د خیبر پښتونخوا کوهاټ ښار کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني خلاف د بغاوت مقدمې جوړول پوښتنې لري- یو دا چې ولې په کوهاټ کې او بله دا چې ولې اوس؟
په دوو تاڼو کښې د پاکستان د پخواني سفير او ليکوال حسين حقاني خلاف د مجرمانه سازش او د رياست نه د بغاوت مقدمو کې دعوا شوې ده چې حسين حقاني د پاکستان خلاف د کرکې وينا کوي او د پاکستان خلاف يې کتابونه ليکلي دي.
د ښاغلي حقاني کتابونه- (د جومات او پوځ ترمنځ) په ۲۰۰۵ م، (لویې خیالي (خبرې)- پاکستان، امریکا او د غلط فهمیانو تاریخ.) په ۲۰۱۳م او (هند او پاکستان –ایا دا ځل سوله رښتینې ده؟) په ۲۰۱۶ م کې چاپ شوي دي.
خو د کوهاټ دریو سړیو مومن، محمد اصغر او شمس الحق اوس څو کاله وروسته په دغو کتابونو د خپګان پر سر د ښاغلي حقاني پرضد د بغاوت مقدمې درج کړي دي.
ښاغلي حقاني د ځان خلاف د تازه مقدمو په ځواب کښې په طنزيه انداز کښې په خپل ټويټر د هندي فلم منا بهاي ايم بي بي ايس يو مشهور ډايلاگ تکرار کړی او د مقدمو جوړونکو ته يې د هغه د کتابونو د لوستلو ښوونه کړې ده چې لږ د متبادل پاليسۍ نه هم خبر شي. دلته يې ټويټ لوستلی شئ.
پاکستاني چارواکي، حسین حقاني په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان د دوښمن په توګه یادوي. نوموړی لا د پاکستان سفیر و چې د هغه يو پخواني پاکستاني امريکاي ملگري منصور اعجاز پرې تور لگولی و چې حقاني پينټاگان ته يو ليک (ياداشت) استولی او د امريکه نه يې غوښتلي دي چې د پاکستان په پوځ زور واچوي چې چرته د اوسامه بن لادن د وژنې وروسته د جمهوري حکومت د راپرزولو سوچ ونه کړي.
دغه لانجمنې دعوې د ميموگيټ په نوم مشهورې شوې. حقاني دغه تورونه په عدالت کښې رد کړي و.
په هغه باندې دا تورونه هم لګول کیږي چې د القاعده مشر اوسامه بن لادن په پاکستان کښې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کښې له وژنې وړاندې یې په امريکه کښې د پاکستان د سفير په توګه د سي اي ای او هندوستان ايجنټانو ته ويزې ورکړي وې چا چې د اوسامه بن لادن په وژلو کښې لاس لرلو.
ولې په کوهاټ کې مقدمې درج شوې؟
دا پوښتنه په ټولنیزو رسنیو باندې هم ځینو خلکو کړې ده. هغوی وایي،
که چرې حسين حقاني د پاکستان غدار وي نو يا خو په کراچۍ کښې د هغه خلاف مقدمه پکار وه ځکه د حسين حقاني د پيدايش ښار دی او کورنۍ يې پکښې استوگنه وه او يا بيا په اسلام اباد کښې پکار وه چې د ملک سر ښار دی.
د کوهاټ په تاڼو کې په درج شویو مقدمو کښې ويل شوي دي چې حقانی په کتابونو کښې پاکستان بدنام کړی دی چې د هغه د ملک سره غداري ثابتوي.
په پاکستان کښې د غدارۍ سزا مرگ ده خو دا لا تر اوسه د پاکستان د پوځي مشرانو خلاف نه ده استعمال شوې. په جنرل مشرف هم د ملک د ايين ماتولو او جمهوري حکومت ختمولو مقدمې په عدالت کښې روانې دي خو جنرل مشرف هيچا مجبور نه کړی شو چې عدالت ته حاضر شي.
د ملک نه بهر د پاکستاني او غیر پاکستاني پرضد مقدمې جوړول نوې خبره نه ده.
د دې نه وړاندې په کال ٢٠١٠ کښې د شمالي وزيرستان کريم خان هم د اسلام اباد په هاي کورټ کښې مقدمه کړې وه چې په پاکستان کښې د هغه وخت د امريکاي استخباراتي ادارې مشر جناتن بنک ته دې عدالت سزا ورکړي ځکه د ډرون په يو بريد کښې د کريم خان ورور او ځوی په ميران شاه کښې وژلي شوي وو. خو د اسلام اباد عدالت ونه توانيدو چې د سي اي ای مشر مقدمې ته حاضر کړي.
بله دا چې په پاکستان کښې د ډرون حملې د پاکستان د پوځي چارواکو په صلاح کېږي. د امريکه پخواني اولس مشر بارک اوبامه په يو سپيناوي کښې ويلي وو چې د ډرون بريدونه د خپلو پلويانو په صلاح کوو او هغوي د مخکښې نه خبر ساتو. خو د کريم خان په مقدمه کښې د جنرل مشرف نوم د فريق په توگه نه دی ياد شوی.