د پوليو د مخنيوي نړيوالو ادارو د يو څېړنیزرپورټ ترمخه پاکستان کې 30 فيصد خلک د مذهب په بنياد او 70 فيصد خلک د صحت، حکومت نه د غوښتنو او نورو وجوهاتو په بنياد د پوليو قطرو څخه انکار کوي
د پوليو د مخنيوي دپاره د صوبايي حکومت ادارې د وېنا ترمخه د ماشومانو مدافعتي قوت برقرار ساتلو او پوليو واېرس مخنيوي لپاره د صوبې په 13 مخصوص ضلعو کې د پوليو کمپېن چلولو پريکړه فېصله شوي ده
د پوليو د مخنيوي دپاره د صوبايي ادارې مشر عبدالباسط د ټاسک فورس د غونډې په حقله وي او ای ډيوه ته وویل چې په وزيريستان، کرک هري پور، خېبراو پېښور ضلعو کې تير شوی کېمپېن د معيار سره سم نه و شوی چې د ټاسک فورس په غونډه کې پرې تفصيلي بحث وشو
پاکستان کې سږ کال د پوليو وايرس ړومبي ډول يواځينې پيښه د بلوچستان قلعه عبدالله څخه رپورټ شوې ده۔ ولي د پوليو وايرس دويم ډول شپږ پيښې رپورټ شوي دي۔ د بلوچستان او سند څخه دوه دوه، د خېبرپښتونخوا او پنجاب څخه یوه یوه پيښه رپورټ شوې ده
د خېبر ضلعې لنډیکوتل اوسېدونکی محمد ارشاد د پولیو ځايي افسر دی چې پخپله د یو کال په عمر کې د پولیو وایرس ښکار شوی، وايي د پولیو قطرو نه زیات انکاري خلک يي په دي خبره قانع کړي چې هغه د پولیو قطرو نیشتوالي له وجې د تلعمري معذورتیا ژوند تېروي
پاکستان نه په ۲۰۲۱م کې تر دې دمه د پوليو وايرس ړومبي ډول ۱ او دويم ډول ۶ کېسونه رپورټ شوي دي چې يو پکښي د خېبرپښتونخوا نوښار نه راغلي دی
احتجاج کونکي وايي ماشومانو ته د پوليو څاڅکو رسولو او د دغه وايرس مخنيوي په لار کې یي يو شمېر کارکوؤنکو ژوند هم ورکړی دی، د پوليو کېمپين په دوران يي په زرګونو هغه خلک یې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو په ورکولو قانع کړي دي چې مخکې انکاریان وو
دغه وايرس د پاکستان نه افغانستان او بيا واپس پاکستان ته راغلی دی۔ دغه شان مصر، ايران، د افريقي هيوادونو چاډ, سوډان، بينين او نائجيريا کې هم د يو نه بل هيواد ته خور شوی دی
د مردان ډويژنل کمشنر منتظر خان وايي د چيف سيکرټري په وينا ضلعي انتظامې غړو پخپله پوليو مهم نګراني کړی اوخلک یي قانع کړي چې ماشومانو ته د په پوليو ضد قطرې ورکړي
د مور او پلار د انکار، د سفر او د پولیو کېمپېن په مهال د ماشومانو په کور کې د غېر موجودګۍ په سبب، د چارواکو په وېنا، دغه 305464 ماشومان د پولیسو وېکسین نه محرومه پاتي شوي دي
د پولیس او نورو سرچينو ترمخه پولیس کارکوونکی اخېر زمان د پوليو مهم په مهال په ډيوټۍ و چې په جنډوخیلو سیمه کې په موټر سايکل سورو دوو نا معلومه وسله والو په ډزو وويشتلو
په خېبر ضلع کې ۲ لکه ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف دي. که څه هم خېبر نه د پولیو مثبت پېښې رپورټ شوي دي، د پولیو کېمپین په وخت خلک حکومت نه د خپلو غوښتنو په صورت کې د پولیو څاڅکو څخه انکار کوي
په پاکستان کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې [30نومبر] څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين روان شوی چې پکې به درې کروړه 95 لکه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.
د لکي مروت ضلعي زنانه صحت چارواکو مشرې فاطمه فرمان وي او اې ډېوه ته وويل چې د پوليو صحت محکمې اعلي چارواکي زنانه کارکوونکي زوروي او بغير د څه وجې یې د نوکرو نه د ويستلو دهړکي ورکوي
په نړيوال کچه پېښور د پوليو وايرس مرکز بللي کيږي۔ په ښار کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ور کوولو نه د انکاري خلکو شمېره هم تر ټولو زياته ده چې تعداد یې ۲۶ زره دی
نور کتل