نړیوال بېنک پاکستان کې په عام ولس سرمايه نه مصرف کول يا د ولس دپاره ترقياتي کارونه په نه کېدلو اندېښنې څرګندې کړي دوی لارښونه کړې چې د هېواد روښانه مستقبل دپاره پکار ده چې سختي خو مهمي فيصلي وکړي.
په پاکستان کی تعلیم پوهانو او طالب علمانو انديښنه څرګنده کړې که حکومت په زوره د افغان کډوالو واپسي روانه وساتی نو په پاکستان کی به کډوال زده کوونکي له تعلیم نه پاتې شي او د خلکو ژوند به نور هم ګران شي.
د ډیجېټل ټکنالوجۍ له لیارې په سواګرۍ کولو باندې پوهېدو لپاره په مردان کې یوه ورځنۍ غونډه شوې د غونډې هدف په انلاین یا انټرنېټ باندې د ځوانانو لخوا د کاروبار شروع کول او له بهرنیو هېوادونو څخه د زرمبادلې راوړل ښودل شوي. تفصیل د ریاض حسین په راپور کې.
انټر نیشنل ډویلپمنټ ریسرچ لیب ایډ ډيټا وايي پاکستان په نړی واله کچه دریم هېواد دی چې له چین څخه يې 70 بيلينه ډالره قرض اخېستی دوی وایي، ددغه قرض ډېره برخه د چین پاکستان د اقتصادی راهدارۍ یا سپېک په برخه کې ده.
د تېرو دریو میاشتو راهیسې د پاکستان په ونډو بازار کې زياتوالی لیدل کیږي خو پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت بایللی اقتصاد پوهان وایي، په پاکستان کی په زرمبادله او برآمداتو کې د کمي له وجې پاکستانۍ روپۍ د فشار لاندې ده
په پاکستان کی د پېټرولو او ډیزلو بیعې په ځای ساتل شوي او د خاورو تیل او لایټ ډیزل د ليټر په سر درې روپۍ ارزان کړای شوي دي اقتصاد پوهان وایی په منځني ختیځ کی د اسراییل او حماس د روانې جګړی له امله د خامو تیلو په قیمتونو کی د اضافې امکان شته چې له کبله يې پاکستان دپاره اقتصادي مشکلات پیدا کېدلی شي.
په پاکستان کې د ډالر د بیې د زیاتوالی او نړیوال مارکیټ کی د قیمتونو د زیاتېدو وروسته په پاکستانی مارکیټ کی د سرو زرو بیعې زیاتې شوي. زرګران وايي، مخکې د روپۍ د قدر له زیاتوالي سره د یوې تولې سرو زرو بیه له دوه لکه روپیو نه کمه شوې وه خو دا مهال د سرو زرو د یوې تولې بیه دوه لکه او ۲۳ زره روپۍ ده.
په خیبر پښتونخوا کې نن په دویمه ورځ د سي اين جي مرکزونه بند وو چې له امله يې اکثره د وړو او کاروباري ګاډو چلونکي له ډېرو ستونزو سره مخ وو د سي این جي اتحادیه وایی، حکومت د ګیس بیعی 193فیصده ګرانې کړي نو په دی حالاتو کې کاروبار څنګه وچلوي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کی
په پاکستان کی د موټرو جوړونکو کمپنو اتحادیه وایي د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ګاډو خرڅلاو 43 فیصد کم شوی دوی زیاتوي، د ملک دننه د موټرو لویو کمپنو تولید یا پیداوار هم بند کړی دی.
د پاکستان حکومت د شماریاتو اداره وایي، د روان مالي کال په اګست کې صنعتی پیداوار 2.5 فیصده زیات شوی دوی وايي، په تېر مالي کال کې صنعتي پېداوار 10.26 کم شوی و.
پاکستان د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳ اربه او ۵۲ کروړه ډالره پور اخېستی پاکستان د اقتصاد وزارت تر مخه د روان مالي کال په لومړیو دریو میاشتو پاکستان ۳ اربه او ۵۲ کروړه ډالره قرض اخېستی چې پکې د ايي اېم ایف ۱.۲ اربه او د عرب اماراتو ۱ ارب ډالره قرض نه دی شامل.
سوداګر وايي، په نړیوال مارکېټ کی د تېلو د بیو له کموالي وروسته په پاکستان کی هم د تېلو او خوراکي توکو بیی راکمې شوي پوهان امکان څرګندوي چې په راتلونکو 15 ورځو کې ښايي د تېلو بیې نورې هم کمې شي.
د بلومبرګ خبري ادارې اټکل کړی چې په پاکستان کې به په روان مالي کال کې اقتصادي وده ۲.۴ او ګراني ۲۸ فیصده وي خو د پاکستان حکومت د مالی کال 2024 د پاره د پرمختیا شرح 3.5% ټاکلې. پوهان وایې په ملک کی د ګرانی، د روپی د قدر د کموالي او سود د زیاتی شرح له امله مجموعی قامی امدن متاثره کیږی.
د اسرایلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیلېدو نه وروسته د اسیایې هیوادونو د ونډو بازارونه غورځیدلي په نړیوال مارکیټ کی د خامو تیلو د یو بېرل بیه د 80 او د 82 نه 86 ډالر ته رسېدلې ده.
نور کتل