د خېبرپښتونخوا کې سوداګر وايي، په ملک کې د ګرانۍ له کمي وروسته بايد سټېټ بېنک د سود شرحه راکمه کړي اقتصاد پوهان وايي، داسې نه ښکاري چې د سود په شرحه کې زيات کمی راشي. د پوهانو په خبره د سود د زياتې شرحې له امله په ملک کې اقتصاد ته زيات تاوان اوړي او بې روزګاري زیاتېږي.
په خېبر پښتونخواه مردان کې د مرکزي جیل دننه د لوبو درې ورځنۍ مقابلې شوي انتظام کوونکی وایی، د مقابلو مقصد وو چی قیدیانو ته د تفریح موقع ورکړي او د هغوی د ذهنی او جسماني صحت خیال وساتل شي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کی
په خېبر پښتونخواه کی د پوهنتونونو د استاذانو اتحادیی اندېښنه څرګنده کړې چې د صوبې 20 پوهنتونونه له مالی ستونزو سره مخ دي. دوی دا هم وايي، چې په صوبه کی 19 سرکاري پوهنتونونه د وایس چانسلرانو له څوکیو څخه محرومه دي.
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په وروستو کی ویلی امکان دی چې د جون پورې د پاکستان د غیر ملکي زرمبادله ذخیره 10 اربه ډالره ته زیاته شي.
فیډریشن وايي بايد حکومت په صوبه کی باقاعده د ریلوی پټلۍ بحاله کړي او خلکو ته د سفر اسانتیاوې ورکړي. د پاکستان ریلوی وايي په صوبه کی يې د سپاري اورګاډی سفر شروع کړی او هڅې کوي دغه بی کاره پټلۍ بيا په کار راولي. تفصیل د ریاض حسین او ارشد مهمند په رپورټ کی
پاکستان کې د زرګرانو اتحادیه وايي په ملک کې د سرو زرو بیعې په ریکارډ کچه زیاتې شوي چې د امله يې زرګران په کاروبار پریښودو مجبوره دي. زرګران وايي< ګاهک نه راځي او د ګرانو بیعو له وجې 95 فیصده کاروبار ته زیان رسیدلی او بیا د حکومتی ټیکسونو له وجې په کاروبار منفي اغیزې کیږي.>
د پاکستان د شماریاتو اداره وايي، د روان مالي کال په 9 میاشتو کې د (جولای نه تر مارچ) پورې مجموعي ګراني 27.06 فیصده ریکارډ شوې دوی وايي، یواځې په مارچ کی د ګرانۍ شرح 20.6 فیصده ریکارډ کړی شوې. د شماریاتو د ادارې د دعوو باوجود په مارکیټ کې اوس هم د خوراکي توکو بیعې لوړې دي. تفصیل د ریاض حسین څخه:
په خېبر پښتونخوا کی د سنګ مرمرو کاروباریان وايي که مرکزي حکومت د ماربلو په صنعت نور ټېکسونه ولګوي نو د صوبي د ماربلو صنعت به ودریږی دوی دا هم وايي، چې د ټکسونو له زیاتوالي سره به د حکومت په امدن کې هم کموالی راشي. تفصیل د ریاض حسین په راپور کې.
نور کتل