د پشتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ وياند رويدالله مسيد وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې د اکتوبر په پينځمه نورالله ترين د کراچۍ پوليسو د شپې ناوخته د کور نه پورته کړی او تر څلورو ورځو پورې پوليسو نه منله چې له دوی سره دی.
په کراچۍ کې په ګڼ شمير مېشتو افغان کډوالو د نيول کيدو له وېرې بيرته افغانستان ته ستنيدل پيل کړي افغان کډوال وايي، په لنډ وخت کې د هغوی کورونه او کاروبارونه نه خرڅيږي او د لارې مصرفونه هم نه لري.
په کراچۍ کې د بې کوره افغانانو د نيولو لړۍ لا نه ده درېدلې
په کراچۍ کې د تېرو درېو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نيولو لړې تيزه شوي کډوال تور لګوي چې پوليس هغه افغانان هم نيسي چې قانوني اسناد لري او ترينه د روپو غوښتنه کوي. پوليس دغه تورونه ردوي او وايي چې يوازې هغه افغانان نيسي چې ورسره په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه وي.
د کراچۍ په تين تلوار د هندو او نورو لږکيو سره تعلق لرونکو او مدني فعالو د سيند صوبې په کندکوټ سیمه کې د تښتول شوو هندوانو راخوشي کولو دپاره احتجاج کړی او سړک یې بند کړی وو. وروسته بيا د کورنیو چارو نګران وزير ویلي، دوه تښتول شوي هندوان راخوشي کړی شوي او نور به هم خوشي کړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ: علي وزير او د تحريک نور غړي ازاد کړئ، په کورونو غير قانوني چاپې وهل بند کړئ د ستمبر په لومړۍ نيټه د کراچۍ پشتون ژغورنې غورځنګ غړو د ښار په ايمپريس مارکيټ کې د بندي علي وزير او د پي ټي ايم د نورو غړو د نيولو په ضد احتجاجي مظاهره کړې.
په کراچۍ کې د بې درکه شوو کسانو کورنيو سره د پاکستان بشري حقونو کميشن غړو او مدني فعالينو احتجاجي لاريون او مظاهره کړې د بې درکه کسانو کورنې وايي، رياست ته مور ويل کيږي خو له دوي سره د دوښمن په ډول چلند کوي. تفصیل د ذوالفقار بيټنې په رپورټ کې.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت په کراچۍ کې کونسلګرۍ ويلي، د سيند صوبې له زندانونو نور 75 نور بندي افغانان خوشي کړل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
د لږکيو ډلو په قامي ورځ د دوی مشران وايي نه مو څوک قامي حق مني او نه اييني حقونه راکوي په کراچۍ کې د اګست په 11مه نيټه د لږکيو ډلو په قامي ورځ د اقليتونو حقونو دپاره لاريون شوی چې پکې کڼ شمير خلکو پکې ګډون کړی.
په کراچۍ کې د رکشو او د ټيکسيانو ډريورانو د ګاډو چلولو د پاره د ګيس سلينډر په کارولو د بنديز خلاف احتجاجي مظاهره کړې. ډريوران وايي، دوي که سلينډر استمعال نه کړي نو د تيلو لوړو نرخونو له کبله ورته ورځنۍ مزدوري نه پاتې کيږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېند صوبې له پولیسو سره د سلطان محمد په نامه د باجوړ د یو کس د مړینې پرضد لاریون کړی. دوی ویل چې سلطان محمد د سیند ضلعې خیرپور پولیسو سره په بند کې د جولای په ۱۸ نېټه د پولیسو د زیات تشدد له امله مړ شوی دی. خو پولیسو ډیوې ته ویلي، چې د هغه مړینه قدرتي وه.
له نړيوالې مالياتي ادارې اي ايم ايف سره له تړون ورسته د پاکستان د ونډو بازار ډير په تيزې سره بره ختلې وو خو کارپوهان وايي، د مجموعي د 5000 نه زياتو پوينټونه لوړيدو وروسته د ونډو بازار په ځای درېدلی.
د لادرکه بلوڅانو کورنيو د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کراچۍ پريس کلب پر لور لاريون کړی او هتله يې احتجاجي غونډه کړې. بلوڅ احتجاج کونکي وايي، د دوي بې درکه خپلوان دې راخوشي کړل شي او نور دې پرې جبر او ظلم ودرول شي. تفصیل د ذوالفقار بيټنی په رپورټ کې
د لادرکه بلوڅانو کورنيو د کراچۍ پريس کلب مخې ته د نه خوړو يو ورځنی کيمپ لګولی او احتجاجي مظاهره يې کړې. بلوڅان وايي، په بلوچستان کې په جبري توګه بې درکه کولو او له قانونه پرته وژنو چې کوم اور لګولی وو هغه نن د پاکستان ټولو برخو ته خپور شوی. تفصیل له کراچۍ نه د ذولفقار بېټني په راپور کې.
په کراچۍ کې د بې درکه بلوڅانو کورنيو د پرېس کلب مخې د يوې ورځې دپاره د نه خوړو احتجاجي کېمپ لګولی او د يو بې درکه ذاکر مجيد د خوشي کولو غوښتنه یې کوله.
د کراچۍ په افغان کډوالو کيمپ کې ميشت افغانان له معاشي مشکلاتو سره مخ دي افغانان وايي، لومړی کارونه نه شي پيدا کولی او چې کار ومومي نو بيا هلته په بېلابېل ډول ځورول کېږي. تفصیل د ذوالفقار بيټنی په رپورټ کې
په پاکستان کې له شته قانون سره سره څوک هم د ژوند ژغورلو ايمبولينسونو ته لار نه ورکوي په پاکستان کې غیر دولتي او د ژغورنې ادارې وايي، د پېښو په وخت اېمبولنسونه د خلکو ژوند ژغورلو ته ځي خو څوک ورته لار نه ورکوي او بيا په روغتونونو کې د صحت په کارمندانو تشدد هم روان دی.
د کراچۍ او سيند صوبې له زندانونو د اته ماشومانو په ګډون 66 افغانان چې د بند سزاګانې يې پوره کړي، خوشي کړل شوي او بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
نور کتل