم تاسو سره يې شريکې کړم
زه خو اول يريدم خو چې ما بيا ټول هلکان وکته او ټول ماشومان مې وکته چې دوﺉ سکول ته ځي او دوﺉ سره حوصله شته نو بيا زه ولې نه ځمه؟ زه به سکول ته ځم. زه به په کور کښې څه کوم؟ زه وعده کوم چې زه به اوس دې سکول ته ځم. زه اوس نه يريږم.
نور کتل