د افغانستان سره د تورخم د لارې کاروبار کوونکي پاکستاني تاجران، ټرانسپورټران او کسټم کلیرنګ اېجنټانو وي او ای ډیوه ته ویلي ممکنه ده راتلونکو اوونیو یا هفتو کې په تورخم تجارت نور هم زیات شي.
د جون په نهمه نېټه نامعلومه وسلوالو د کوټې عظمت کاسی ایډوکېټ په ډزو ووژلو. پولیس وایي عظمت کاسی ایډوکېټ د شورو- چارشنبې په ماښام د کوټې پر ډبل سړک پخپل چېمبر کې ناست و چې ناپېژانده کسان ورغلي او په چړو یې سخت زخمي کړی چې له کبله یې هغه په روغتون کې ساه ورکړه
د خېبر پښتونخوا جاني خېلو مشرانو اسلام اباد ته د احتجاجي مارچ فېصله د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ د مرګ په وجه تر شورو - چارشنبې د ورځې د جون 23 نېټې پورې ځنډولی دی.
په غونډه کې به په داسې حال کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د خاتمې په اړه هم بحث کېږي چې امریکا افغانستان د نیمايي ځواکونو انخلا سر ته رسولې ده
ایران او نړیوال قوتونه د سږ کال د اپرېل د میاشتې څخه په ویانا کې خبرې اترې کوي او داسې لارې لټوي چې تهران او واشنګټن د بندیزونو او ایټمي هلو ځلو په اړه په داسې ګامونو راضي شي چې ایټمي لوظنامه په مکمله توګه بېرته په ځای شي
د وي او ای رپورټ وايي د خارجه وزیر ګمارل کېدو نه پس بلېنکن په لومړي ځل د سیمې دوره کوي او د اسرایلیانو او فلسطینیانو نه علاوه به د واشنګټن نورو سیمه ایزو اتحادیانو سره هم خبرې کوي او کوښښ به یې وي چې د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ ډز بندي نوره قوي کړي
د نېټو سېکرټري جنرل ویلي دي چې نړیوال اتحاد د افغانستان د امنیتي ادارو صلاحیت زیاتولو، مالي مرستو او لارښونو د پاره د نوي کردار تعین کړی دی او منصوبه مو دا جوړه کړې ده چې افغان ځواکونو او په خاصا توګه خصوصي ځواکونو ته به ددغه هېواد نه بهر د تعلیم او تربیت انتظام کوو
جنرل مارک مېلي د امریکا سي اېن اېن ټېلي ویژن او وېب پاڼې ترمخه د امریکايي پوځ د ګډو ځواکونو چئرمېن جنرل مارک مېلي د خبریالانو یوې ډلې سره د خبرو په وخت افغان پوځ ته په اشاره کولو دا خوشبیني هم وښودله چې شمېر یې له دریو لکهو زیات شوې او د تېرو څو کلونو راهیسې د جګړې مشري هم کوي
د امریکا خارجه وزارت بیان زیاتوي چې غونډه کې د اسلامي جمهوریه افغانستان ته اپیل وکړی شو چې د خپلو هم منصبو طالبانو سره دې په ازادانه توګه خبرې وکړي غونډه کې د اتلسم مارچ د ټرایکا هغه بیان تکرار شوی دی چې د طاقت د لارې د مسلط کړی شوي حکومت مرسته به نه کوي
څېړونکي وايي د ترکي د دریځ د مرستې په لړ کې داسې بیانونه به په نړۍ کې د جمهوري او بشري حقونو په اړه د پاکستان دریځ کمزوری کړي.
د پاکستان د پوځ یو پخوانی جرنېل او دفاعي څېړونکی طلعت مسعود وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان په طالبانو تر یو حده پورې اثر لري خو د کله نه چې امریکا د افغانستان د خپلو ځواکونو وېستلو اعلان کړی دی طالبان زړه ور شوي او ګڼي چې دوی په یو مضبوط ځای ولاړ دي
پاکستان کې د سیاسي او دفاعي چارو څېړونکی ریټاېرډ بریګېډیېر سعد محمد خان وي او ای ډیوه ته ویلي چې “زما په خیال حکومت ته پخپله هم پته نه لګي چې څه وکړي؟ د حکومتي عملداري نشته، قوت یې ختم شوی په یره کې دې او څه طریقه نه ورځي ځکه چې خلک هم د دغه ډلې سره په مرسته کې ولاړ دي.”
د هند سرښار اعلا وزیر اروېند کجریوال ویلي دي چې په تېرو څلیریش ساعتو کې په نوي ډیلي کې د کرونا نوي کېسونه تر څلیریش فیصده پورې زیات شوي دي او وروستی حال دادی چې په هر دریو کې یو تن ته کرونا واېرس پوری شوی دی
د داخله چارو وزیر وویل په هېواد کې د ګل - دوشنبې ورځې څخه شروع شوي پرتشدد احتجاجونو کې دوه پولیس مړه او 340 نور ژوبل شوي دي. ای پي خبري ادارې د دوو احتجاج کوونکو د وژل کېدو رپورټ هم ورکړی و
د امریکا د قامي استخباراتو د دفتر لخوا جاري شوي رپورټ کې وېل شوي دي چې نړیوالې ترهګره ډلې د افغانستان طالبانو او امریکا ترمنځه شوې لوظنامې ته د یوې موقعې په توګه ګوري او د امریکايي ځواکونو د وتو په صورت کې به القاعده او داعش په افغانستان کې خپلې موجودګۍ ته دوام ورکړي
مریکايي مامورین د خپلو اتحادیانو سره د افغانستان په اړه خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکايي صدر جوبایډن ویلي چې د می د لومړۍ نېټې پورې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وېستل په مشکل وي
نور کتل