د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډيره اسماعیل خان کې د پولیس په پوسته وسله والو د لاسي بمونو او راکټي برید ترڅنګ ډزې کړې چې پکې یو پولیس اهلکار وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. په دې برید کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې هیڅ رپوټونه مخې ته نه دي راغلي.
په ګومل پوهنتون کې د څېړنو د ارزښت په اړه غونډه کې پښتانه څېړونو کولو ته هڅول شوي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې پوهانو ویل چې که پښتانه غواړي ځان د نړۍ له نورو پرمختللیو ولسونو سره برابر کړي نو زده کړو او څېړنو ته دې مخه کړي. تفصیل د عدنان بېټني په راپور کې.
د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان کې ځايي جرګې د جرمانې په توګه د خبريال معراج خالد د کور ړنګولو پرېکړه کړې، د خبريال کورنۍ کډه کړې، د جرګې په پرېکړه سختې نيوکې کړي او له هغې وروسته نګران وزیراعلا د پېښې نوټس اخستی دی.
امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې بنو جاني خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ نښته شوې، او د ډزو په تبادله کې د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د یو مهم کمانډر په ګډون لږ تر لږ شپږ وسله وال وژل شوي دي.او دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډيره اسماعیل خان کې یې د وسله والو پرضد استخباراتي عملیات کړي او امنيتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې یو وسله وال ترهګر وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.
د شمالي وزیرستان په شوال سيمه کې يو بم يا ماين چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او د 25 پورې نور ژوبل شوي دي. په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.
د افغانستان سره په پوله شمالي وزیرستان کې په یو کور ماټر ګوله غورځېدلې د يوې کورنۍ پينځه تنه [څلور ماشومان او مور] یې وژلي، دوه ماشومان ورکې ژوبل شوي دي. ځایي خلک تور لګوي مارټر ګوله پوځ ویشتې خو پوځ دا دعوه رد کړې ده
د افغانستان سره په پوله پرتې ناارامه سيمې شمالي وزيرستان کې د اتمانزو قامي جرګې د سزا په توګه د يو تن کور سوځولی دی، په ياد تن تور وو چې خپل ورور یې وژلی د جرګې د پرېکړې يا تيږې سرغړونه یې کړې ده.
د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د ناامنۍ، ګرانۍ او د بجلۍ د نشتوالي پرضد ولسي احتجاج شوی اؤ احتجاج کوونکي وايي په ضلعه کې حکومتي واک د نشت برابر دی.
د پاکستان پوځ : د شمالي وزیرستان په میرانشا کې له ترهګرو سره په جګړه کې مېجر عامر عزیز او یو پوځي محمد عارف وژل شوي دي
د جانې خېلو د قامي جرګې غړي او د پي ټي ایم فعال لطیف وزیر وي او ای ډیوه ته وایي، چې کله په سیمه کې په امنتي ځواکونو کوم برید وشي تر هغې وروسته د عملیاتو پرمهال دسیمې عام خلک ځورول کیږي
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د دریو امنیتي چارواکو له قوله وویل ځانمرګي حمله کوونکي په موټر سایکل سور و او د عسکرو کانوای یا قافله يې په هدف کړه
په تېره څه موده کې په خېبرپښتونخوا کې په عمومي توګه او په لکي مروت کې په خصوصي توګه پولیس او امنیتي ځواکونه په مسلح بریدونو کې په هدف شوي دي
د خېبر پښتونخوا ټانک ضلعه کې شخصي بینکونو د امنیتي اندیښنو له ویرې خپل خدمات په عارضي توګه ځنډولي او یوې بلې ضلعې ډیره اسماعيل خان ته یې انتقال کړي دي.
نور کتل