د خېبرپښتونخوا د ځنګلونو او د موسمي بدلون د محکمې چارواکي وايي په صوبه کې د بېلابېلو منصوبو په زریعه ځنګلونه رقبه د 20 فیصد نه تر 25 فیصد رسول شوې ده
په خیبر پښتونخوا کې یو عالت هغو دوو جینکو ته د مرګ او قید سزا اورولې چې تېر کال یې د مذهب د سپکاوي په تور خپله استاذه وژلې وه
د خیبر پښتونخوا د ۲۹ سرکاري پوهنتونو څخه په ۱۹ کې د وایس چانسلرانو څوکۍ خالي دي په عبدالولي خان پوهنتون کی طالب علمان وایي، په پوهنتون کی د وایس چانسلر د نشتوالي له امله هغوی له ډګریو څخه محرومه دي خو هغوی اړتیا لري چې د تعلیم له پوره کیدو وروسته کارونه وکړي.
د مردان ځوانان د راتلونکي سیاسي حکومت نه تمه لري چی د هغوی دپاره د روزګار زمینه برابر کړي او د تعلیم او صحت اسانتیاوې ورکړي
په پاکستان کې د عامو ټولټاکنو وروسته د ونډو بازار 2000 درجی غورځېدلی اقتصاد پوهان وايي د ټولټاکنو د غیر متوقع نتیجو راتلو له وجې په مارکیټ هم منفي اغیزی شوي.
په خیبر پښتونخوا کی د ټولټاکنو تیاری وروستي پړاو ته رسېدلی په مردان ضلع تخت بهایی کی ځایي اوسیدونکي وایي، چې باید راتلونکی حکومت په سيمه کې مذهبي سیل ګرۍ ته وده ورکړي، صنعتي مرکزونه جوړ کړي او خلکو ته روزګار ورکړي.
د پاکستان نګرانې کابینې د ملک دننه د 146 دوایانو د قیمتونو د زیات والي منظوري ورکړې چې پکې زیات تره د ژوند بچ کوونکې دوایانې دي.
۶۰ کلن فضل عادل چې د تیرو ۴۰ کالو راهسی د فرنیچر کار کوی وایی په خېبر پښتونخوا کی د ودونو د موسم باوجود یې کاروبار له تاوان سره مخ دی هغه وايي د کاروبار زیاتره ګټه ترینه د بجلی په بلونو کی لاړه شی او د کور د لګښتونو دپاره ورته پیسې نه پاتې کیږی. نور حال ریاض حسین وړاندې کوي
د پاکستان سټېټ بېنک وایي حکومت د روان مالی کال په پېنځو میاشتو کی د بېنکونو نه د تېر کال په پرتله اووه چنده زیاتې قرضې اخیستې دي نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کی
اقتصاد پوهان وايي امکان دی د پاکستان مرکزی بینک روانه میاشت په ملک کی د سود شرح په ځای وساتي او په دې کې څه بدلون رانه ولي خو سوداګر وايي که په ملکی کچه د سود شرح په 22 فیصده برقرار وساتل شي نو له دی سره به صنعتی مشکلات هم په ځای پاتې شي.
نور کتل