روغتیا پوهان وايي، په خیبر پښتونخوا کې د بې وخته او زياتو بارانونو له سوبه د ملېریا ناروغۍ مخ پر زياتېدو ده
نړیوال بېنک ویلي په پاکستان کې غذايي عدم تحفظ زیات شوی او د تعلیم او صحت اسانتیاوې کمې شوي دي. اداره ویره څرګندوي چې د ټرانسفورټ خرڅ زیاتېدو له امله د ماشومانو سکولونو ته تګ هم اغېزمن کېدی شي. نور تفصیل د عبدالرزاق په رپورټ کې :
څېړنې ښيې چې د 1979 راهیسې د اقلیم بدلون د تودوخې څپې اوږدې او زياتې ګرمې کړي چې له امله يې زيات خلک زيانمن کېږي د ماحولياتو ماهرين وايي په فضا کې د ګرين هاوس يا شنې خونۍ ګېسونو مقدار سېوا کېدو سره نړيوالې تودوخې کې زياتوالی راځي.
په خېبر پښتونخوا کې د سېلګرۍ د نورو سيمو په څېر د درګۍ جبڼ سيمې ته هم په ګڼ شمېر خلک د اختر په ورځو کې د ساعت تيري دپاره ورځي. سېلګر وايي، د ګرانۍ په اوسني وخت کې د سيلګرۍ د لرو پرتو سیمو په پرتله دا ځای ارزان او په کمه فاصله کې پريوځي او خلک د ښکلي چاپیریال او موسم نه خوندونه اخېستلې شي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا يونيسف وايي په افغانستان کې د اوږدو جګړو د خرابو اثراتو، د اقليمي بدلون منفي اغېز او اقتصادي بحران له امله د 12،6 ميليونه ماشومانو په ګډون څه باندې 23 ميليونه خلک روان کال بشري مرستو ته اړتيا لري.
پاکستان د هغو افغانانو د ستنولو چې اې سي سي يا افغان سيټيزن کارډ لري او په دې لړ کې صوبايي حکومتونو، په ضلعي کچه چارواکو او اړونده ادارو ته یې امر کړی چې ای سي سي کارډ لرونکو افغانانو د ځايونو معلومولو لاروښوونه کړې ده، خو حکومت په رسمي ډول د کډوالو په دويم پړاو کې ويستلو نېټه نه ده اعلان کړې
م.م : ۲۰۲۳ کال په تېرو ۱۷۴ کلونو کې تر ټولو ګرم کال و او روان کال کې تودوخه ښايي نوره هم زیاته شي
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسېف ويلي چې په جنوبي اسیا کې له پنځو کلونو نه د کم عمر ماشومانو د مړه کېدو کچه په تېرو دوو لسيزو کې راکمه شوې ده
نړيوال بېنک: د 2024 کال په جنورۍ کې په افغانستان کې ګراني په کلنیز بنياد منفي 10،2 فيصدي کمه شوې دوی د دې یو علت د خوراکي او غېر خوراکي توکو په نرخونو کې په تېزۍ سره کمښت یاد کړی. تفصيل د عبدالرزاق په راپور کې.
روغتیا پوهان وايي د تور زيړي، شوګر او د پښتورګو ناروغان بايد په روژه نيولو کې له احتياط څخه کار واخلي او په دې اړه له ډاکټرانو سره مشوره وکړي دوی وايي، دغه ډول کسان دې په روژه کې د ورزش کولو ترڅنګ، په يوځای زيات خوراک اخيستلو، کولډرنکس، تليدلي او زياتو خوږو شيانو خوړو نه وکړي.
یو شمېر افغانان د طالبانو د بندیزونو له امله د خپلو لوڼو د تعلیم لپاره په پاکستان کې له اندېښنو ډک د کډوالۍ ژوند کوي دوی وايي، په دولتي سکولونو کې ورته داخله نه ورکول کېږي او د سختو مالي ستونزو له وجې توان نه لري چې په شخصي سکولونو کې خپل ماشومان داخل کړي. تفصيل د عبدالرزاق په راپور کې.
نور کتل