د بلوچستان وزیر خزانه زمرک خان اڅکزي وويل چې صوبائي حکومت د ملازمانو ښېښګړی له پاره ګامونه اخلي، له 1 یوه ګرېډ څخه بيا تر 16 پوری په میاشتنی تنخوا ه کې 35 سلنه له 17 څخه بیا تر 22 ګريډ پوری 30 او د پېنشن کې بیا 5 .17 فيصد اضافه شوې او لږ تر لږ اجرت 32000 ټاکل شوې دي
په بلوچستان کې د سختې ګرمۍ او د بجلۍ د لوډشېډنګ له سؤبه خلک په لاس جوړ شوي د خاورو لوښي لکه منګي، صرايانې، کوزې او کونجۍ اخلي. اخېستونکي وايي، دا لوښي تر ډېر وخت پورې اوبه يخې ساتي او د اوبو خوند هم خوندور وي. تفصيل د حميد سمسور په رپوټ کې
په کر کروندو کې په نړۍ کې زیاتې ښځې هم کار کوي خو د وچکالۍ له امله نه یواځې نارینه اغېزمن شوي بلکه د ښځو روزګار هم ورسره زیانمن شوی. له وچکالۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ هر کال د جون په ۱۷ لمانځل کېږي. تفصیل د حمید سمسور په راپور کې.
د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکي سازمان [وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز] دعوه کړې بلوچستان کې په روان کال کې105 کسان په جبري توګه بې درکه شوي او مقدمې یې هم تراوسه نه دي ثبت شوي، د بلوچستان صوبې وزيرانو دغې دعوې ته د ځواب ويلو نه ډډه کړې ده.
د بلوچستان سوداګر وايي، دوی د کال ۲۰۲۳ او ۲۴ لپاره وړاندې شوي مالي بجټ ته یو متوازن بجټ نه شي ويلی. دوی ویلي، له دې سره به ګراني نوره زیاته شي او حکومت پکې خپل لګښتونه نه دي کم کړي. تفصیل د حمید سمسور په رپوټ کې
د بلوچستان حکومت د کم عمرۍ په ودونو د بندېز پرېکړه کوي د بلوچستان صوبائی کابينې د اتلس کاله نه د کم عمر په ودونو د بنديز لګولو پرېکړه کړې ده او حکومت وايي دا قانون له اسمبلۍ څخه هم منظوروي. د ښځو د حقوقو له پاره ږغ پورته کونکې غیر دولتي موسيسې د دې ستاینه کوي
د مور او پلار نړیواله ورځ هر کال د جون په لومړۍ نیټه په ټوله نړۍ کې د دوې درناوي په توګه لمانځل کیږي. په دې ورځ د ماشومانو د ودې او پرمختګ په برخه کې د هغوی د قربانیو ستاینه کېږي. تفصیل حمید سمسور په راپور کې.
په نوې سرشمېرنه کې د بلوچستان ابادي د کال 2017 په نسبت 70% سېوا ښودل شوې د پاکستان د ابادۍ او سرشمېرنې ادارې د اوم پړاو چې د می په پينځلسم سر ته رسېدلی د مخه د يادې صوبې ابادي نزدې اويا سلنه برخه سېوا شوې او اوس د يو کروړ درويشت لاکه څخه دوه کروړه اولس لاکه ته رسېدلې.
د بلوچستان کلا سیف الله ضلعې په مسلم باغ کې د امنیتي ځواکونو په کمپ د ترهګرو په برید کې د دوو پوځیانو په ګډون څلور تنه وژل شوي. په دغه برید کې درې ملېشه سرتیري ژوبل شوي هم دي. ځايي خلک وايي، د مسلم باغ ښار او ټولی لویې لاری تړل شوې وې. نور تفصیل له کوټې څخه د حمید سمسور په رپوټ کې
د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او ویلي، په پاکستان کې د ماشومانو د مړینې تر ټولو زیاتې پېښې له بلوچستان څخه رپوټ کېږي. دوی وايي، په بلوچستان کې یواځې ۳۸ فیصدو ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.
د بلوچستان هټیوال او عام خلک وايي، سږ کال د وچو میوو بیه په هره کیلو کې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ روپیو پورې زیاته شوې چې زیات خلک یې اوس د اخېستلو وس نه لري. حمید سمسور پرې راپور راستولی.
بلوچستان پوهنتون د تېرو دریو میاشتو تنخواګانو د نه ترلاسه کولو له امله په بشپړه توګه تړل شوی او احتجاج یې پیل کړی. حمید سمسور پرې راپور تیار کړی.
په بلوچستان کې خلګ په روژه ماتي کې ځانګړي دودیز سجی کباب هم ډیر خوښوي خو د هوټل مالکان وايي، چې د ګرانی له سوبه یې ګاکان کم شوي دي حمید سمسور پرې یو راپور راستولی.
اعظم کاکړ د بلوچستان په بېلا بیلو سیمو کې ۲۱ شخصي کتابتونونه پرانیستي څېړونکي وايي، په اوسني وخت کې د ځوانانو ترمنځ د کتاب د مطالعې دود کم شوی او ډیري وخت ځوانان په خپلو موبایلونو باندې ټولنیزې رسنۍ ګوري.
د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله وايي، "د بلوچستان صوبې په کچي ضلع کې د بلوچستان کانسټبلري [بي سي] پوليس په ګاډي ځانمرګی بریدی شوی، چې پکې د اته اهلکارو په ګډون نهه تنه وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي دي".
د بلوچستان هرنايي ضلع په شارګه کې د کولې په درنګ کې د زهرجن ګيس د چاودنې له سوبه شپږ مزدوران وژل شوي د درېو ژوندي راويستل شویو کان کېندونکو وضعه ناسمه ده او په مرګوني حالت کې کوئټه ته استول شوي دي. تفصیل د حمید سمسور په رپورټ
نور کتل