په بلوچستان کې تاجران او کاروباري خلک له صوبایي حکومته د روان مالي کال په نوي کلني بودیجه کې د ټیکس د استثنا او د خوراکي توکو د ارزانه کولو غوښتنه کړې ده، ټاکل شوې چې د بلوچستان حکومت به د جون پر 21مهم بجټ وړاندې کړي. نور تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې:
د بلوچستان حکومت د پاکستان او افغانستان پر سرحدي سیمه کلا سيف الله کې د بادينې لارې د خلاصېدو اعلان کړی قومي مشرانو او سوداګرو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او کډوالۍ لپاره د باديني لارې د پرانيستلو هرکلى کړى دى. تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپورټ کې
د بلوچستان د تعلیم وزیرې د صوبې د تعلیمي ادارو په کارکردګۍ سخت تشويش څرګند کړی دا وايي، په دې لړ کې ډیر کار ته اړتیا ده او په ټولو ادارو کې بدلون او سمون راوستل لازمي دي. تفصیل د حميد سمسور په راپور کې.
د بلوچستان کابینې په یو مهم اقدام کې په صوبه کې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي بېل منظور کړی د مدني ټولني فعالان او حکومتى غړې هيله من دى چې له اسمبلې څخه به هم دغه بېل منظور کړل شي. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې.
په بلوچستان کې د کروندګرو احتجاجي پرلت په کوټه کې د صوبایي اسمبلې مخ ته نن په اتمه ورځ هم دوام درلود تفصيل له کوټې څخه د حميد سمسور په رپوټ کې
د بلوچستان پوهنتون استاذانو ته له تېرو څلورو مياشتو څخه تنخوا نه ده وکړل شوې دغه استاذان اوس د یادې ستونزې له امله غواړي چې د هېواد نورو پوهنتونونو ته ولاړ شي خو حکومت ورته اېن او سي نه ورکوي. د پوهنتون زدکونکې وايي د روانو احتجاجونو له امله د دوى درسونه ډېر آغېزمن شوي دي.
په بلوچستان کې د مزدورانو د نړیوالې ورځ پر مهال له دوکي څخه د کویلې د تښتول شوو مزدورانو د راخوشې کېدو غوښتنه شوې ده د مزدورانو سازمان وايي چې ترهګرۍ، بېکارۍ او ګرانۍ د دوى ژوند ډېر اغېزمن کړی دى. خو حکومت وايي، دوی ته د تحفظ د ورکولو لپاره کوښښونه کوي. تفصیل له حميد سمسور څخه:
بلوچستان کې د اختر په لومړۍ ورځ د بې درکه بلوڅانو د خپلوانو سازمان، بلوڅ يکجهتى کونسل او د بلوچستان پوهنتون استازانو او نورو کارکوونکو احتجاجـونه کړي حکومت وايي د بې درکه خلکو په ګډون د بلوچستان پوهنتون د ملازمانو د تنخوا ستونزې د هوارولو لپاره هلې ځلې کوي. تفصیل د حميد سمسور په راپور کې.
بلوچستان پوهنتون استاذان او نور کارکوونکي د روژې د مياشتي له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پر احتجاج ناست دي. دوی وايي، چې له تېرو څلورو مياشتو څخه تنخوا نه ده ورکړل شوې. حکومت وايي، د يوې مياشتې د تنخوا بندوست یې کړی دي. تفصيل د حميد سمسور په راپور کې.
وایس فار بلوڅ مېسېنګ دعوه کوي چې حکومت د بې درکه شویو کسان د مسلې په هوارولو کې سنجیده نه دی دوى وايي، اوس مجبور دى، چې د صوبايي اسمبلۍ پر هره غونډ ه به د اسمبلې مخې ته احتجاجې کېمپ لګوي. خو حکومت وايي چې د دې مسلې د حل لپاره یې هلې ځلې روانى دي. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې.
بلوچستان کې عادي خلک وايي، د پېټرولو د بیو لوړېدل سره به د کم امدن خلک ډير سخت زیانمن کړي سیاسي ډلو هم د تېلو په قيمتونو کې په زیاتوالي باندې غوصه څرګنده کړې. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
بلوچستان کې عادي خلک وايي چې یوټیلټي سټورونه د روژې په مياشت کې په اسانۍ سره د ورځني استعمال توکي نه ورکوي تفصيل د حمید سمسور په راپور کې.
نور کتل