د پاکستان د بجلۍ د څار ادارې د چین د بجلۍ پېدا کوونکو شخصي ادارو ته د امریکې مرکزي بانډونو د سود شرحې پر بنیاد د قرضونو ورکولو منظوري ورکړې خو قرض ورکوونکي چینایي کمرشل بېنکونه او ادارې وایي هغوی ته د چین د حکومت اجازه نشته چې په دې بحث وکړي. تفصیل د ریاض حسین او عثمان خان په رپوټ کې:
د پاکستان مرکزي بېنک: د سود د زياتې شرحې په وجه کاروباريان قرضې نه اخلي، 80% قرضې حکومت اخېستي په پاکستان کې د سود شرح په 22% په ځای ساتل شوې خو سوداګر وايي نه يواځې دا شرح اوس هم ډېره لوړه ده بلکې ګراني ورسره مل ده نو نزدې 70% کاروبارونه يې تر ډېره ټکڼي کړي او بېروزګاري يې زياته کړې ده.
په مردان کې د پراختیايي اهدافو د پوره کولو او تلپاتې مثبتو اغېزو په برخه کې د ولس د پوهاوي په اړه غونډه شوې
د پښتو ژبې د نومیالي شاعر او لیکوال ډاکټر اسرار اسرار د ادبي هلو ځلو د ستاینې لپاره غونډه شوې په مردان پرېس کلب کې په دې جوړې شوې ادبي غونډه کې د ډاکټر اسرار د خوږې شاعرۍ ستاینه شوې او ګډونوالو هغه ته د احترام پېرزوینې وړاندې کړي او ویل یې چې د هغه کار به تل ځلېږي. تفصيل د رياض حسين په رپوټ کې
د پښتونخوا نه چې څوک بهر هېوادونو ته تګ کوي نو د سفر د پاره په مارکيټ کې ډالر نه مومي بهر هیوادونو ته تلونکي پښتانه وایي د پښتونخوا د صرافۍ په بازارنو کی ډالر په سرکاري نرخ نه مومي.
کاروباریان وایې په پاکستان کی د بجلۍ له ګرانۍ وروسته د سولر پینلو غوښتنه 80% زیاته شوې او نرخونو یې هم زیات شوي ځايي اوسیدونکي وایې د بجلی د ګرانی او زیاتو نرخونو وروسته هڅه کوي د بجلی ترلاسه کولو د پاره خپلې سولرې ولګوي او د پیسو بچت وکړي. تفصیل د ریاض حسین په رپورټ کې
اقتصاد پوهان: د پاکستان نګران حکومت پلان لري چې د تجارت کچه ډېره پورته يوسي خو ځمکني حقيقتونه نور دي د تجارت وزیر ډاکټر محمد اعجاز وایې پلان لری چی د پاکستان برآمدات د 80 بيلين ډالره نه زیات کړي خو تیر مالي کال د ملک صادرات د 31 بيلين ډالره نه 28 بيلين ډالر ته راکوز شوي.
په پاکستان کی د بجلۍ د زیاتو بېلونو او لوډشیډنګ پر ضد احتجاجونه شوي. تاجرانو او عامو خلکو د بجلۍ بېلونو ته اور اچولی او د زياتو ټيکسونو ورکولو څخه يې انکار کړی. د واپډا محکمه وایي، په هغه سيمو کی بجلي بندولی شي چرته چې محکمه د تاوان سره مخ ده.
د خېبرپښتونخوا په مردان کې عبدالولي خان پوهنتون د افغان جينکو زده کوونکو يا محصيلينو دپاره په ډګري پروګرام کې سکالرشيپونه يا بورسونه اعلان کړي دي، د پوهنتون مشر [وي سي] وايي، "افغان جينکۍ زده کوونکې په خپل وطن کې زده کړو ته رسايي نه لري زمونږ زمه واري ده چې رسايي ورکړو".
په پاکستان کې په انټربېنک مارکيټ کې نن د پاکستانۍ روپۍ قيمت 0.15 فيصده راکم شوی او د روپۍ په مقابله کې ډالر 299.45 روپو ته رسېدلی دی. تېره ورځ په انټر بېنک مارکيټ کې يو ډالر په 299 روپۍ وو.
سوداګر وايې، په پاکستان کی د سود زیاتې شرحې د هغوی کاروبارونه تاواني کړي او نه شی کولی په زیاته شرح سود سره د بینکونو نه قرضې واخلي. د پاکستان مرکزي بینک د سود شرح په 22% په ځای ساتلې او په کلني رپورټ کی وایي په مالی کال 2023 کی شخصي قرضې 87% کمې شوي. تفصیل د ریاض حسین په رپورټ کې
د خېبرپښتونخوا په مردان ضلعه کې د مې په میاشت کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی مولانا حافظ نګار عالم ځايي علماو بې ګناه ګرځولی، او جرګې ویلي تور لګوونکو د نګار عالم کورنۍ ته د ديت 35لکه روپۍ ورکړي دي. خو قانون پوهان وايي د نګار عالم د وژنې مقدمه د رياست لخوا شوې او قانون به خپله لار اوباسي.
په مردان کې د بېلابېلو ښونځیو د نهم او لسم ټولګیو د زده کونکو ترمنځ د لیک او سپېلېنګ سیالۍ ترسره شوي چارواکو ویلي، ددغو سیالو موخه له پوهې او کتاب سره د زده کونکو د مینې پیدا کېدل دي. تفصیل د ریاض حسین په راپور کې.
د هندوستان نه د خېبرپښتونخوا بره دير ته ورغلې انجو د نصر الله سره نکاح شوی، وکیل یې او پوليسو د دوی نکاح او په عدالت کې رجسټرېشن کېدل تاييد کړل.
د هندوستان نه 35 کلنه انجو د خېبرپښتونخوا په نصرالله پسې ورغلې ده، انجو د نصرالله سره د ټولنيزو رسنيو د لارې اشنا شوې هغه د دوه ماشومانو مور ده، نصر الله د بره دير سره دی.
پاکستان ته د نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] لخوا د پېسو ورکولو او پروګرام منظورۍ باوجود روپۍ د امريکايي ډالر په مقابله کې نه ده باثباته شوې او نوره بې قدره شوې ده.
په مردان ښار کې زده کونکو ته د موبایل، انټرنېټ او کمپیوټر د مثبت کارولو لپاره یوه درې ورځنۍ روزنیزه غونډه جوړه شوې. په دې روزنیزه غونډه کې چې د شخصي تعلیمي ادارې پیلیکس لخوا جوړه شوې په دې هم بحث شوی چې د ډیجېټل ټکنالوجۍ په کارولو کې خلک له کومو ستونزو سره مخ کېږي. تفصیل د ریاض حسین په راپور کې.
اقتصاد پوهان وایي، د پاکستان او آی ایم ایف تر منځ د دری اربه ډالرو تړون به د پاکستان ستونزې تر څه حده اسانې کړي خو ګرانی به نور هم ورسره زیاته شي.
په خیبر پښتونخوا کې د اختر په دوهمه ورځ هم قربانۍ کېدلې او د اړوندو ادارو لخوا د قربانۍ د موادو د صفايۍ او په ځمکه کې د خوندي کولو کار روان و. له بېلابېلو سیمو څخه د صفايي د کمزروي نظام راپورونه هم راغلي، خو اړونده اداره وايي، دوي د ښارونو د پاکوالي په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي.
نور کتل