لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير په درې ورځني سفر چين ته تللی



چين ته د تګ نه وړاندې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب شخصي ټي وي چينل جيو نيوز ته وویل، چې چين ته د هغه د سفر په اېجنډا کې د پاکستان دننه د توانايۍ په څانګه کې د اصلاحاتو او د پانډه بانډز په سر د چينايي چارواکو سره خبرې کول شامل دي
چين ته د تګ نه وړاندې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب شخصي ټي وي چينل جيو نيوز ته وویل، چې چين ته د هغه د سفر په اېجنډا کې د پاکستان دننه د توانايۍ په څانګه کې د اصلاحاتو او د پانډه بانډز په سر د چينايي چارواکو سره خبرې کول شامل دي

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزېب ويلي، د چين په سفر کې به هغه د چينايي چارواکو سره د توانايې په څانګه کې په اصلاحاتو خبرې کوي خو څيړونکي وايي د دې سفر بنيادي مقصد د چين سره د انرژۍ په څانګه کې پاکستان ته پاتې د 15 اربه ډالرو قرضې ستنولو مېعاد غځول دي.

بل لور ته د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک ویلي، په تېر مالي کال 2023/24م کې د کرنټ اکاونټ خساره په ریکارډ کچه کمه شوې او اقتصاد پوهان وایی د بهر هیوادونو څخه په ترسیلات زر کې زیاتوالی او تجارتي خسارې د کمي له وجې په امدن او خرڅونو کی فرق کم شوی خو په راتلونکې کې دې سره په اقتصادي پرمختیا یا شرح نمو هم اثرات کېدای شي.

چين ته د تګ نه وړاندې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب شخصي ټي وي چينل جيو نيوز ته وویل، چې چين ته د هغه د سفر په اېجنډا کې د پاکستان دننه د توانايۍ په څانګه کې د اصلاحاتو او د پانډه بانډز په سر د چينايي چارواکو سره خبرې کول شامل دي.

مطبوعات د سرچينو له قوله وايي د پاکستان د خزانې وزیر به د چين په سفر کې په ممکنه ډول چينايي کمپنیو د انډيپنډنټ پاور پروډيوسر د 15 بيلينه ډالرو قرضې د مودې په غځولو هم خبرې وکړي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي چې خزانې وزیر به د چينايي چارواکو سره د چين د انرژۍ د څانګې په ګردشي قرضو هم خبرې کوي دا قرضې اوس مهال نزدې 500 اربه روپۍ ته رسېدلې دي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب به چين د خپل سفر په مهال چينايي چارواکي سره د سي پېک منصوبو کې د شوو پرمختګونو څخه هم خبر کړي.

چين د پاکستان چاينا اقتصادي راهدارۍ د منصوبې يا سي پېک لاندې په پاکستان کې د توانايۍ او سړکونو په منصوبو کې نزدې د 64 بيليونه ډالرو سرمايه کاري کوي خو په دې تېرو وختونو کې د سي پېک په منصوبو کار ورو شوی، او غټ علت یې په پاکستان کې په چينايي کار کوونکو حملې بلل کېږي خو پوهان وايي ددې نه علاوه هم ځينې نور وجوهات شته.

اقتصاد پوه شاهد محمود وايي، "د سي پېک په دوېم پړاو چين کار ځکه نه شورو کوي چې چين غوښتنه کوي بايد لومړي پړاو کې د توانايې د انډپنډنټ پاور پروډيوسر پاتې پېسې ورکړي او مونږ هم د سي پېک د لومړي پړاو د پروژې نه هيڅ ګټه پورته نه کړه او دغه خو تشې قرضې دي چې اوس يې مونږ بېرته نه شو واپس کولی".

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير په داسې وخت کې د چين سفر کوي چې پاکستان په روانه میاشت کې د نړیوالې مالياتي ادارې (آي اېم اېف) سره د سټاف په کچه د اووه اربه ډالرو قرض بل تړون لاسلیک کړی دی.

بل لور ته سټېټ بېنک ويلي، د 2023/24م مالي کال کې د امدن او خرڅونو په منځ کی فرق 68 کروړه او 10 لاکه ډالرو ته راکوز شوی دی.

د دې نه وړاندې په 2022/23م مالي کار کې کرنټ اکاونټ خساره 3 اربه او 27 نیم کروړه ډالره وه. بینک وایی په دې کې 79 فیصدي کمی راغلی دی.

اقتصاد پوهان وایی په ترسیلات زر کې 11 فیصده زیاتوالی او تجارتي خساره کې د 6 فیصده کمي له وجې دا فرق راکم شوی دی.

تیره ورځ د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د برآمداتو پرمختیایي بورډ ته ویلي وو، چې ملکي برآمدات یې زیات کړي او دا کال به یې 60 اربه ډالره ته ورسوي.

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان اقتصاد په درامداتو اډاڼه لري او په درامداتو د بندیزونو او د حکومتي ټیکسونو له وجې اغیزمن کیدی هم شي.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان دا وخت د غېر ملکی زرمبادله د کمي سره مخ دی او که خساره سېوا کیږی نو دې سره به د پاکستانی روپۍ په قیمت هم منفي اغېزې کيږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG