لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په مستونګ کې د پولیو پر ټیم وسلوال برید کې د پولیسو یو عسکر وژل شوی


د مستونګ د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښولو په شرط ډیوہ ته ویلي، پېښه له کوټې ښار څخه د 50 کيلومتره په واټن باندې د جنوب په لور دمستونګ د کاريز نوټ په سیمه کښې شوې ده.

دغه چارواکي وویل ناڅرګندو وسلوالو د پوليو پر ټيم هغه مهال برید کړ‎ی کله چې په سیمه کې د ګوزن څخه د ژغورنې لپاره و ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو مهم روان و .

هغه وویل دبرید په نتيجه کې د پولیو ټیم ساتونکی د پولیسو یو عسکر وژل شوی چې د هغه مړی د نواب غوث بخش رئيساني مېموريل روغتون ته وړ‎ل شوی، خو د پولیو ټیم نور ټول نارینه او ښځینه غړي خوندي دي.

پولیس وایي له پيښې وروسته ملزمان تښتيدلي او پوليسو سيمه محاصره کړي ده، او د وسلوالو لټون یې پېل کړی دی.

د وژل شوي پولیس عسکر پېژندګلو د محمد شهزاد په نوم شوې ده.

د بلوچستان وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو دا پېښه غندلې او ویلي یې دي”هغه چې د پوليو د کمپاين د شنډولو په سازش کې لاس لري د ملت دښمنان دي، ترهګر دي، د قانون منګولو ته دې وسپارل شي،موږ‎ به د خپلو ماشومانو سالم راتلونکی خوندي ساتو”

د وزیر اعلی دغه خبرې په سرکاري جاري کړ‎ل شوې خبر پاڼه کې ورکړ‎ل شوې دي.

د یادې پېښې ذمه واري د رپورټ د جوړ‎لو تر وخته چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړ‎اندې دبلوچستان په چمن، پشین، کوټه او نورو سیمو کې د پولیو پر ټیمونو د شوؤ زیاترہ بریدونو مسؤليت تحریک طالبان پاکستان، داعش، او نورو تندروه مذهبي ډلو اخستی.

د بلوچستان داخله وزير مير ضياء الله لانګو له اړوندو چارواکو څخه د پېښې رپورټ غوښتی او امر یې کړ‎ی چې د ککړ‎و کسانو د ژر تر ژرہ نیولو لپاره دې د مستونګ دمرستیال کمشنر تر شخصي څارنې لاندې سمدستي ګامونه پورته کړل شي۔

د بلوچستان د 18 ضلعو په 393 یونین کونسلونو کې د پولیو ضد اووه ورځنی کمپاین د روانې مئ میاشتې پر 15مه نېټه پیل شوی۔

د بلوچستان د پولیو د ایمرجنسي اپریشن سنټر د چارواکو د معلوماتو مطابق د کمپاين پر مهال د بلوچستان ليويز، پوليس او ايف سي عسکر د پولیو ضد ټیمونو د خوندیتوب پر ماموریت ګمارل شوي دي۔

د پوليو ضد مهم کې د پنځوؤ کالو څخه کم عمره 12 لکه 62 زره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږ‎ي۔

د پولیو د کمپاین په ترڅ کې شاوخوا پینځه زرہ ټیمونه ګمارل شوي چې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي.

د چاراکو په وینا دا کمپاین چاغي، دوکۍ، قلعه سیف الله، لورالايي، مستونګ، نوشکي، ږ‎وب، بارکھان، ډیره بګټي، حب، جعفرآباد، نصیر آباد، موسی خېل، شیراني، صحبت پور، پشین، چمن او قلعه عبدالله کې روان دی۔

رپورټونه وایي چې په بلوچستان کې له 2021م کال له جنورۍ راهیسې د پولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د 2021م کال له اپریل راهیسې بلوچستان کې د پولیو وایرس نه دي موندل شوی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG