د پاکستان د ټیکسونو مرکزي اداره ایف بي آر روان مالي کال 2024 او 25 په لومړیو دوو میاشتو جولای او اګست کې د ماليې هدف په ترلاسه کولو کې ناکامه شوی. ایف بي آر وايي که په ستمبر کې هم د ماليې هدف خسارې سره مخ شو ایډوانس ټیکسونو به یو فیصد نور زیات کړي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
ایف بي آر روان کال د اپرېل په میاشت کې تاجر دوست سکيم متعارف کړی چې پکې په دکاندارانو، هول سېلرانو او مختلفو کمپنو د دوکان د قیمت په سر مالیه لګول شوې، دا مالیه د 1200 روپو نه تر 240000 روپو پورې د یو دوکان په سر جوړیږي. خو سوداګر وایي د هغوی نه دې د امدن په بنياد ماليه واخستل شي
په مردان کې نرښځیان وايي ځايي پولیسو په تاڼه کې پرې تشدد کړی او قیمتي شیان یې په زوره ځنې تروړلي. پولیس وايي نرښځیانو په پولیسو حمله کړې او سرکاري ودانۍ ته يې زیان رسولی. د پېښې پلټنې روانې دي. د بشری حقونو فعالانو نرښځیانو ته تحفظ غوښتنه کړې ده. تفصیل د ریاض حسین په رپوټ کې:
اقتصاد پوهان وایي د پاکستان زیاتره ځوانان خلیجي هیوادونو ته روزګارونو له ځي او په دې کې ورځ تربلې اضافه کیږي، او دا چې ترسیلات زر کې اضافه د حکومت معاشي پالیسۍ هم څرګندوي
د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک خبرداری ورکړی، چې روان مالي کال کې په ګرانۍ کې اضافه کېدی شي، ځکه چې د حکومت له خوا په بجټ کې د مالیاتي ګامونو اخستو وروسته به ګراني د 12 نه تر 13 فیصده پورې وي، او راتلونکي کال کې امکان لري چې ګراني د پينځو نه تر اووه فيصدو پورې راکمه شي. تفصیل د ریاض حسېن په رپوټ کې:
د پښتونخوا په مردان ضلع کې پولیس وایي د سي ټي ډي او پولیس په ګډه عملیاتو کې څلور وسلوال وژل شوي چې پکې یو ځايي کمانډر هم دی. څېړونکي وايي په ښارونو کې د تشدد زیاتوالی او د وسلوالو موجودګي په راتلونکي کې نور مشکلات پیدا کولی شي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک وایي تېر مالي کال کې کرنټ اکاونټ خساره په ریکارډ کچه کمه شوې. اقتصادپوهان وایي له بهر هیوادونو د ترسیلات زر زیاتوالي او تجارتي خسارې د کمې له وجې په امدن او خرڅونو کی فرق کم شوی خو په راتلونکي کې دې سره په اقتصادي پرمختیا هم اثرات کېدی شي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
چين ته د تګ نه وړاندې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب شخصي ټي وي چينل جيو نيوز ته وویل، چې چين ته د هغه د سفر په اېجنډا کې د پاکستان دننه د توانايۍ په څانګه کې د اصلاحاتو او د پانډه بانډز په سر د چينايي چارواکو سره خبرې کول شامل دي
د پاکستان په قامي بجټ کې د مالیې زیاتېدو د ماشومانو د خوراکي توکو په قیمتونو هم اثر کړی او کاروباریان وایي د ماشومانو د ډبي خوراکونو کارول 22 فیصده زیات شوي. طب پوهان وایي دا به پاکستان کې له وړاندې د خوراک د کمي سره مخ ماشومانو په صحت بدې اغېزې وکړي. تفصیل د ریاض حسین او ارشد مومند په رپوړټ کې:
په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت سوداګر او ولس د بجلۍ د ګرانۍ په ضد احتجاجونه هم کوي چی هغوی ته دې د اوبو د بجلۍ په قیمت بجلي ورکړي شي.
سرچینو ورته ویلي، په جلاله کې دغه چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د دغه ځای څخه يو پوليس چارواکی تېرېدو، خو پوليسو په رسمي توګه نه دي ویلي، چې د چاودنې هدف پوليس افسر وو
اقتصاد پوهان وايي، په اوسني قامي بجټ کې د ونډو په بازار کې په کاربارونو د نورو ټېکسونو په ځای کم ټېکسونه لګول شوي، يو دغه علت هم دی چې پانګه والو د ونډو بازار ته زياتې پېسې راوړي او اعتماد يې پرې بحال شوی دی، ځکه د ونډو بازار په بره روان دی
د پېښور په ارمي پیلک سکول د تحریک طالبان پاکستان د حملې نه وروسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د نیشنل ایکشن پلان په عنون تګلاره جوړه کړه خو پوهان وایي په دغه تګلاره د سم عمل نه کیدو په وجه څه موده پس حالات بیا خراب شي او حکومت بیا د پوځي اپریشنونو خبرې کوي
د پاکستان حکومت دعوې کوي چې په ملک کې ګراني کمه شوې خو د غټ اختر د څارویو په منډیو کې د ګرانۍ د کمي اثرات نه لیدل کیږي، سوداګر او اخيستونکي وایي سږ کال څاروي لا نور ګران شوي او دوی دعوه کوي د نیمې نه زیاتو خلکو قرباني کول پرېښي دي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پاکستان مرکزي حکومت وایي په ملک کې تر 11 فیصده زیات ځوانان بې روزګاره دي. تعلیمیافته ځوانان وایي بې روزګارۍ د مایوسۍ ښکار کړي. تعلیمي پوهان وایي د ځوانانو تعلیم د عصري دور سره سم نه دی باید د جدید تقاضو او ټیکنالوجۍ ترڅنګ د مارکیټ د ضرورتونو برابر تعلیم وکړي. تفصیل د ریاض حسین په رپورټ کې:
د پاکستان مرکزی سټیټ بینک د سود شرح 1.5 فیصده راکمه کړې خو په پښتونخوا کې سوداګر وایي د ګرانۍ په مقابل دا کمی ډیر لږ دی او په 20 فیصده سود کاروبارونه کول ګران دي، کاروباریان وایي په پاکستان کې کاروباري بینکونه د وړو صوبو سوداګرو ته ډېرې کمې قرضې ورکوي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
نور کتل